لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډاکنامک فورم پاکستان دصنفي امتیاز په لړ کې دنړۍ دویم بدترین هیواد بللی


د کال 2022م لپاره د ورلډ اکنامک فورم د رپورټ ترمخه افغانستان د صنفي توپیر په قطار کې د نړي تر ټولو شاته پاتي هيواد دی، ورپسې پاکستان، کانګو، ايران او دغه ډول چاډ په شاته پاتي ملکونو کې په پنځم نمبر دی
د کال 2022م لپاره د ورلډ اکنامک فورم د رپورټ ترمخه افغانستان د صنفي توپیر په قطار کې د نړي تر ټولو شاته پاتي هيواد دی، ورپسې پاکستان، کانګو، ايران او دغه ډول چاډ په شاته پاتي ملکونو کې په پنځم نمبر دی

ورلډ اکنامک فورم په تازه رپورټ کې ویلي چې پاکستان د صنفي امتیاز یا عدم مساوات په قطار کې د افغانستان نه وروسته د نړۍ دويم بدترين هيواد دی۔

د نړۍ د 146 ملکونو په نوملړ کې د پاکستان نوم دصنفي امتیاز په حواله په 145 او د افغانستان نوم په 146 نمبر دی۔

څيړونکي وايي دې خبره کې هيڅ شک نشته چې پاکستان کې د صنفي امتیاز دمخنیوي، د ښځو دحقونو او دغه ډول سياسي او معاشي هلو ځلو کې د زنانه ؤ دګډون په اړه يوشمير قوانين جوړ کړي شوي خو د وسايلو کموت او د ادارو لخوا دقوانينو عملي کولو په برخه کې ډيري ستونزي موجودې دي او دغه لامل دی چې پاکستان کې د صنفي برابرۍ صورتحال نور هم لويدلی دي۔

د کال 2022م لپاره د ورلډ اکنامک فورم د رپورټ ترمخه افغانستان د صنفي توپیر په قطار کې د نړي تر ټولو شاته پاتي هيواد دی، ورپسې پاکستان، کانګو، ايران او دغه ډول چاډ په شاته پاتي ملکونو کې په پنځم نمبر دی،

رپورټ وايي په دې زغل کې ايس لينډ، فن لينډ، ناروی، نيوزي لينډ او سويډن په ړومبيو پنځؤ نمبرو کې دي۔

د پيښور پوهتنون د صنفي مطالعاتو د څانګي مشره پروفيسر انوش خان وايي بشري حقونه تقاضه کوي چې تر هغه وخت پوري يو قوم، ملک يا ټولنه پرمختګ نه شي کولی ترڅو چې ښځو او سړو دواړو ته يوشان موقعي ورنکړل شي.

نوموړې وي او ای ډيوه ته وايي پاکستان کې صنفي مساواتو دپاره پکار ده چې د حکومت سره ټولنه هم دي لړ کې خپله برخه کردار ولوبوي نو په دې ستونزه تر ډير حده پوري قابو موندل ممکن دي۔

نوموړې وایي څو پوري چې زمونږ د کور او فېملي حالات نه بدليږي، تر څو پوري چې فيصلې د لور په لاس کې نه ورکوؤ، ترهغې ټولنه کې صنفي امتیاز نه شي ختمیدلی.

هغه وایي دا فیصله باید یوې لور ته پرېښودل شي چې هغه سکول ته تلل غواړي یا کوم سکول ته تلل غواړي اؤ کوم ته نه تلل غواړي اؤ هم دې دژوند په ټولو څانګو کې لور ته دفیصلې حق ورکړی شي نو حالات به تغیر ومومي‌.

د ورلډ اکنامک فورم دغه رپورټ ليکي که دپاکستان پشان هيواد د صنفي مساواتو په زغل کې ځان پرمخ تللي نړۍ سره سيال کول غواړي نو په دې مزل کې به 132 کاله لګي۔

رپورټ وايي پاکستان کې د کال 2002 نه راپديخوا د ښځو د حقونو صورتحال خراب شوی دی او په ځانګړې توګه په معاشي هلو ځلو کې يې برخه کمه شويده او دغه ډول په هيواد کې په اعاي منصبونو زنانه ؤ ته د موقعو ورکولو کچه هم راټيټه شويده۔

البته رپورټ وايي چې پاکستان کې د تعليم په برخه کې غوروالي راغلی دی او دغه شميري سېوا شويدي۔

د مزدورانو د عالمى تنظیم د شمېرو له مخې د پاکستان په لېبر فورس کې د ښځو دګډون کچه 22 فيصدي ده او وايي په دې کې هم 18 فيصدي ښځې داسې دي چاته چې د خپل کار پوره اجرت هم نه ورکړی کېږي.

د بشري حقونو فعال قمر نسيم وايي په پاکستان کې د ښځو د حقونو په اړه غوره قانون سازي شته دی خو د دغو قوانيو عملي کولو دپاره وسايل او د چارواکو سنجيدګي د نشت برابر ده۔

" مونږ سره چې په دې عمل درامد کولو دپاره کوم وسايل پکار وي هغه نشته ، قانون خو جوړ شي خو په هغي عمل درامد ښه طريقي سره ونه شي د هغي بنیادي وجه دا ده چې کوم مطلوبه وسايل پکار دي، کومي پيسې پکار دي هغه نه وي"

د ورلډ اکنامک فورم د 2021 کال د صنفي عدم مساوات د شمېرو ترمخه پاکستان د صنفي مساوات په برخه کې د نړۍ د 156 هيوادونه په قطار کې په 153 نمبر ولاړ ؤ او د پاکستان هېلتهـ ډيموګرافک سروی یا نظر پوښتنه وايي پاکستان کې د 15 نه تر 36 کالو د عمر په واده شوو ښځو کې 28 فيصدي زنانه د کورني تشدد ښکار کېږي.

څيړونکي وایي په پاکستان کې د صنفي برابرۍ دنشتوالی لويي علت د جينکو تعليم کموت دی.

سرکاري شميري ښایي چې په پاکستان کې 22 میلينه ماشومان سکولونو ته نه ځي او په دي کې 64 فيصدي جينکۍ دي۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG