د تیراه د تختکي اوسېدونکي وايي اوبه او نورې بنیادي اسانتیاوې نه لري

ځايي خلک وايي مجبور دي چې د تختکی د غرونو په ویخ کې یوې چینې نه د امروزه استعمال د اوبو ضرورت پوره کړي

په خپله قدرتی ښکلا مشهوره اؤ د تیراه د دنګو غرونو په سر أباده د تیراه د تختکي اوسېدوونکي وايي د ژوند بنیادی ضرورتونو نه بې برخې دي اؤ په یویشتمه پیړي کښي هم د څښلو اوبو د کمي سره مخامخ دي.

د سیمې اوسیدونکی وايي ددې باوجود چې د تختکي دنګ غرونه په ګور ځنګل پټ دي خو د نړۍ د نورو په څیر دغلته هم د موسمي تغیرونو لو وجې د بارانونو اؤ د واورې کچه تر ډیره حده کمه شوې او د باراني اوبو تالابونه وچ شوي دي.

ځايي خلک وايي مجبور دي چې د غرونو په ویخ کې یوې چینې نه د امروزه استعمال د اوبو ضرورت پوره کړي.

د علاقې یو مشر معتبر خان وي او ای ډیوه ته وویل چې د کور مېرمنې یې په سرونو سړي یې په خرونو اؤ خچرو د چینې اوبه راوړي. هغه وویل چې د چینې نه تر کوره اوبه په رارسولو دوه ګهنټې لګي چې د هغه په قول یو زړه چاودونکې کار دی خو دوی ورسره هره ورځ مخامخ وي.

د تختکی اوسېدونکي وايي که بنیادي سهولتونه ولري نو علاقه یې د سیاحت مرکز جوړېدلی شي

د خیبر ددغه سیمې نه ټاکل شوی د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد شفیق اپریدي وي او ای ډیوه ته په دې حکله وویل چې د حکومت له اړخه د تختکي اوسیدونکو د پاره درې د اوبو سکیمونه منظور شوي خو د اړونده محکمې سره د فنډونو د کمي وجې دغه سکیمونه د ځنډ ښکار دي. هغه البته هیله څرګنده کړه چې ډیر زر به په تختکي کې د اوبو په کمی قابو وموندل شي.
د سیمې یو بل اوسیدونکي ډاکټر رئيس خان په وینا د اوبو کمی د هغوئ ایواځینۍ نیمګړتیا نه ده بلکې په کلي کې يې حکومتی سکول او هسپتال هم نشته.

ډاکټر رئيس خان پخپله په تختکي کې یو کلینک چلوي خو وايي چې د هغه سره د جراحۍ یا د اپرېشنونو او د پیچیده مرضونو د درملنې څه بندوبست نشته اؤ هم دغه وجه ده چې د کلي خلک یې خپل زیاتره مریضان باړې, جمرود اؤ پيښور ته د علاج د پاره بوځي. هغه زیاته کړه چې د اوږد مزل له وجې یو شمیر سخت مریضان هسپتال ته د رسیدو نه وړاندې ساه ورکړي.

د تختکي اوسېدونکی او خیال مت شاه چې د باړې پرېس کلب صدر هم و، وویل که څه هم د تیراه د نورو برخو په څیر په تختکی کې اوس امن بحال کړی شوی اؤ د سیمې نه بې کوره شویو بېرته ورتګ هم تر سره شوي خو اوس هم د هغه ګڼ شمیر کلیوال په خپله علاقه کښ د ناکافی اسانتیاؤ له وجې دغلته تلو ته تیار نه دي.

د سیمې یو بل اوسیدونکي ډاکټر رئيس خان په وینا د اوبو کمی د هغوئ ایواځینۍ نیمګړتیا نه ده بلکې په کلي کې يې حکومتی سکول او هسپتال هم نشته

خیال مت وویل چې په علاقه کې یې بجلی بیخی نشته اؤ د موبايل فون هم په مشکله کار کئي نو ځکه ځوانان په خاصه توګه دغلته ژوند کولو ت ته تیار نه دي.

هغه وویل چې د ترهګرئ له وجې په مکمله اؤ جزوي توګه متاثره شویؤ کورونو سروی هم تر اوسه نه ده شوي چې له امله یې هم یو شمیر کورنۍ بېرته راتلو ته تیار نه دی.

خیال مت شاه البته زیاته کړه چې که تختکی ته شروع کړی شوی سړک په جوړولو کار تیز کړی شي اؤ ورسره حکومت د سیلګري سره تړلې ځینې نورې اسانتیاوې ورکړی نو دغه سیمه به ډیره وده ومومی اؤ د علاقې اوسیدونکو ته به د روزګار اضافی وسیلې په لاس ورشي.