په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې د پولیو ټیمونو په تحفظ مامور دوه پولیس په حمله کې ژوبل شوي

د ټانک پولیسو مشر عبدالسلام خالد ویلي د برید پرمهال وسله والو سره د ډزو تبادله شوې او د بریدکوونکو پرضد اضافي نفري لېږل شوې

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ټانک او ډېره اسماعیل خان کې د پولیو ټیمونو په ساتنه مامور پولیس اهلکارو وسله وال بریدونه شوي چې پکې دوه پولیس اهلکار ژوبل شوي دي.

پولیس ويلي يې دي، دا بریدونه د شورو، چهارشنبې، په سهار د ټانک ضلعې شاه عالم او د ډېره اسماعیل خان کلاچي تحصیل په مډي سیمه کې وشوو.

دوی وايي پولیس اهلکار په سیمه کې د پولیو ټیمونو په ساتنه مامور وو.

د ټانک او ډېره اسماعیل خان پولیسو ويلي، په دې پېښه کې ژوبل عسکر ډېره اسماعیل خان سیمه کې روغتون ته انتقال کړل شوي، په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د لټون عملیات یې پیل کړل شوي دي.

د روغتون سرچينې وايي د ژوبل اهلکارو حالت د خطرې نه بهر دی.

د ټانک پولیسو مشر عبدالسلام خالد ویلي د برید پرمهال وسله والو سره د ډزو تبادله شوې او د بریدکوونکو پرضد اضافي نفري لېږل شوې.

د پولیو ټیمونو په ساتنه مامور پولیس اهلکارو دا برید په داسې وخت کې شوې چې هیواد کې د پولیو وايرس موجود دي او دې ناروغۍ پرضد د صوبې په شپږو ضلعو کې په مکمله توګه او پینځو ضلعو کې په جزوي توګه د جولایۍ له لومړی نېټې څخه پينځه ورځنی کمپاین دوام لري.

د صوبې وزیر اعلا علي امین ګنډاپور ویلي پولیو خاتمه يې وړمبۍ ترجیح ده.

او په بلوچستان کې د پوليوضد په موجوده اووه ورځنی کمپاين لپاره په صوبه کې پر لويو لارو او په روغتيا مرکزونو کې شاوخوا 500 د ويکسين ټرانزټ مرکزونه او فکسډ سايټونه جوړ شوي، چرته چې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي. پر يادو لويو لارو کمپاين د پوليس او ليويز په کومک ترسره کيږي.

د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ترمنځ پر غځېدلې لاره جوړ د ويکسين د مرکز يا ټرانزټ پواينټ چارواکي وايي، چې داسي ويکسين مرکزونه د ماشومانو په ويکسين کولو کې ډېر مهم رول لري.

د صوبې پر ټولو لويو لارو جوړ پر ټرانزټ مرکزونو هغه ماشومان ويکسين کيږي چې له پنجاب يا خېبرپښتونخوا څخه بلوچستان ته راځي او د دې ترڅنګ هغه ماشومان هم ويکسين کيږي، چې په خپلو سيمو کې له څاڅکو پاتي شوي وي.

په بلوچستان کې د 223 ټرانزټ مرکزونو ترڅنګ په روغتيايي مرکزونو کې 326 د ويکسين ځايونه يا فکسډسايټونه هم جوړ شوي دي. چرته چې روغتيايي مرکز ته ورغلي تر پينځوکلونو پوري ماشومانو ته څاڅکي ورکول کيږي. په هر روغتيايي مرکز کې له 300 نيولې بيا تر 3000 پورش ماشومان ويکسين کيږي.

په بلوچستان کې اوسنی کمپاين د صوبې په 16 ځانګړو ضلعو کې په داسې وخت کې کيږي چې په پاکستان کې روان کال د پوليو تر ټولو زيات مثبت کېسونه په بلوچستان صوبه کې رپوټ شوي دي. په بلوچستان کې په کلاعبدالله، چمن، کوټه او ډېره بګټي کې شپږ ماشومان پوليو وهلي دي.