د ماشومانو نړېواله ورځ: د بشري حقونو فعالین وایي پاکستان کې په ماشومانو ظلم زیاتی لا هم دوام لري

د ماشومانو د حقونو فعالين وايي په پاکستان کې ماشومان د خوراکي توکو د کمښت، روغتيا او زده کړو د سهولت د کمي، وهل ټکول، جنسي تيريو او د وژنو د زياتيدونکو پېښو سره مخامخ شوي دي.

هغوی وايي ماشومان په ټولنه کې د تشدد او ظلم د بېلابېلو پېښو ښکار کيږي او د هغوی په ضد د ظلم زياتي دغه لړۍ لا هم دوام لري.

په خیبرپښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو یو فعال عمران ټکر وي وي او اې ډيوه سره خبرو کې وویل، "که مونږ وګورو نو اقتصادي ستونزې هم رامخې ته شوي دي او بل خوا که مونږ اوګورو نو په تېرو ۱۵ کلونو کې ابادي يا نفوس هم زيات شوی دی."

هغه زياته کړه چي د پاکستان د ازادۍ نه واخله تر دې وخت پورې د ماشوم د اساسي حق تعليم باندې هغه توجو نه ده ورکړل شوې کومه چې پکار ده او دې سره سم په خلکو کې پوهه هم په دي اړه نشته.

ټکر وايي د پاليسو او قوانينو جوړولو باندې په تيرو ۱۵ کالو کې ډېر کار شوی خو دغه هر څه اوس عملي کول غواړي او د ماشومانو په ضد د هر ډول تشدد مخنيوی پکار دی.

په پاکستان کې د ماشومانو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځلی کيږي چې د ماشومانو د حقونو غېردولتي تنظيم ساحل په خپل يو راپور کې ويلي ؤ د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې هره ورځ ۱۲ ماشومان د جنسي تيريو ښکار شوي دي.

د ماشومانو د حقونو فعالين وايي په ټولنه کې ماشومان د ترهګرۍ، کرونا وايرس او په تيرو ورځو کې د سېلابونو د لاسه ډېر اغېزمن شوي دي.

د کال ۲۰۲۱ کې د بېنظير انکم سپورټ پروګرام لاندې ترسره شوې سروې کې ويلی شوي ؤ په خېبرپښتونخوا کې څه ۴۷ لکو پورې ماشومان د سکولونو نه بهر دي.

خو د حکومتي ادارو چارواکي وايي د ماشومانو د حقونو خوندي کولو په لړ کې هڅې روانې دي.

د خېبرپښتونخوا د انساني حقونو د ادارې مشر ډاکټر محمد سعد خان وي او اې ډيوه ته وويل چې ماشومانو ته په پاکستان کې حقونه د نړيوال معيار په توګه نه ملاوېږي خو هغوی (ادارې) ته هم د ماشومانو سره زياتي په حقله شکايتونه رسیږي.

هغه وويل په پاکستان کې ګڼ شمېر ماشوم دا وخت د سکولونو يا ښوونځيو نه بهر دي او هغوئ له د زده کړو مرکزونو د لرې والي او له د بې وزلئ د لاسه د زده کړو نه بې برخې پاتې شوي کوم چې د انسان حقونو په ضد کار دې.

ډاکټر محمد سعد خان زياته کړه: "د ماشومانو په ضد د تشدد پېښې هم په تولنه کې ترسره کېږي او دا د تشويش وړ کار دی."

د نړيوالو ادارو په خپلو راپورونو کې ويلي په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کېدو نه پس څه دريو لکو پورې جينکۍ د زده کړو نه بې برخې پاتې شوي او د روان کال اخر پورې به ۲۰ ملينه خلک د خوراک د ناورين او بېړني حالت سره مخامخ شي.