لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: وخت راغلی چې امریکايي عسکر د افغانستان نه ستانه شي


د امریکې په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې د تقریر په وخت د صدر بایډن په شا دوه مېرمنې ناستې وې. یوه نایب صدره کمالا هېرس وه او بله د ایوان نماینداګانو سپېکره نېنسي پلوسي وه
د امریکې په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې د تقریر په وخت د صدر بایډن په شا دوه مېرمنې ناستې وې. یوه نایب صدره کمالا هېرس وه او بله د ایوان نماینداګانو سپېکره نېنسي پلوسي وه

د امريکې صدر جوبایډن ویلي امریکايي د هغو ترهګرو د تعقب دپاره افغانستان ته ځواکونه ولېږل چې په امریکی یې د ۹/۱۱ حملې کړې وې او دا چې په افغانستان کې مېړانې وروسته وخت راغلی چې امریکايي ځواکونه کور ته ستانه شي.

د شورو، چهارشبنې، په ماسخوتن د کانګرس خصوصي مشترکه غوڼدې ته خپله لومړۍ وېنا کې صدر بایډن وویل د القاعده مشر اوسامه بن لادن د انصاف سره مخامخ کړی شوی او د صدر بایډن په قول د جنهم دروازو ته لېږل شوی دی.

صدر بایډن وویل امریکايي ځواکونه افغانستان ته د ترهګرو د تعقب دپاره لېږل شوي وو او اوس د ترهګرۍ خطر کم کړی شوی دی او د ترهګرۍ خطر د افغانستان نه بهر لکه د یمن، صومالیه، افریقې او منځني ختیځ سیمو ته منتقل شوی دی.

هغه وویل په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې د مېړانې او زړه ورتیا نه پس وخت راغلی چې امریکايي ځواکونه کور ته ستانه شي.

صدر بایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا مکمل کېدو دپاره د سېپټمبر ۱۱ نېټه ټاکلې ده.

سږ کال د جنورۍ په ۲۱ نېټه د صدرات چوکۍ د سنبالولو ورسته او د خپل حکومت لومړۍ ۱۰۰ ورځې پوره کولو په موقع صدر بایډن د کانګرس د دواړو ایوانونو، هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان، او د ایوان بالا یا سېنټ، مشترکه غوڼدې ته د خپل حکومت د کامیابیو ذکر وکړو.

د امریکې په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې د تقریر په وخت د صدر بایډن په شا دوه مېرمنې ناستې وې. یوه مېرمن نایب صدره کمالا هېرس وه او بله د ایوان نماینداګانو سپېکره نېنسي پلوسي وه.

د کرونا وایرس له امله د کانګرس ټولو ۵۳۵ غړو په ځای ۲۰۰ غړو ته په مشترکه غونډه کې د شرکت بلنه ورکړی شوي وه چې دا ډول د کانګرس غړي د یو بل سره اوږه په اوږه د کښېناستو په ځای په لږه فاصله ناست لېدل کېدل.

د کانګرس اکثرو غړو ماسکونه لګولي وو او چا یو بل ته لاس نه ورکولو او د یو بل سره به یې سو ک او یا څنګلې د پخېر راغلي دپاره ټکر کړل.

خپل تقریر کې صدر بایډن د ملک دننه د کرونا وایرس په ضد د خپل حکومت د اقدامات ذکر وکړو هغه وویل تراوسه پورې د ۲۰۰ مېلین نه زیاتو امریکایانو ته د کرونا وایرس وېکسین ورکړی شوي دي، د دې تر څنګ هغه د د هېواد د اقتصادي پرمختګ ذکر وکړو او ویې وېل حکومت یې د روزګارونو پېدا کولو، د بنیادي اډانې د بهتر کولو او د زیات امدن خلکو او کمپنو دپاره د ټېکس شرح زیاتولو خبره وکړه.

د خارجي تعلقاتو په برخه کې صدر بایډن د چین، روس، ایران او د شمالي کوریا ذکر وکړو. هغه ایران او شمالي کوریا ته خبرداری ورکړو چې د ایټمي وسلو تکل دې پرېښدي. هغه وویل چین سره په اقتصادي هلو ځلو کې همکاري غواړي خو چین دې د امریکې ټیکنالوجي او هنر د غلا نه لاس واخلي. هغه وویل امریکا به د انېډو پېسفېک په سیمه کې خپله پوځي موجودګي په ځای ساتي.

صدر بایډن روس ته خبرداری ورکړو چې که چېرې روس د امریکې د مفاداتو خلاف ګامونه پورته کوي خو د بدو اثراتو سره به مخامخ کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG