د سنګ مرمر اتحادیه: خیبرپښتونخوا کې وړو کارخانه دارو ته د آسانه قرضو منصوبه ځنډول شوې

مردان - د پاکستان د سنګ مرمرو اتحادیه وایې په خیبر پښتونخوا کی وړو کارخانه دارو ته په اسانو شرطونو د قرضو ورکولو منصوبه د ځنډ ښکار شوې او باید چې کمرشل بینکونه د حکومت په ځای وړو کارخانه دارو ته قرضی ورکړي او په صوبه کې په بې روزګارۍ کنټرول ترلاسه کړي.

د دې اتحادیې وینا ده، د خیبرپښتونخوا حکومت چې په بینکي نظام کې کوم اربونه روپۍ اچوي او دا پیسی هغوی وړي او داسې ځای کې پانګونه کوي چرته چې خطرې کمې وي حکومت له یې ورکوي یا په نورو صوبو کې داسې کارخانه دار اخلي په دې وجه چې هلته خطره نشته نو باید چې بینکونه هم خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.

اتحادیه وایي په خیبرپښتونخوا کې 75% صنعت د سنګ مرمرو دی او بیا زیاتې کارخانې په صوبه کې د ودانۍ مواد تیاروي خو د بده مرغه مرکزي بینک د سود شرح 21% ته رسولې او بيا د کاروباري بینکونو دغه قرضې 27% ته زیاتې شي چې زیاته ګټه یې بینکونو ته رسیدلې ده. خو بیا کاروباري بینکونه خپلې قرضې حکومت ته ورکړي. کاروباري بینکونه وایې هغوی هڅه کوي چې د خپل ګاهک پیسې خوندي وساتي.

د پاکستان مرکزی بینک وایي د روان مالي کال په 10 میاشتو کې کاروباري بینکونو حکومتي ادارو ته 282 اربه روپۍ قرضه ورکړې او تیر کال هم په دې موده کې دا قرضه 14 اربه ډالره وه. د کارخانه دارو اتحادیه وایي حکومتي قرضې هم په پرمختیا کې نه کارولی کیږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په کال 2021 کې په صوبه کې وړو کاروباریانو ته په 2% سود د اسانو قرضو ورکولو دپاره 12 اربه روپۍ اعلان کړې وې، خو اتحادیه وایي په دې تر اوسه پورې 2 کروړه روپۍ قرضه منظوره شوې او په 3 کروړه روپۍ کار شوی دی. خو د فنډونو د نشت والي له وجې دا منصوبه د ځنډ ښکار ده. سوداګر وایي په ملک کې د اقتصادي بدحالۍ، درامداتو د نشت والي، د ټيکسونو او توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې کارخانې بندې شوي او کارخانو کې په 25 کې 15 کسان بې روزګاره شوي دي.