د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان کې ځايي جرګې د جرمانې په توګه د خبريال معراج خالد د کور ړنګولو پرېکړه کړې، د خبريال کورنۍ کډه کړې، د جرګې په پرېکړه سختې نيوکې کړي او له هغې وروسته نګران وزیر اعلی د پېښې نوټس اخستی دی.
د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک علاقې سره تعلق لرونکي معراج خالد نومې خبريال چې دا وخت په چين کې زده کړې کوي د واڼا پرېس کلب غړی او په ځايي رسنيو کې یې کار کولو، ويلي دي، هغه په ټولنيزو رسنیو يو پوسټ کړی او د هغې وروسته د زليخېل قامي جرګې د هغه پرضد فېصله اورولې، هغه ته یې د پينځه لکه روپو جرمانې ورکولو ويلي او د جرمانې نه ورکولو په صورت کې یې د هغه د کور ړنګولو پرېکړه کړې وه.
خالد درې ورځې وړاندې په فېس بک پوسټ کړی او ويلي یې وو، "يو ځل بيا وايم که يو چا کوم غلط کار کړی وي سزا ورکول د رياست کار دی خو مونږ چې چرته ژوند کوو هلته په رياست کې دننه رياست دی د خدای په خاطر د چا کور مه ورانوئ د کور ړنګولو له امله تر ټولو زيات ماشومان او کورنۍ اغېزمنيږي د هغو کوم قصور دی".
وروسته د زليخېلو قامي جرګې پرېکړه کړې چې خالد په ټولنیزو رسنیو د جرګو او قبايلي رواياتو ضد بيانونه ورکوي ځکه په هغه یې د پينځه لکه روپو جرمانې لګولو او د جرمانې نه ورکولو په صورت کې د هغه د کور ړنګولو پرېکړه کړې وه.
خالد بيا ويلي، جرمانه نه شي ورکولی او کډه به وکړي. جرګې خالد ته د پرون ګل/دوشنبې د ورځې د سهار لسو بجو پورې وخت ورکړی چې جرګې ته جرمانه ورکوي خو خالد بيا په ټولنيزو رسنيو د جرګې د پرېکړې وروسته په يوه ويډيو بيان کې ویلي "په وزيرستان کې د جرګو په پرېکړو کورونه ړنګيږي هغه به بيا بیا دا خبره کوي ځکه چې هغه خبريال دی".
نوموړي وي او اې ډيوه ته ویلي هغه د چا نوم نه دی اخستی د جرګو په پرېکړو یې خبره کړې ده".
د نوموړي د غږ پورته کولو وروسته په ټولنيزو رسنيو د جرګې په پرېکړه سختې نيوکې شوي او د حکومت نه د معراج خالد د کور بچ کولو غوښتنه شوې وه.
د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان، د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ، د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان او فريډم نېټ ورک سره په ټولنيزو رسنيو د معراج خالد په ملاتړ غږ پورته شوی د جرګې پرېکړې ته غېر قانونه ويل شوي او د حکومت نه د خبريال د کور خوندي کولو غوښتنې شوې وې.
پرون سهار ځايي پوليس ورغلي د خالد د کور نه چاپېره په ساتنه ورغلي او جرګه یې نه ده پرېښودې چې د هغه کور وران کړي.
خو مازيګر د خبريال پلار شېر علي کورنۍ او کډه بار کړي او علاقه یې پرېښودې ده.
شېرعلي وي او اې ډيوه ته ویلي "په کور یې پوليس ودرېدلي د جرګې نه یې د ړنګولو څخه ژغورلی" خو نوموړي دعوه کړې جرګې بيا پرېکړه کړې چې "معراج خالد جرمانه ور نه کړه او په کور یې پوليس ودرېدل خو د دغه کورنۍ سره به څوک غم ښادي، ورکړه راکړه نه کوي او که چا د جرګې د فېصلې سرغړونه وکړه، بیا به هغه تن جرمانه ورکوي".
هغه زياته کړه د جرګې لخوا د هغه سره د ټولنيز بايکاټ وروسته یې د کور پرېښودو فېصله وکړه ځکه د هغه په وينا، چې د ده له امله د علاقې بل څوک اغېزمن نه شي.
هغه ويلي، "د کور غړي ښځه، لوڼه او د معراج خالد ښځه او بچي او د کور سامانونه مې په ګاډي کې اچولي اسلام اباد ته د انصاف ترلاسه کولو دپاره ځم".
د شېرعلي په خبره د کور ځينې سامانونه یې د ځان سره اخستي خو څاروي ترې پاتې شوي او د مڼو اباد باغ یې داسې پرېښودی دی.
د اعظم ورسک پوليسو ويلي، د خبريال کور یې خوندي کړی او که څوک قانون په لاس کې اخلي د قانون او ايين سرغړونه کوي پرضد به یې قانوني چلند کيږي.
تېر ماسخوتن ناوخته د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلا محمد اعظم خان د معراج خالد د کور ورانولو د ځايي جرګې د پرېکړې سخت نوټس اخستی، د لوړ پوړو چارواکو سره یې تماس نيولی او د خبريال د کور خوندي کولو لارښوونه یې کړې ده.
د روانې میاشتې په سر کې شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې د سزا په توګه د يو تن کور سوځولی وو، په ياد تن تور وو چې خپل ورور یې وژلی او د جرګې د پرېکړې يا تيږي سرغړونه یې کړې وه.
په وزیرستان کې په ځانګړي توګه د جرګې لخوا دغه ډول پرېکړې به وړاندې کېدې او د 2020م کال په دسمبر کې په جنوبي وزيرستان کې په څو ورځو کې د درې کورونو سوځول کېدو پېښې شوې وې.
هغه وخت معراج خالد وي او اې ډيوه ته ویلي وو، "د قبایلي ضلعو په صوبه کې د ګډېدو وروسته د دوی د مالوماتو ترمخه يواځې په جنوبي وزیرستان کې تراوسه پورې 24 کورونه په دغه ډول پېښو کې ړنګ کړی شوي دي".
ځايي خلک اوس هم تور لګوي قبايلي ضلعې تش په نوم په صوبه کې ورګډې شوي او هلته د اېف سي ار پخوانی تور قانون عملي دي جرګې د رياست په موجودګۍ کې اوس هم خپلې پرېکړې کوي.