لاس رسیدونکی لینک

 
زیلینسکي د ’اروپایي ځواکونو‘ د جوړولو غوښتنه وکړه
تازه خبر

زیلینسکي د ’اروپایي ځواکونو‘ د جوړولو غوښتنه وکړه


د یوکراین صدر ولا دیمیر زیلینسکي د یو متحد اروپایي پوځي قوت د جوړولو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې دا براعظم باید د روس له دوامداره ګواښ او د امریکا د ملاتړ د غیریقیني صورتحال په وخت کې باید ځان خپلواکه کړي، هغه دا نوې وضیعت د نوي حقیقت په نوم یاد کړو.

زیلینسکي د فبروري په ۱۵ مه د میونخ د امنیتي کنفرانس په مهال وویل”موږ باید د یورپ/اروپا وسله وال ځواکونه جوړ کړو، دا اروپا راتلونکی باید یوازې اروپایانو پورې تړلی وي، او د اروپا په اړه پرېکړې په خپله اروپا کې وشي“.

په کېف او بروسلز کې دا اندېښنه موجود ده، چې کیدی شي دوي په یوکراین د روس د بشپړ یرغل ختمولو د هڅو له بهیره بهر وساتل شي ، دا به داسې تړون رامنځته کړي چې د ماسکو په ګټه به وي.

زیلینسکي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې یوکراین او اروپا باید د هر ډول مذاکراتو برخه وي.

د یوکراین صدر وویل،”یوکراین به هېڅکله د پردې تر شا د جوړجاړي وړاندیزونه ونه مني، پرته له دې چې موږ پکې شامل یو“.

زیلینسکي زیاته کړه ”دا اصول باید د ټولې اروپا لپاره وي. چې د یوکراین په اړه هېڅ پرېکړه د یوکراین له ګډون پرته نه وي، او د اروپا په اړه هېڅ پرېکړه د اروپا له ګډون پرته نه وي“.

زیلینسکي وویل، ”موږ باید په اتحاد، د اروپا په توګه کار وکړو، نه چې جلا جلا خلک “.

د روس د پراخ یرغل نږدې درې کاله وروسته، نوموړي وویل چې د یوکراین د نېټو غړیتوب به له اېجنډا نه لرې نه کړي، او دا چې کېف به د هیڅ اوربند هوکړه ونه مني، تر څو چې واقعي امنیتي ضمانتونه نه وي وکړل شوې.

زیلینسکي وویل، ”که نېټو غړیتوب نه وي، نو بیا داسې شرایط وي چې په یوکراین کې بله نېټو جوړه شي“.

هغه د امریکا ژمنې تر پوښتنې لاندې راویستلې او ویې ویل، ”ایا امریکا اروپا ته اړتیا لري؟ د بازار په توګه، وو، خو د یو اتحادي په توګه – نو زه نه پوهېږم“.

د زیلینسکي وینا یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې هغه له لوړپوړو امریکایي چارواکو سره ولیدل، چې پکې د امریکا مرستیال صدر جې ډي وینس هم شامل و.

وینس د فبروري په ۱۴ مه د کنفرانس پر مهال وویل چې اړتیا ده د یوکراین لپاره پایدار او دوامداره سوله رامنځته شي.

زیلینسکي وینس ته وویل چې یوکراین له واشنګټن څخه ”امنیتي ضمانتونه“ غواړي، مخکې له دې چې د روس سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره مذاکراتو ته ننوځي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګست د نېټو دفاع وزیرانو ته وویل چې دا”غیر حقیقي“ ده چې د یوکراین پخواني سرحدونه دې د ۲۰۱۴ څخه مخکې حالاتو ته بېرته وګرځي، او دا چې د نېټو غړیتوب د وایټ هاوس له نظره د دې جګړې د حل یوه برخه نه ده.

یوکراین له روس څخه غواړي چې له نیول شویو سیمو ووځي او ټینګار کوي چې باید د نېټو غړی شي یا ورته هم دا امنیتي ضمانتونه ورکړل شي، چې ماسکو به بیا کله برید ونه کړي.

زیلینسکي د فبروري په ۱۴ مه په وارسا کې وویل چې د امریکا اروپایي نېټو اتحادیان باید د خپل دفاع لپاره ډېر څه وکړي، او د یوکراین د راتلونکي سولې د خوندي کولو لپاره هم باید زیات کوششونه وکړي.

هېګست وویل چې د روس سره د مذاکراتو لپاره په پیوټن د اعتماد ضروت نشته.

د فبروري په ۱۲ مه، د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ وویل چې د روس له صدر ولادیمیر پيوټن سره یې ”اوږدې او ډېر ګټورې ټيلیفوني خبرې وکړې، او دواړو هوکړه وکړه چې د دوی ډلې باید سمدستي د مذاکراتو پیل وکړي“.

زیلینسکي خپل غبرګون کې وویل چې دی به د یوکراین له ګډون پرته هېڅ ډول تړون ونه مني.

کله چې د فبروري په ۱۴ مه له زیلینسکي سره په یوه مرکه کې وپوښتل شول چې که اوربند وشي، نو آیا یوکراین به په راتلونکو څو کلونو کې بیا له خطر سره مخ وي، هغه وویل، وو، زه فکر کوم چې دا امکان موجود دی.

هغه وویل پيوټن غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو میز ته راشي، نه د سولې لپاره، بلکې یوازې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره، چې مقصد یې په روس لګېدلي بندیزونه نرم کول دي او خپل پوځ بیا چمتو کول دي.

زیلینسکي وویل، ”دا هغه څه دي چې هغه یې غواړي. ځکه غواړې چې په روس لګیدلي پابندیانې ختمي کړي او خپل پوځ بیا منظم کړي.

وینس، چې د ټرمپ استازیتوب کوي، وویل چې ”امریکا داسې سولې ته اړتیا لري چې ختیځې اروپا ته امن راولي او یو څو کاله وروسته بیا جګړه پیل نه شي.

هغه زیاته کړه چې له یوکراین سره ښه خبرې اترې شوي، او نورې خبرې به هم په راتلونکو ورځو، اونیو، او میاشتو کې دوام ولري.

زیلینسکي هم اتفاق کړې، وینس سره یې لیدنه یوه ښه مکالمه وبلله، او ویې ویل چې کېف غواړي د روس جګړه پای ته ورسوي، خو زیاتوي چې دوي واقعي امنیتي ضمانتونو ته اړتیا لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG