خېبرپښتونخوا کې د اومیکرون ډول کرونا وایرس نورې نهه پېښې مخې ته راغلي دي

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې د چارواکو د وینا ترمخه په صوبه کې د اومېکرون ډول کرونا وايرس 9 نورې پېښې مخې ته راغلي چې ورسره د دغه قسم وايرس نه د اغېزمنو تنانو شمېره 22ؤ ته رسېدلې ده.

د محکمې چارواکي وايي چې دغه تنان قرنطين کړل شوي او کومو سيمو نه چې پېښې ريکارډ شوي هلته ضلعي انتظاميې په ټيټه کچه لاکډاون لګولی دی.

د روغتيا د چارو پوهان وايي مخکې تر دې چې د کرونا اومېکرون وايرس په ټولنه کې زيات خلک ناروغه کړي بايد خلک احتياطي لارې خپلې کړي او د کرونا وايرس ضد ويکسين مکمل خوراک زر تر زره ولګوي.

په مردان مېډيکل کمپلېکس کې د سينې د مرضونو متخصص ډاکټر سجاد علي شاه وي او ای ډيوه ته وايي چې د کرونا اومېکرون وايرس د نورو نمونو په پرتله زيات تېزۍ سره خورېږي او په کم وخت کې د ډېرو خلکو ناروغه کولو توان لري.

ډاکټر سجاد علي شاه زیاته کړه، "دا وايرس د يو تن نه بل تن ته تېزۍ سره خورېږي او په کم وخت کې زيات خلک ناروغه کولی شي نو خدا نخواسته که ددې د خورېدو شرحه سېوا شوه نو چې څومره هم هسپتالونه دي او د صحت مرکزونه دي په هغو به يې بوج راشي نو دغه خطره پکې شته، د دې لپاره خلکو ته پکار دي چې احتياطي تدابير اختيار کړي".

نوموړي زياته کړه د کرونا وايرس مخنيوي لپاره بايد خلک په اېس او پيز يا سپارښتنو عمل کوي او زر تر زره د کرونا وايرس په ضد د ويکسينو مکمل خوراک واخلي.

هغه وایي د صحت محکمې نه ورته لارښوونه شوې چې د کرونا وايرس دوه خوراکونه لګول پکار دي او اوس چې بوسټر ډوز يا دریم خوراک هم راغلی نو هغه هم لګول مهم دي.

ډاکټر سجاد علي شاه وایي اوس مهال په نړې کې دا تحقيق روان دی چې چا مکمل خوراک لګولی او بيا يې دغه بوسټر ډوز هم لګولی نو هغو ته ددې وايرس لګېدو چانسونه ډېر کم دي او که ولګي ورته هم نو په هسپتال کې د داخلېدو چانسز يې ډېر کم وي او داسې وي لکه چې عام تبه ټوخې يا نزله زکام ورپورې شوی وي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا دجاري شويو شمېرو ترمخه د صوبې په کچه د کرونا وايرس په ضد 2 کروړه او 40 لکه تنانو ته ويکسين لګول شوي دي چې پکې نزدې 93 لکه تنانو ته د وېکسينو مکمل خوراک ورکړل شوی دی.

د راپورونو ترمخه په پاکستان کې د کرونا اومېکرون ډول اولنۍ پېښه د دسمبر په 13مه کراچۍ کې مخې ته راغلې وه. خو روستو د هغې نه په اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او نورو ښارونو نه د اړمېکرون پېښې رپورټ شوې او د کرونا دغه شکل اوس په تيزئ سره خورېږي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لوړ پوري چارواکی ډاکټر اکرام الله خان وي او ای ډيوه ته وايي په کومو سيمو کې چې د کرونا اوميکرون وايرس نوې پېښې مخې ته راغلي هغه ځايونو کې د نورو انتظاماتو ترڅنګ سمارټ لاک ډاون لګول شوی دی.

هغه وایي د اومېکران اوسه پورې 22 کېسونه ريکارډ شوي چې پکې د پېښور، چارسدې، مردان او يوه پیښه د کرک نه هم شامل ده.

د نوموړي په وینا دغه کېسونه ورځ تربلې سېوا کېږي خو"مونږه يې نګراني سېوا کړی ده او چې کوم کېسونه دي هغه ځانګړې کړل شوي دي".

هغه وایي په اومیکران ډوله وایرس چې کوم خلک اخته دي اؤ هغوئ د چا سره راشه درشه کړې ده هغه خلک هم مالوم کړل شوي دي او ډپټي کمشنرانو ته ویناشوي دي چې دغلته سمارټ لاک ډاون ولګوی چې د خلکو تګ راتګ کم شي او د وايرس خورېدل قابو شي.

د کرونا د څار وفاقي ادارې اين سي او سي شميرې ښايي د امېکرون د خوريدو وروسته، په ټول هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شرحه 3 اعشاريه 33 فيصده ته رسېدلې او په تېرو 24 ساعتو کې په دې وایرس دوه تنان مړه شوي او 14 سوه او 67 نور تنان په دغه رنځ اخته شوي دي.