افغانستان، چین او روس د نېټو د سر مشرانو د غوڼدې اهم موضوعات دي

د امریکا صدر جو بایډن د یورپ د سفر په ترڅ کې د جي سېون غونډې وروسته برسلز ته رسېدلی

د امریکا صدر جو بایډن د یورپ د سفر په ترڅ کې د جي سېون غونډې وروسته برسلز ته رسېدلی او د ګل- دوشنبې په ورځ د نېټو سر مشریزه غونډه کې ګډون کوي. غونډه کې به د نېټو سټراټیجیکي سوچ ته بیا کتنه کېږي.

په غونډه کې به په داسې حال کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د خاتمې په اړه هم بحث کېږي چې امریکا افغانستان د نیمايي ځواکونو انخلا سر ته رسولې ده.

د څېړنې ادارې ویلسن سېنټر د ګلوبل یورپين پروګرام ډائریکټر ډېن همېلټن وايي چې د غونډې په وخت به اهمه پوښتنه دا وي چې د پوځي عملیاتو خاتمې وروسته به افغانستان کې نېټو خپلې چارې څنګه په وړاندې بیايي.

د نېټو سېکرټري جنرل جنز سټالټن برګ خبریالانو نه ویلي دي چې په غونډه کې به د نېټو د کال 2010 د ټاکلو شویو مقاصدو جاج اخستل کېږي ځکه چې د هغه وخت د ګواښونو او چېلنجونو مخ بدل شوی دی، لکه مثال په توګه هغه وخت موسمي بدلونه د یو ستر ګواښ په توګه یاد کړی شوې و خو د چین ذکر نه و شوی.

سټالټن برګ وویل چې بې شکه مونږه نن د هغه وخت سره موازنه کوو نو روس بیخي په یو بیل ځای ولاړ دی. هغه وویل چې په یوې خاص طریقې سره د سایبر بریدونو او ځینو نورو چېلنجونو په وجه زمونږه اړیکې د روس سره د سوړ جنګ نه لاندې کچې ته راغلې دي.

د صدر بایډن د نېټو سره په هغه سټراټیجکي سوچ بحث پېل شوې چې دده نه وړاندې د ډانلډ ټرمپ په وخت کې پرې خبرې ودرېدلې وې.

د ویلسن سېنټر د ګلوبل یورپين پروګرام ډائریکټر ډېن همېلټن ویلي دي چې اروپا نه غواړي د ټرمپ په انتظامیه کې شورو شوې نه ختمېدونکې خبرې پرانزي ځکه چې هغوي نه وو خبر امریکا څه غواړي؟

ډانلډ ټرمپ به په نېټو فشار اچولو چې خپل دفاعي بجټ دې زیات کړي او ورته به یې ویل چې د نېټو د معاهدې په ارټیکل پنځم دې عمل وکړي.

د امریکا د قامي سلامتیا چارو مشیر جېک سولېون چې د صدر ټرمپ د اتوار په ورځ ویلي دي چې مونږه به ددوي پشا ولاړ یو لکه څنګه چې دوي زمونږه پشا ولاړ دي.

هغه ویلي دي چې د نېټو په غونډه کې به پام په احتماعي امنیت، موسمي بدلون، ترهګرۍ ، سائبر بریدونو او روس وي او ددې ترڅنګ به د چین په اړه نېټو داسې بیان ورکړي چې وړاندې به نه وي لیدل شوی.

سټالټن برګ ویلي دي چې دا موقع دي چې د چین سره د موسمي بدلون او د وسلو کنټرول په اړه کار وکړی شي خو نېټو د چین د اهمه پوځي پرمختګ او د قبضې د خويونو شاهد ده.

د نېټو مشر وویل چې مونږه د چین سره کوم نوي سوړ جنګ خوا ته نه زو نه چین خپل مخاف او دشمن ګڼو خو غواړو چې د اتحاد په حېث په شریکه د امنیت هغه چېلنجونو ته ځواب اووایو چې چین لخوا ورته جوړ شوي دي.

صدر جوبایډن به د شورو چارشنبې په ورځ د روسي ولادي میر پوټن او د اېستونیا، لېتویا او لېتوانیا د صدرانو سره هم ویني.

څېړونکی هېمېلټن وايي چې صدر بایډن د روسي صدر سره د ملاقات نه وړاندې غواړي د نېټو سره د بحث په وخت کلکه مرسته تر لاسه کړي.

په غونډه کې به د چین په توسیع پسندانه عزائمو، نوې ټېکنالوجۍ او کرونا وبا باندې هم خبرې اترې کېږي.