حکومت د جسټس قاضي فاٸز عیسا د خواست اورېدنه په ټېلې وژن د خپرېدو مخالفت کړی

جساس قاضي فایز عیسا

د مرکزي حکومت مشر وکیل یا څارنوال عامر رحمان د ګل، دوشنبې، په ورځ رحمان د سپريم کوټ لس کسيزه بينج په وړاندى د فاٸز عيسا لخوا د بيا کتنى خواستونه اوريدنه په ټيلويژن چينلو نيغ په نيغه د ښودلو مخالفت وکړو.

حکومتي وکيل دغه خواست د ملکي قانون په ضد بللی او د عدالت څخه ېې د دغې غوښتنې د ردولو خواست کړی.

لس کسيزه بينچ کى شامل جسټس منيب اختر هم د خواستونو اوريدنه خپرولو د قانوني حيثيت باندى سوالونه راپورته کړيدي چى که لس کسيزه بينچ په دې فيصله ورکوي نو د سپريم کورټ پاتى ٦ ججانو باندى به ېې څه اثرات وي چى دا وخت په بينج کې شامل نه دي.

د فاٸز عيسۍ پلوي او هيواد په کچه د وکيلان تنظيم پاکستان بار کونسل مشر خوشدل خان ايډوکيټ وي او ای ډيوه ته ويلي داسى ښکاري فاٸز عيسۍ د کيس په هکله انديښنى لري ځکه يى په ميډيا د خپورولو وايي او د خوشدل خان په خبره دا اوس د عدالت اختيار دى چى څه فيصله کوي

د وکيل د تارړغتيا له امله فاٸز عېسا ٣ ورځى پخپله لس کسيزه بينچ ته دليولونه ورکړى وو چى پکي هغه حکومت باندى د انتقامي کاروايو تورونو سره د ميډيا د ازادى معامله هم راپورته کړى وه او دا تور ېې هم پورې کړی و د پاکستان مثال د نالي دى چرته چى اواز پورته کوول لوى جرم دی

د بشري حقونو سازمان ايچ ار سي پي عمومي سيکتر حارث خليق وايي د ېو جج لپاره ميډيا کى بيان ورکول ښه خبره نه ده

وي او ای ډيوه سره خبرو کى حارث خليق زياته کړه دا به هم کتل وي چي يو خوا حکومت د قاضي کورنۍ په ضد پراپيګنده کوي او بل اړخ ته د يو حاضر سروس جج په حيثيت فاٸز عيسا باندې اخبارونو يا چينلو ته غبرګون نه شي ښودلى نو بيا د هغه لپاره د دې خواست نه علاوه بله کومه لاره پاتى کيږي چى د بيا کتنى د خواستونو په ميډيا باندى د خپريدلو خواست ووکړي

د بلوچستان فاٸز عيسا دا وخت د سپريم کورټ يواځني قاضي دی

د هغه پلوي وکيلانو تنظيمونه تور لګي سويلين چارو اکى د پوځ لاس وهنى په ضد فاٸز عيسۍ طاقتوره ادارو په هدف دى

بل اړخ ته مرکز کې واکمن تحريک انصاف ګوند دا يوه عدالتي معامله بولي

خو د قانون مرکزي وزير فروغ نسيم بيا دا د حکومت ګټه بولي چى حکومت نه خو دفاٸز عيسۍ پلوي وکيلانو د سپريم کورټ تير کال هغه پريکړي په ضد بيا کتنى خواستونه کړيدي د کوم ترمخه چى اعلى عدالت حکومتي ادارى ايف بى ار ته برتانييه کى پټى اثاثى لرلو په تور د فاىز عيسي د ښخزى او بچو نه پلټنى کوولو حکم ورکړيدے۔

حکومتي وزيران ترمخه د سپريم کورټ حکم عملي کوولو لپاره ايف بي ار د فاٸز عيسۍ د زامنو او ښځي نه پلټنى کوي.