طالبانو په استنبول غوڼده کې د شرکت دپاره درې شرطونه وړاندې کړي

په استنبول کې د افغان امن په موضوع د غوڼدې تجویز د امریکې صدر جوبایډن پېښ کړی و چې ملګري ملتونه، ترکي او قطر دې دغې ناستې بندوبست وکړي

د امریکې په تجویز په استنبول کې د افغانستان امن په موضوع غونډه کې شرکت دپاره طالبانو درې شرطونه وړاندې کړي دي، چې ناسته دې لنډه وي، د غوڼدې په اېجنډه کې دې په اهمو (جدي) مسلو د فېصلې کولو ټکی نه وي او دا چې د طالبانو په پلاوي کې به د لوړې کچې استازي شامل نه وي.

د طالبانو یو مشر دغه خبرې وي او ای ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړې.

طالب مشر د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې د طالبانو مشر تابه فېصله کړې چې د استنبول غوڼده دې د دریو ورځو نه زیاته نه وي.

د طالبانو دویمې سرچینې هم وي او ای ته د استنبول غوڼدې په اړه د طالبانو د شرطونو د خبر تصدیق وکړو.

د استنبول د مجوزه غوڼدې په اړه د طالبانو په دریځ د امریکې، ترکي او یا د افغان حکومت عکس العمل په سمدستي ډول مخې ته نه و راغلی.

په استنبول کې د افغان امن په موضوع د غوڼدې تجویز د امریکې صدر جوبایډن پېښ کړی و چې ملګري ملتونه، ترکي او قطر دې دغې ناستې بندوبست وکړي.

د غونډې نېټه لا نه ده ټاکل شوې او طالبانو پکې وړاندې د ګډون نه انکار کړی و.

د استنبول کانفرس د تجویز نه څو ورځې وړاندې صدر بایډن اعلان کړی و چې امریکايي ځواکونه به د سږ کال د سېپټېمبر د میاشت پورې افغانستان نه انخلا مکمل کړي.

زلمی خلیلزاد

د وي او ای رپورټ وايي په استنبول کې مجوزه غونډه په هغه یو شمېر کانفرنسونو کې وه چې د طالبانو تر څنګ یو شمېر سیمه ایزو ملکونو پکې ګډون کولو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د دغې لړۍ یوه غونډه په روس کې شوي چې طالبان پکې شریک وو خو ویلي یې وو چې په ځینو مسلو د غور په سبب د استنبول په غونډه کې به شرکت نه کوي.

د وي او ای رپورټ وايي په قطر کې د طالبانو د مرکچي ډلې مشر شېخ عبدالحکیم او د طالبانو د قطر دفتر ځینې نور مهم غړي د طالبانو مشر ملا هېب الله اخونزاده او د طالبانو رهبري شورا سره د صلاح مشورې لپاره سیمې ته تللي وو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه عبدالحکیم سره ملا فاضل، ملا شېرین او ملا عبدالمنان هم هم سفر وو. د دغه پلاوي غړي هم د طالبانو د رهبري شورا غړي دي.

طالب مشر وي او ای ته وویل چې دغې صلاح مشورې یوه میاشت دوام درلود او تېره هفته سرته ورسېده.

د افغان مطبوعاتو ترمخه د طالبانو خپل منځو کې صلاح مشوره په پاکستان کې کېدله چېرته چې افغان حکومت وايي د طالبانو مشران مېشته دي.

د جرمني ډر شپېګل وېب پاڼې سره مرکه کې په افغانستان کې دامن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد د افغان مطبوعاتو دا رپورټونه تاید کړل چې د طالبانو صلاح مشوره په پاکستان کې کېدله.

ښاغلي خلیلزاد وویل "که چېرې د امن دا کوښښ کامیاب نه شو، او که چېرې د پاکستان او افغانستان ترمنځ معاهده ونشوه، نو نقصان به یې پاکستان ته وي. په پاکستان به الزام پورې کېږي ځکه چې د طالبانو زیاتره مشران په پاکستان کې دي."

پاکستان وايي په افغانستان کې د امن په خاطر خپل اثر په طالبانو استعمالوي.

پاکستاني چارواکي طالبانو سره اړیکي تسلیموي خو وايي طالبان خودمختاره دي.

د اردو څانګې سره مرکه کې، د پاکستان خارجه وزیر نه پوښتنه وشوه چې د طالبانو سره دا وخت د پاکستان د تعلقاتو نوعیت څه دی؟ شاه محمود قرېشي وویل "زمونږ تعلقات د هغوی سره مناسب دي. هغوي د خپل سوچ مالکان دي. خودمختار دي لیکن مونږ کوښښ کوو چې هغوي قایل کړوو چې په رابط کې پاتې کېدل د هغوي په مفاد کې دي او د افغانستان امن د افغانانو په مفاد کې دی او هغوي (طالبان) هم افغان دي."

شاه محمود قرېشي

په دغه مرکه کې شاه محمود قرېشي دا هم وویل چې د خپل ملک د اینده په اړه فېصله به اوس افغانان خپله کوي چې ایا خپل منځو کې مفاهمت ته رسېږي او که افغانستان د ۱۹۹۰ لسیزې ته بیايي.

د وي او اردو څانګې سره مرکه کې شاه محمود قرېشي وویل "دا ذمه دا اري اوس د افغانانو ده چې ایا د خپل مسقتبل په باره کې خپلو کې څه نتیجې ته رسي او که افغانستان د ۱۹۹۰ لسېزې ته بیا ټېله کوي."

طالب مشر چې د وي او ای سره یې د استنبول د غونډې په اړه خبرې کولی وویل چې طالب مشران د استنبول کانفرنس په حق کې نه وو خو اوس د پاکستان او قطر په غوښتنه د خپل شرايطو ترڅنګ شرکت ته تیار شوي دي.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ترجمان نادر نادري د استنبول کانفرس په اړه د طالبانو د ورستي دریځ نا خبري څرګنده کړه او ویې وېل په رسمي ډول ورته په اړه معلومات نه دي ورکړی شوي.

امریکې، افغانستان او ترکي دا تجویز کړی و چې د استنبول په غونډه کې دې د طالبانو د پلاوي مشري دې یو داسې طالب رهنما وکړي چې د طالبانو د قطر د دفتر غړی نه وي. د دریو واړو ملکونو چارواکي وايي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر استازي چې پکې ملا عبدالغني برادر هم شامل دی په مذاکراتو کې د فېصلې اختیار نه لري.

د امریکې دا تجویز و چې د استنبول ناسته دې ۱۰ ورځې وي چې دا ډول افغان حکومت او طالبانو د خپل منځو اختلافات د ختمولو، په اهمو ټکې د فېصلو او په خبرو کې موجوده جمود د ختمولو موقع ترلاسه کړی شي.

طالب مشر وي او ای ته وویل مشران یې نه غواړي چې د استنبول غونډه دې د فصلې پلېټ فارم وي او یا یوه خاص اېنجنډه ولري.

د طالب مشر نه پوښتنه وشوه چې ایا طالبانو د ډزبندۍ په اړه څه فېصله کړې ده؟ نو هغه وویل تراوسه لا څه فېصله نه ده شوي، طالبان لا د اوربند اعلان نشي کولی او دغه ډول اعلان د بېن الافغان مذاکراتو په موقع نشي کېدلی.

د ترکي، قطر او د ملګرو ملتونو اراده وه چې د استنبول غونډه به د اپرېل د ۲۴ نه د می تر څلورمې نېټې پورې وشي. د ترکي د خارجه وزارت ترمخه د دې نه وړاندې د استنبول کانفرنس دپار د اپرېل ۱۶ نېټه ټاکل شوي وه.

د وي او ای رپورټ وايي افغان صدر اشرف غني او د افغانستان د سولي عالي شورا ویلي د غوڼدې په مهال به د سولې یو شمېر تجویزونه اعلانوي.

د طالب مشر ترمخه یو پاکستاني پلاوي د اپرېل په اخیرۍ هفته کې په قطر کې د طالب استازو سره ولیدل او ویې غوښتل چې طالبان دې د استنبول په غونډه کې شرکت وکړي.

دغه طالب سرچینې زیاته کړه چې طالبان دې هم د افغان صدر او د سولي د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په څېر د استنبول په غونډه کې د اینده په اړه خپله تګلاره اعلان کړي.

یادونه: د وي او ای د انګریزۍ څانګې ته دا رپورټ په اسلام اباد کې مېشته خبریال طاهر خان ورکړی دی