لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د اېډز 8356 رجسټرډ ناروغان دي خو کره شمېره د15000 نه زیاته ده: چارواکي


File Photo
File Photo

چارواکي وایي دوي سره خیبرپښتونخوا کې د ایچ آیي وي ایډز 8356 ناروغان رجسټر شوي دي. خو دوي وایي صوبې کې د ایډز د مریضانو ټوله شمیره به د پنځلسو زرو نه هم سیوا وي.

د خیبر پښتونخوا د ایچ آیي وي ایډز د مخنیوي چارواکي وایي دوي سره چې صوبه کې د ایډز کوم ناروغان رجسټر شوي دي په هغوي کې 6015 نارینه 2088 ښځې اؤ 177 نرښځيان دي.

د چارواکو په وینا دغو مریضانو کې 384ماشومانې جینکۍ او هلکان هم شامل دی کومو ته چې پیدایشي ایډز وو.

چارواکي وایي د رجستر شوو مریضانو ویړیاعلاج روان دی. خو دوي وایي هاغه مریضان د خپل ځان او ټولنې د پاره تاواني دي. کوم چې اوس هم پټ ګرځي او علاج نه کوي .

د خیبر پښتونخوا د ایډز کنټرول پروګرام ډایریکټر ډاکټر طارق حیات ډیوه سره خبرو کې ویلي د ایډز د ناروغانو معلومولو لپاره تازه سروې لا نه ده شوې خو کال 2016-17 کې چې کومه اندازه د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او لګولې وه نو هغه وخت هغوي ویلي وؤ چې صوبه کې له 13زرو نیولي تر 15زرو پوري د ایډز ناروغان شته.

هغه وایي"اوس مونږ سره تقریباً دادی 8500 خوا و شا ته رسو،خو تر اوسه که مونږ هاغې ته وګورو. دا زه تاسو ته د شپږ کاله زړه خبره کوم. نو هاغه شان به هغه هم زیات شوي وي"

ډاکټر طارق حیات زیاتوي د ایډز داروګان عام بازار کې نه خرڅیږي یوازې حکومتي د ایډز پروګرام په مرکزونو کې ویړیا ترلاسه کیږي.

نوموړی وایي دغه مرکزونه د 2005 نه تر 2023م کال پورې صوبې کې شپږ وو. خو تیر کال دسمبر کې د نورو اوو مرکزونو په پرانیستو اوس ددغو مرکزونو شمیره 13دیارلسو ته رسیدلې ده.

ډاکټر طارق وایي د ایډز د داروګانو استعمال ټول عمري دی. او کوم مریض چې باقاعدګۍ سره علاج جاري ساتي نو عادي ژوند کولی شي خو ځیني مریضان علاج نیمایي کې پریږدي.

حیات آباد میډیکل کمپلکس کې د ایډز د مریضانو کونسلر فواد خان خټک ډیوه ته وایي، ایچ آي وي وایر وایرس په وینه کې ورګډیږی خو د یو ناروغه تن قوت مدافعت چې زیات کمزوری نه وي نو هغه په پخپل بدن کې ددې وایرس په شتون نه پوهیږي اؤ له دوه یا دریوؤ میاشتو دوایانو خوړلو وروسته بیا د دوایانو له خوراک په دې غلط فهمۍ کې لاس واخلي چې ګنې هغه خو ښه دی اؤ څه تکلیف ورته نشته.

نوموړی وایي اکثره چې داسې کوم ناروغه تن په نیمایي کې دوایانې پرېږدي نو هغه به دوي د دغه ناروغۍ په کړکیچونو پوهوي اؤ بیا یې دوایانو خوراک ته اړ کوي.

چارواکي وایي کوم مریضان چې یو مرکز کې رجسټر شوي وي. درې میاشتې پس مرکز نه داروګان ترلاسه کوي. که هغوي ځایې بدل کړي نو حکومت د مریض په خوښه هغه ته د مرکز بدلولو اسنتیا هم ورکوي.

دوي وایي اوس نوي د تهلیسیمیا ماشومان مریضان په ایډز اخته شوي دي اؤ د روغتیایي چارو ماهرینو چې څیړنه وکړه نو معلومه شوه چې د تهلیسیمیا مریضانو ته پرله پسې بدن ته وینه خیژي او ځیني ماشومانو ته چرته د ایډز د مریض وینه ختلې وي.

روغتیایي چارواکي وایي هر بنده چې کله اپریشن ته ځي یا د غاښونو علاج کوي، په نایي حجامت کوي، زنانه چې غوږونو او پوزه کې سوري کوي. نو هرچاته پکار دي چې د جراحۍ پاک اوزار یقیني کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG