لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګورایه د قتل په قضیه کې د پاکستاني واکمنو خلې ګنډلې ولې دي؟


Waqas Goraya
Waqas Goraya

د لندن په عدالت کې د یو پاکستاني مرور تن او بلاګر وقاص ګورایه د ناکامه قتل د منصوبې اوریدنه نن په څلوروېشتمه جنورۍ بیا شورو شوې.

په یاده قضیه کې د پاکستان په یو برتانوي وګړي ګوهیر خان تور دی چې د پاکستان د یومنځګړي نه یې د ګورایه د وژلو لپاره پېسې وصول کړې وې.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په عدالت کې جیوري ته ثبوتونه ښودل شوي چې د پاکستان یو منځګړي تن (میډل مېن) چې د ميډز فرضي نوم یې کارولو او خپل نوم یۍ مزمل دی د ګوهیر خان سره د وقاص ګورایه د وژلو لپاره رابطه کړې وه.

دا خبره له په سکوټه توګه رڼه شوې نه ده چې مزمل د ګوهیر خان په لاس ګورایه وژل ولې غواړي خو په رسنیو کې اټکلونه کېږي چې ګورایه د پاکستان د پوځ سخت نقاد دی او په بهرو هیوادونو کې د غلیم په لمسه د پاکستان د ادارو د بدنامولو کوښښونه کوي.

د ګورایه د قتل د سازش خبرونه په نړیوالو او د پاکستان په رسنیو کې په مخ پاڼو او اداریو کې شایع کېږي.

نن د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په خپله اداریه کې لیکلي دي چې د لندن په عدالت کې د وقاص ګورایه د ناکامه قتل په منصوبه کې د پاکستان بیا بیا زکر وشو خو په دې هکله تر اوسه یاد هېواد د څه ویلو نه ډډه کړېده.

اخبار لیکي:

“په لندن کې په روانه ستره قضیه کې د پاکستان بیا بیا زکر وشو د چرته نه چې هیټ مېن یا اجرتي ته په تورنه توګه پېسې لېګل شوي”

د اخبار تر مخه دا پېسې یو برتانوي پاکستاني ګوهیر خان ته د جلاوطنه پاکستاني بلاګر د قتل د پاره انتقال شوې وې.

اخبار ګمان کړی دی چې ددې قضېې که څه هم پرېکړه وشي اثرات به یې یواځې په برتانیه نه بلکې په پاکستان هم پرېووځي.

د اخبار په اداریه کې ددې ممکنه اثراتو په هکله اټکل شوی چې په پاکستان کې د عناصرو یا اشخاصو د بین القوامي قتل په تور کې نومونه راتلل سترې پوښتنې پېدا کوي:

“خو ددې ممکنه اغیزو باوجود په پاکستان کې چوپتیاده”

اخبار لیکي دا واضحه نه ده چې اسلام اباد په دې لړ کې د لندن سره په رابطه کې دی که نه، البته اخبار دعوا کړې چې د پاکستان او برتانېې تر منځ د داقسمه کشالو په لړ کې د رابطو او معلوماتو شریکولو يوه لوظنامه موجود ده.

اخبار په دې اړه د افسوس څر ګندونه کړې چې د قامي اسمبلۍ د غړي محسن داوړ نه پرته په دې اړه نورو ټولو خپلې خلې ګنډلي دي.

په لندن کې ددې قضیې څارونکو خبریالانو له پاکستانه ګوهیر خان ته د ګورایه د قتل لپاره د پېسو د انتقال تفصیلات خپاره کړي دي.

د ډان اخبار تر مخه منځګړي ګوهیر خان ته د يو پاکستاني بینک د لارې پینځه زره پاونډونه، د ګورایه عکس او په روټرډم نید ر لېنډ کې د هغه د کور درک ورلېږلي وو.

د ګوهیر خان سره لوظ شوی ؤ چې د کار په پوره کولو به ورته اتیار زره پاوڼد ورکولی شي.

د یادې قضېې اوریدنه د لندن په کراون پراسیکویشن عدالت کې جیوري کوي.

د قضېې د اورېدنې لپاره موجودې یوې پاکستانۍ فعالې د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته ويلي دي چې په عدالت کې ګوهیر خان جیوري ته اقرار کړی دی چې ده ته د ګورایه د وژلو لپاره پېسې، درک او عکس ورکړی شوي وو او ده په دغو پېسو یو چاقو، د ټرین ټکټ او د هوټل کمره نیولې وه او د ګورایه د کور څار او فلم بندي یې کړې وه او دغه معلومات یې په پاکستان کې پټ منځګړي ته هم ورکړي وو خو بیا یې انکار کړی دی چې نیت یې نه ؤ چې ګورایه به وژني.

ددغې سرچېنې دغه دعوا په مطبوعاتو کې د شایع شویو نورو رپورټونو سره سمون خوري.

په پاکستان کې د منځګړي تن په هکله په ټولنیزو رسنیو کې داسې اټکلونه هم شوي چې ګني دا کار یې د پاکستان د کومې ادارې په لمسه کولو خو په لندن کې ددې قضېې یو څارنوال او د ګورایه ملګري روشان خټک ډیوه ته تېره اونۍ ویلي وو مډز نومې تن چې ګوهیر خان ته کوم غږيز پیغامونه لېږلي وونو هغه چې په عدالت کې وغږول شول نو د هغې د لهجې نه مالومېږي دا تن پاکستانی ؤ.

روشان البته وايي دويي سره داسې څه قوي ثبوت نشته چې ګني ددې قتل په سازش کې د پاکستان کومه اداره ککړه ده.

“د استغاثه د وکیل سره ایکزټ ( قوي) اېوېډېنس (ثبوتونه) نشته دا د پاکستاني ریاست سره لینک (تړلی) دی”

مطبوعات وايي تمه ده جیوري به اوریدنه د جنورۍ د اتوېشتمې یا نهوېشتې نیټه پوره کړي. ددې اورېدنې پس به د لندن عدالت د رسمي فېصلې اورولو لپاره د فبرورۍ په لومړۍ نیټه بیا کیني.

وقاص ګورایه په کال 2007 کې ندر لېنډ ته د تعلیم په ویزه سفر کړی ؤ. هغه هم د هغه ځایه د خپلو نورو ملګرو عاصم سعید او سلمان حېدر سره په ګډه د “موچي” په نوم د ټویټر او فېس بک پاڼې چلولې.

په دغو پاڼو د پاکستان په پوځ او سخت دریځو مذهبي مشرانو سختې نېوکې کیدلې. ورستو دغه پاڼې تړل شوې وې.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG