لاس رسیدونکی لینک

 
نړیوال بېنک: د افغانستان اقتصادي بحالي غیر یقیني ده
تازه خبر

نړیوال بېنک: د افغانستان اقتصادي بحالي غیر یقیني ده


نړیوال بېنک په خپل وروستي رپورټ کې ویلي، چې په پرله پسې د بې وزلۍ لوړې کچې ، بې روزګارۍ، محدودو وسایلو،  او د اخیستو کمزوري توان ، په میلینونو افغانان پداسې هېواد کې چې د کلونو جګړو او طبیعي پېښو له امله ځپل شوی دی غیر محفوظه کړي دي
نړیوال بېنک په خپل وروستي رپورټ کې ویلي، چې په پرله پسې د بې وزلۍ لوړې کچې ، بې روزګارۍ، محدودو وسایلو،  او د اخیستو کمزوري توان ، په میلینونو افغانان پداسې هېواد کې چې د کلونو جګړو او طبیعي پېښو له امله ځپل شوی دی غیر محفوظه کړي دي

نړیوال بېنک د ګل، دوشنبې په ورځ رپورټ ورکړو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې اقتصادي بحالي یا بیا رغونه غیر یقیني ده، چې په پالیسۍ یا تګلارې کې غیریقیني ، مالي یواځېتوب ، د بهرنیو مرستو کمیدل او د ګاونډي پاکستان سره نازکو تجارتي اړیکو په شمول د دوامداره چیلنجونو سره مخ دی.

نړیوال بېنک په خپل وروستي رپورټ کې ویلي، چې په پرله پسې د بې وزلۍ لوړې کچې ، بې روزګارۍ، محدودو وسایلو، او د اخیستو کمزوري توان ، په میلینونو افغانان پداسې هېواد کې چې د کلونو جګړو او طبیعي پېښو له امله ځپل شوی دی غیر محفوظه کړي دي.

ورلډ بېنک یا ڼریوال بېنک په دغه رپورټ کې زیاتوي چې د افغانستان تجارتي کسر یا خساره په 2024م کال کې 54 فیصدي ته زیاته شوه چې 9 بېلینه یا میلیاردو ډالرو ته ورسیده. او دغه د هېواد مجموعی کورني پیداوار (جي ډي پي) 45 فیصدي جوړیږي.

ورلډ بېنک رپورټ کې د دغه کمۍ لامل په صادراتو یا برامداتو کې 5 فیصدي کمې چې ټولټال 1.8 بېلینه ډالر جوړیږي، او په ځانګړې توګه د کوئلې یا ډبرو سکرو او کپړې یا ټوکر صادراتو کمښت ښودل شوی دی.

د 2021م کال د اګست په میاشت کې، طالبانو له دغه هېواد څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو غربي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان کنټرول بېرته تر لاسه کړو، او نزدې دوه لسیزې بهرني موجودګي یې ختمه کړه.

د طالبانو لخوا په افغانستان قبضې په نتیجه کې نړیوالې مرستې وځنډې دې او په مالي او بېنکي برخو کې بندیزونه ولګیدو. دا ګامونه د ترهګرۍ د اندیښنو په ځواب کې پلي شو، ځکه چې د طالبانو مهم مشران د ملګرو ملتونو لخوا د نړیوالو ترهګرو په توګه نومول شوي چې د امریکا په مشرۍ کې په بهرنیو ځواکونو باندې د جنګیالو لخوا د بریدونو لارښوونه یې کړې وه.

نړیوال بېنک په رپورټ کې ویل شوي چې ” د ډبرو سکرو صادراتو کې ترټولو لوی کمې لیدل شوې، چې 64 فیصدي کمي وروسته 92 میلینه ډالرو ته راکم شو. “

رپورټ د افغانستان د محصولاتو په عوایدو کې 11.5 فیصدي زیاتوالي په ګوته کړی چې په بنیادي توګه د غیر ټیکس عوایدو او د هېواد په سرحدونو کې د ټیکسونو لګولو له امله شوی دی.

د افغانستان کرنسی افغانۍ پرله پسې دریمې میاشتې کې خپل ارزښت کم کړې ، چې د 2024 کال له نومبر څخه د 2025 کال د جنورۍ په میاشت کې 12 فیصده کم شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG