د ټرویکا غړو په طالبانو د اوربند غږ او په ملکي خلکو د حملو غندنه وکړه

په قطر کې د ټرویکا غونډه په داسې حال کې شوي چې امريکايي ځواکونو د افغانستان نه د انخلا عمل شروع کړی دی

د امریکې، روس، پاکستان او چین استازو د جمعې په ورځ په دوحه، قطر، کې د بېن الافغان خبرو د مرستي او په افغانستان کې د مسقتل ډزبندۍ په اړه غوڼده وکړه.

د څلورواړو ملکونو دغه غوڼده چې "اېکسټېنډېډ ټرویکا" هم بلل کېږي د په دوحه کې د افغان حکومت او د طالب استازو سره هم ولیدل.

د ټرویکا د غوڼدې د څوارلسو نقاطو مشترکه اعلامیه د امریکا خارجه وزارت جاري کړه.

د غونډې مقصد د بین الاافغاني خبرو اترو لپاره په لارو چارو کې د افغان فریقېنو مرسته کول وو چې داسې دوي د ډزبندۍ یو مستقل او کوټلي حل ته ورسي.

د امریکې د خارجه وزارت په بیان کې ویلي شوي دي چې د ټرویکا غړو هېوادونو امریکا، روس، چین او پاکستان استاذو په دوحه کې د کوربه قطر هېواد ترڅنګ د افغانستان د حکومت مذاکراتي ټیم او د طالبانو سره ولیدل.

د امریکا خارجه وزارت په بیان زیاتوي چې په دې بحث کې د ټرایکا د هغه تېرو 7 غونډو د فېصلو تصدیق شوی دی چې د کال 2019 د 22 د مارچ نه د کال 2021 د 18 مارچ پورې راجوړې کړی شوې وې.

په بیان کې ویلي شوي دي چې د غونډې برخه وال د مستقل او انصاف سره سم امن قائمولو او د جنګ د خاتمې لپاره د افغان ولس مخلصانه او پراخه غوښتنه مني.

ټول دا مني چې د افغانستان د مسلې پوځي حل نشته او د خبرو اترو د لارې جوړ جاړې یې یواځینی حل دی.

په بیان کې ویلی شوي دي چې امریکا او نېټو به د 14 اپرېل د اعلانه سره سم د مۍ اولنۍ نېټې نه په ذمه وارانه توګه د افغانستان نه وتل پېل کړي او تر یولسم ستمبر پورې به دغه عمل سر ته ورسوي.

بیان وايي چې مونږه دا ژمنه ښودلی شوې ده چې د غېر ملکي ځواکونو د وتو نه وروسته به دا یقیني کړی شي چې صورتحال به په مسقل ډول انتقال کړی شي. ددې ترڅنګ په دې خبره مو زور راوړی دی چې د نړیوالو ځواکونو وتلو په وخت به امنیت نشي خرابولی، افغانستان کې به څه قسمه جګړا او الغاو تلغاو نشي کولی او د نړیوالو ځواکونو نحفظ به یقیني کولی شي.

په غونډه کې تمه څرګنده کړی شوې ده چې طالبان به د ترهګرۍ مخنیوي په خپل لوظونه پوره کوي او د ترهګرو پشمول څوک به هم د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په خلاف استعمالېدو ته نه پرېږدي، دغه ډلې به څوک هم ځان سره نه ساتي، د خلکو بهرتي کولو او تربیت تر څنګ د پېسو راغونډولو اجازت به نه ورکوي او تمه لري چې افغان حکومت به د ترهګرۍ په د نړۍ سره خپلې مرستې جاري ساتي.

په غونډه کې د ټولو خواو نه غوښتنه شوې ده چې تشدد دې راکم کړي طالبان دې د سپرلي عملیاتو تابیا نه کوي. د غونډې په محال د افغان اولس په قصد د هدف کولو او په دوي د تشدد کولو غندنه شوې ده او د ټولو خواو نه غوښتنه وشوه چې په دې لړ کې دې د نړیوال انساني قانون احترام وساتلی شي

په بیان کې دا هم وبلي شوي چې غونډه کې ددې خبرې تصدیق شوې دی چې افغانستان کې به د ښځو، ماشومانو، سړو، د جنګ ځپلو او اقلیتونو د حقونو تحفظ ته معاهده کې ځای ورکړی کېږي.

په غونډه کې دا هم ژمنه وښودلی شوه چې په غېرملکي سفارتي عمله او ددوي د استعمال په ټولو شیانو به د حملې با ګواښونو ذمه وارو نه تپوس کېږي.

د امریکا خارجه وزارت بیان زیاتوي چې غونډه کې د اسلامي جمهوریه افغانستان ته اپیل وکړی شو چې د خپلو هم منصبو طالبانو سره دې په ازادانه توګه خبرې وکړي غونډه کې د اتلسم مارچ د ټرایکا هغه بیان تکرار شوی دی چې د طاقت د لارې د مسلط کړی شوي حکومت مرسته به نه کوي.

په غونډه کې د ملګرو ملتونو هغه قرارداد ته د بیا کتنې مرسته شوې ده چې ترمخه یې د طالبانو په خلکو او ادارو بندېزونه په ځای کړی شوي وو او ورسره د ملګرو ملتونو هغه قرارداد هم چې پکې ویلي شوي وو د خبرو اترو په وړاندې بوتلل به مثبته اغېزې ولري.

په بیان کې ویلپ شوي دي چې د ترکي د کانفرنس د تیارو په لړ کې دې د خبرو فریقېن د مذاکراتو عمل تېز کړي ددې ترڅنګ د خبرو راجوړولو کې مرستې په سر د ملګرو ملتونو او د قطر د هڅو ستاینه شوې ده.

بیان وايي چې غونډه کې د ازاد، خپلواکه، متحد، پرامن، جمهوري، بې پلوه، او دداسې خودکفیله افغانستان مرسته شوې ده چې د ترهګرۍ او منشیاتو نه پاک په قانون جوړ وي او ددې ترڅنګ د کډوالو زر او مستقل واپسۍ او عالمي سلامتیا کې اهم کردار ولري.