جرمني: افغانستان نه د قواوو وتل باید د سولې خبرو د کامیابۍ سره تړلې وي

په افغانستان کې مېشت جرمن ځواکونه

د جرمني خارجه وزیر وایي د دې پرځای چې د افغانستان نه د خارجي قواوو وتل په «تابعداره» ډول د اپریل د ختمېدو معیاد پورې اړه ولري، په کار ده چې د قواوو وتل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د امن خبرو پرمختګ پورې وتړل شي.

د اې پي خبري ادارې د رپوټ ترمخه، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هائیکو ماس دا خبره د خپل ملک د یو شمېر چاپي مطبوعاتو سره په وینا کې کړې ده.

د امریکا نه وروستو، د نېټو د غوڅ ملاتړ یا رېزولوټ سپورټ په ماموریت کې جرمني دویم لوی شریک ګڼل کیږي چې په افغانستان کې د حکومتي عسکرو د تربیت او امداد چارې پرمخ وړي.

د صدر جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوې انتظامیې ویلي چې غواړي د امریکا او طالبانو ترمنځ معاهدې باندې له سره کتنه وکړي. دا لوظنامه تېرکال د فرورۍ په وروستۍ ورځ، د قطر سرښار دوحه کې لاسلیک شوې وه.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي چې په افغانستان کې د تشدد د کمولو په برخه کې طالبانو پخپلې وعدې وفا نده کړې او دې خبرې پوښتنې راولاړې کړي چې آیا د امریکا پوځیان به د دوحې د لوظنامې ترمخه د مئې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي او که نه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ریاستي پلاوي او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د امن مذاکراتو کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

د جرمني خارجه وزیر هائیکو ماس مطبوعاتو ته ویلي چې دا د امن مذاکرات به تمام نشي. هغه زیاته کړې: «زمونږ وېره همدا ده چې طالبان به د دې نه د یوې بهانې په توګه کار واخلي چې د امن مذاکرات پرېږدي او پوځي حل لارې ته مخه کړي. نو زمونږ تګلاره دا ده چې وایو په کار ده دا دواړه پروسې، د خارجي قواوو وتل او د سولې مذاکرات – یو له بل سره جوړه کړو.»

ښاغلي هاس پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې «د اپرېل د وروستۍ نېټې معیاد ته باید تابعداره پاته نشو او چې کله د سولې مذاکرات په کامیابه ډول نتیجې ته ورسیږي، بیا نو د خارجي عسکرو د وتلو وخت برابریږي.»

څرګنده دې وي چې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر دا خبرې، د نېټو او یا امریکایي قواوو حتمي فیصله نه ګڼل کيږي او هائیکو ماس دا واضحه کړې چې په دې برخه کې په کار ده د امریکا، افغان حکومت، او طالبانو سره موافقه ترسره شي.

د صدر غني خوشبیني

په امریکا کې د نوي صدر – جو بایډن – په راتلو او د نوې انتظامیې په اقتدار سره، افغان حکومت د کابل او واشنګټن تعلقاتو په اړه خوشبینه ښکاري او په همدې لړ کې، صدر محمد اشرف غني هم د افغانستان د سولې پروسې په اړه د امریکا د نوې انتظامیې دریځ ته خوشبیني ښودلې ده.

صدر غني د شورو/چهارشنبې په ورځ ویلي چې د امن د یوې داسې پروسې په خوا پرمختګ روان دي چې د پیشبیني وړ دی.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ (ارګ) په یو بیان کې ویلي چې صدر غني دا خبرې د بشري امداد دپاره د یورپي یونین د یو کمېشنر یانېس لېنارجېچ په مشرۍ پلاوي سره په کتنه کې کړي دي.

د افغانستان د حکومت بیان کې راغلي: «موږ د سولې پروسې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ادارې (انتظامیې) دریځ ته خوشبین یوو او بنیادي مسئله دا ده چې موږ د وړاندوینې وړ سولې پروسې او اساسي مشارکت پر لور د حرکت په حال کې یوو.»

همدا شان ویل شوي چې د یورپي اتحاد دغه چارواکي په افغانستان کې د تشدد د اضافه کېدو په اړه فکرمندي ښودلې او ویلي یې دي چې «د سولې په خبرو کې شرط باید د اوربند ټینګښت وي.»