نړیوال عدالت وايي په فلسطیني علاقو کې به د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات کوي

اسرایلي وزیر اعظم بېنجمن نېټن یاهو د ايي سي سي‌ د فېصلې مخالفت وکړو

د جرمونو خلاف نړیوال عدالت انټرنېشنل کرېمینل کورټ، ايي سي سي، د شورو، چهارشبنې، په ورځ اعلان وکړو چې په فلسطیني علاقو کې به د مبینه جنګي جرمونو په اړه تحقیقات کوي.

د عدالت مشرې وکیلې یا څارنوالې فاتو بېسوده وویل تحقیقات به د بې طرفۍ په اصولو کولی شي او پکې به په فلسطیني سیمو کې د کال ۲۰۱۴ راهسې شویو واقعاتو ته کتنه کیږي.

فاتو بېنسوده

بېنسوده وویل تحقیقات به د جرمونو ښکار شویو خلکو په اړه د اندېښمنۍ په بنیاد کولی شي که هغه فلسطینیان او که اسرایلیان دي ځکه چې دواړو خواو ته خلک د ډیر وخت راهسې د تشدد او بې امنۍ سره مخامخ دي.

په ۲۰۱۹ کې بېنسوده ویلي وو چې په فلسطيني علاقو غز او وېسټ بېنک کې جرمونه شوي دي او کیږي هم. هغه د فلسطین حماس مسلح ډله او اسرایلي ځواکونه د جرمونو ‌ذمه وار بللي وو. د سږ کال د جون په میاشت کې به د برطانيي کریم خان د ايي سي سي د څارنوال په حېث ځای نېسي.

نېډ پرایس

اسرایل او امریکې د ايي سي سي په اعلان تنقید وکړو خو فلسطینیانو او د انساني حقونو تنظیمونو یې هرکلی وکړو. اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په یو وډیو پېغام کې وویل "د اسرایل ریاست نن ماښام د برید دلاندې دی." هغه وویل په هېګ کې نړیوال عدالت د یهودیت نه د کرکه او د منافقت په بنیاد متعصبانه فېصله کړې ده.

د فلسطیني انتظامي ادارې صدر محمود عباس

په واشنګټن کې د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې د خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس وویل امریکا د هغو ګامونو مخالفت کوي چې په غېر منصفانه توګه اسرایل په هدف کوي. د فلسطینيانو د انتظام ادارې پېلسټيني اتارټي وویل غواړي چې نور ملکونه ازاد بهیر نه سیاست جوړ نکړي. ادارې وویل د ډیر وخت راهسې په سیمه کې د امن په خاطر د انصاف او احتساب غوښتنه کوي.