لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ: افغانستان نه د ستنېدو د ۵۰ فیصد نه زیات کار سر ته رسول شوی


د امریکې صدر جوبایډن د اپرېل په میاشت کې اعلان کړی و چې افغانستان نه به امریکايي عسکر د سږ کال د سېپټېمبر پورې انخلا مکمل کړي
د امریکې صدر جوبایډن د اپرېل په میاشت کې اعلان کړی و چې افغانستان نه به امریکايي عسکر د سږ کال د سېپټېمبر پورې انخلا مکمل کړي

د امریکې پوځ ویلي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو د ۵۰ فیصد نه زیات کار سر ته رسول شوی دی.

د امریکې صدر جوبایډن د اپرېل په میاشت کې اعلان کړی و چې افغانستان نه به امریکايي عسکر د سږ کال د سېپټېمبر پورې انخلا مکمل کړي.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټکام چې په افغانستان کې د ځواکونو مسولیت په غاړه لري د نهې، سه شنبې، په ورځ یې په یو بیان کې وویل افغانستان نه د انخلا د عمل د ۵۰ فیصد نه زیات کار پوره شوی دی.

سېنټکام وویل د سي سېونټین نومې جهازونو په ۵۰۰ پروازونو کې امریکايي پوځي مواد د افغانستان نه بهر منتقل کړی شوي دي او ۱۳۰۰۰ پورې الات د ناکاره کولو دپاره اړونده څانګې ته ورکړل شوي دي.

د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د صدر بایډن د اعلان په وخت په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکايي او قریباً ۱۰۰۰۰ د نېټو عسکر موجود وو.

د نېټو مشر جېنس سټالټنبرګ د ګل، دوشنبې، په ورځ د څېړنې ادارې اېټلانټګ کاونسل غونډې ته وویل افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو انخلا سره خطرات هم تړلي دي خو هغه زیاته کړه چې د نېټو دلاسه تربیه شوي افغان ځواکونه به د امنیت ذمه وارۍ په خپلو اووږو واخلي.

بلخوا په افغانستان کې د امن دپاره امریکايی استازي زلمي خلیلزاد چې دا مهال په افغانستان کې دی ویلي تر څو چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلي امریکا به د افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوي.

افغانستان نه د خارجي ځواکونو انخلا سره دا ویرې هم څرګندیږي چې په هېواد کې به خانه جنګي شروع شي.

د وي او ای رپورټ وايي د می په لومړۍ نېټه د غیرملکي ځواکونو بېرته تګ د شروع کېدو نه پس ګڼ شمېر ملکي کسان وژل شوي او طالبانو په شمال کې په بغلان، په جنوب کې په هلمند، په مغرب کې په فراه او په مشرق کې په لغمان ولایتونو کې پرمختګونه کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايی دا لا نه ده واضحه چې امریکې سره د امن معاهدې دلاندې به طالبان د القاعده او نورو وسله والو ډلو سره د تعلق ختمولو لوظ پوره کړی او که نا؟

طالبان وايي دوی د معاهدې څه خلاف ورزي نه ده کړې.

تېره هفته ملګرو ملتونو په یو رپورټ کې وویل طالبانو خپل نظامي دریځ قوي کړی او په زیاته ازادۍ حرکت کوي. په رپورټ کې وېل شوي چې طالبانو داسې ګامونه نه دي اخیستي چې وښايي د القاعده سره په تعلق ختم کړي.

د القاعده پخوانی مشر اوسامه بن لادن چې په امریکا یې د ۲۰۰۱ د حملو مسولیت منلی و په کال ۲۰۱۱ کې د امریکې خصوصي ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې وژلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG