لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: افغان مېرمنې د طالبانو د بېرته راتګ په اړه اندېښمنې دي


د سادات سالون مالکه مېرمن سادات چې پوره نوم یې نه دی او د ویرې یې نه څرګندوي، وايي لس کاله وړاندې ایران ته د ستنېدو وروسته یې خپل کاروبار شروع کړی دی. په کابل کې په زیاتېدونکي بدامنۍ تشویش لري. وايي وړاندې به یې موټر خبله چلولو خو اوس نا
د سادات سالون مالکه مېرمن سادات چې پوره نوم یې نه دی او د ویرې یې نه څرګندوي، وايي لس کاله وړاندې ایران ته د ستنېدو وروسته یې خپل کاروبار شروع کړی دی. په کابل کې په زیاتېدونکي بدامنۍ تشویش لري. وايي وړاندې به یې موټر خبله چلولو خو اوس نا

د کابل په سادات سالون کې ۲۴ کلنه سلطانه کریمي د نورو مېرمنو د سېنګارولو کار کوي. د خود اعتمادۍ ترڅنګ د مېرمنو سېنګارول او وېښته جوړول سلطانه کریمي په دغه سالون کې زدکړي دي.

دغه خبرې د اېسوسي اېټېډپرېس خبریالې کېتي ګېنن د کابل څخه په خپل ورستي رپورټ کې کړي دي.

کېتي ګېنن د تېرو څو لسېزو راهسې د افغانستان او پاکستان په حالاتو خبرنګاري کوي په خپل تازه رپورټ لیکي چې هغه افغان مېرمنې چې د طالبانو واکمني یې نه ده لېدلې خو بیا هم د طالبانو د بېرته راتګ په اړه اندېښمنې دي.

د "طالبانو بېرته راتګ سره به ټولنه بدله او تباه شي… ښځې به پټې کړی شي او که بهر وځي نو د برقې په اغوستلو به مجبورې کړی شي،" سلطانه کریمي ای پي ته وویل.

د طالبانو په واکمنۍ کۍ د مېرمنو حالات

د ای پي خبرنګاره وايي د کار په وخت مېرمن کریمي د زیړ رنګ قمیص اغوستی و چې اوږې یې پکې ښکاره کېدلې او عن د مېرمنو په سالون کې هم یو څه زړورې جامې ګڼل کېدی شوې. رپورټ وايي د طالبانو په واک کې د دغه جامو اغوستلو تصور هم نشو کېدلی.

په حقیقت کې، د ای پي د رپورټ ترمخه، طالبانو په سالونونو پابندي لګولې وه، مېرمنو تعلیم او روزګار نشو کولی او یوازې د کور نه بهر نشوې تللی.

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونو د افغانستان څخه انخلا شروع کړې ده او د سېپټمبر د ۱۱ نېټې پورې به یې سر ته رسوي، د مېرمنو د حقونو فعالا محبوبه سراج وايي د افغان مېرمنو سترګې د افغان حکومت او طالبانو په هغو مذاکراتو دي چې د تېر څه وخت راهسې د جمود ښکار دي.

ای پي وايي د امریکې کوښښ دی چې په افغانستان کې داسې حکومت جوړ شي چې طالبان هم پکې شریک وي.

افغان مېرمنې په اینده کې څه ویني

محبوبه سراج وايي مېرمنې د طالبانو نه لیکل شوي ضمانتونه غواړي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې چې مېرمنو کومې کامیابۍ ترلاسه کړي دي دا به پشا نه بیايي او دا چې نړیواله ټولنه به طالبان مجبوروي چې د خپلوظونو به پابندي کوي.

مېرمن سراج وايي د امریکایانو په بېرته تګ مایوسه نه ده خو وايي "مونږ نعرې کوو، چېغې کوو، د خدای دپاره د طالبانو سره څه خو وکړئ، څه ضمانت ترې واخلئ" چې د ښځو د حقونو تحفظ وکړي.

تېره هفته، ای پي وايي، طالبانو په یو بیان کې د اینده حکومت دپاره خپل نظر وړاندې کړو چې پکې ژمنه شوي وه چې مېرمنې د تعلیم، تجارت، صحت او په سماجي برخو کې خدمات ترسره کولی شي خو "اسلامي حجاب" به اغوندي. طالبانو دا لوظ هم کړی چې ښځې به اختیار لري چې د خپلې خوښې سړي سره واده وکړي.

خو د ای پي رپورټ وايي د طالبانو په دغه ژمنه کې نور تفصیل نه و چې ایا مېرمنې به یوازې د کور نه بهر تللی شي او که نا؟ او ایا دا چې ښځې به په سیاست کې د برخه اخیستلو ازادي لري او که نا؟

ځینې تشویش لري چې د طالبانو لوظونه ډیر واضحه نه دي او د حجاب او د اسلامي تعلیماتو دلاندې د ښځو د حقونو خبره طالبانو ته لارې هواروي چې د خپلې خوښې تشریح یې وکړي.

شپېته کلنه کبرا د کابل په کارت سخي کې په تنور ډوډۍ پخوي
شپېته کلنه کبرا د کابل په کارت سخي کې په تنور ډوډۍ پخوي

مېرمنې او امن

د سادات سالون مالکه مېرمن سادات چې پوره نوم یې نه دی او د ویرې یې نه څرګندوي، وايي لس کاله وړاندې ایران ته د ستنېدو وروسته یې خپل کاروبار شروع کړی دی. په کابل کې په زیاتېدونکي بدامنۍ تشویش لري. وايي وړاندې به یې موټر خبله چلولو خو اوس نا.

په سالون کې کارکونکي یوې مېرمن ای پي ته وویل "د طالبانو نوم مونږ ویروي."

تامیلا پژمان وايي "که راته معلومه شي چې مونږ به امن ولروو نو د کار او تعلیم په وخت به حجاب واغوندوو."

ای پي وايي د طالبانو د واک منۍ نه وروسته رالویو شویو د دغو مېرمنو عمرونه د ۲۰ په لړۍ کې دي او دې مهال مېرمنو تر ډیر حد پورې پرمختګ کړی دی، انجونې اوس تعلیم ترلاسه کولی شي او مېرمنې حکومت او پارلمان ته رسېدلي دي.

سلطانه کریمي دا احساس لري چې مېرمنو د طالبانو د واک نسکورېدو نه پس چې کومې کامیابۍ ترلاسه کړي دی، دلاسه یې تللی هم شي. "هغه افغان مېرمنې چې خپل غږ پورته کړي، وځورول شي او یا د پامه وغورخول شي...د افغان مېرمنو اکثریت به خاموشه وي. دوی ته معلومه ده چې هیڅ ملاتړ به ترلاسه نکړی شي."

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د امریکې د جورج ټاون یونېورسټۍ د انسټېټیوټ فار وېمن، پيس اېڼد سکیورټي ترمخه د یمن او شام نه پس افغانستان د مېرمنو دپاره د نړۍ تر ټولو خراب ملک دی.

په کلیوالو سیمو کې د افغان مېرمنو صورتحال

د رپورټ ترمخه په کلیوالو سیمو کې مېرمنو دپاره حالات څه ډیر نه دي بدل شوي او ملګري ملتونه وايي په دریو کې یوه انجوني د ۱۸ کلونو نه په کم عمر کې واده کړی شي.

د ای پي ترمخه په پارلمان کې د زاړه پاله مذهبي غړو د اکثریت له امله د مېرمنو د تحفظ دپاره یو قانون لا نه دی جوړ شوی.

په اقتصادي لحاظ هم د افغانستان شمېرې څه ښې نه دي. د ملک ۳۶ مېلین ابادۍ ۵۴ فیصد برخه د غربت د کرښې نه لاندې ژوند کوي او ای پي د انساني حقونو د فعالان له قوله وايي په سلګونو مېلینونه ډالرې په حکومت کې د انتهايي زیات کرپشن نظر شوي دي.

کېتي ګېنن په خپل رپورټ کې د کابل په کرت سخي برخه کې د مېرمن کبرا حال هم بیان کړی دی، چې په تنور خلکو روټۍ پخوي او د ورځې سل افغانۍ یا څه دپاسه یو ډالر ګټي، وايي په دغو پېسو د خپلو پنځو بچو او د ناروغه خاوند کفالت کوي.

د غربت کچه

کبرا سره د هغې ۱۳ کلنه لور زرمینه هم مرسته کوي، سکول ته نه ځي خوايي که چېرې سکول ته تللی نو غوښتل به یې چې ډاکټره شي. د هغې اووه کلن ورور سکول ته ځي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو او د تعلیم څانګه یونېسېف وايي په افغانستان کې د اووه نه تر د ۱۷ کلونو عمر درې اشاره اووه مېلین ماشومان چې زیاتره جینکۍ دي سکولونو ته نه ځي.

د ای پي رپورټ وايي که څه هم کبرا په قام هزاره ده خو بیا هم د طالبانو راتګ ته سترګې په لاره ده. رپورټ وايي هزاره چې اکثر شیعه مسلک منونکي دي، د طالبانو او د نورو سني وسله و الو ډلو د تشدد سره مخامخ شوي دي.

کبرا د موجوده حکومت نه ناراضه ده او وايي حکومت هغه "ټولې پېسې خوړلي" چې د غریبانانو دپاره ورکړی شوي وې. هغه وايي د تېرو څو میاشتو راهسې کوښښ کوي چې د غریبانانو دپاره د مالي امداد ۷۷ ډالر ترلاسه کړي خو هر ځل ورته وویل شي چې فهرست کې یې نوم نیشته.

کبرا وايي که څوک په حکومت کې د پیژندګلو خلک نه لري نو هیڅ مرسته نشي ترلاسه کولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG