لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د "ټرېک ټو" غونډه پېل شوې


په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان په غېر دولتي کچه غونډه راجوړه شوې چې پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکې، سولې، ملګرتیا او پرمختګ په اړه بحثونه کيږي.

په اسلام اباد کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې (14 جون) څخه پېل شوې د بحثونو دپاره دا دوه ورځنۍ غونډه ريجنل پيس انسټيټيوټ يا د سيمه ييزه سولې غېر دولتي ادارې راجوړه کړې ده.

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړ ي استازي محمد صادق د دغه غونډې په اړه په ټویټر ویلي،

"زه د مهمو افغان رايې جوړوونکو اسلام اباد ته په راتګ هرکلی کوم چې د خپلو پاکستاني سيالانو سره به په ټرېک غونډه کې ګډون کوي، کومه غونډه چې (د راتلونکې پله ګام پورته کول، سولې، ملګرتيا او پرمختيا) په موضوع راجوړه شوې، دواړه حکومتونه به د دې خبرو څخه ګټه پورته کړي".

ویل شوي دې غونډې ته د افغانستان نه سياسي مشران، پخواني سفارتکار، د مدني ټولنې فعال چې ښځې هم پکې شامل دي، او جرنلسټان راغلي دي.

د يادې غونډې په اړه خبريال طاهر خان هم په ټويټر ویلي،

"اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ غېر حکومتي خبري پيل شوې. د دوه ورځني کنفرانس مقصد په سولې کې د دواړو هېوادونو د شخصيتونو د رول په اړه خبرې کول دي. ګډون کوونکي به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو ښه کولو لپاره په وړانديزونو بحث وکړي".

د ريجنل پيس انسټيټيوټ مشر روف حسن چې د وزیراعظم عمران خان ځانګړی مرستيال هم دی، د ډېلي ټايمز ورځپاڼې د خبر ترمخه هغه ویلي "په غونډه کې به ګډونوال د افغانستان د سولې د عمل، هيلې او خنډونو، د افغانستان په راتلونکې کې د مېرمنو د رول، د ټولنيزې ودې، د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته حالاتو، د بهرنيو اقتصادي همکاريو، د پارليماني مرستو، د جمهوريت او دوه اړخيزه اړيکو په موضوعاتو خبرې کيږي".

هغه زياته کړې "دوی دواړه هېوادونه د نازک وخت څخه تيږيږي په داسې وخت کې چې د افغانستان نه د امریکا او نېټو ځواکونه ووځي، په افغانستان کې د تاو تريخوالی يا امنيتي وضعي د خرابوالي اندېښنې شتون لري، په داسې کې بايد پوهه غږونه راپورته شي بحثونه وشي، په پرمختګونو او چېلنجونو غور وکړی شي".

په اسلام اباد کې دغه غونډه په داسې حال کې راجوړه شوې چې د افغانستان د سولې خبرې د تير کال ستمبر راهسې پېل شوي د افغان حکومتي استازو او طالبانو ترمنځ ناستې هم شوي خو په دغو خبرو کې تراوسه پورې کوم ښکاره پرمختګ نه دی ليدل شوی او نه یې کومه ښکاره نتيجه مخې ته راغلې ده.

په عېن حال کې امریکا اعلان کړی د روان کال د ستمبر د میاشتې پورې د افغانستان څخه خپل ځواکونه اوباسي.

په وروستيو کې په افغانستان کې د تشدد پېښې او د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې هم سېوا شوي دي.

د يادونې ده چې په وروستيو کې د افغانستان او پاکستان د حکومتي چارواکو لخوا په يو بل تورونه لګول شوي او يو بل ته کلک ځوابونه هم ويل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG