د ټي بي په حقلہ د صحت نړوالې ادارې ډبلیو ایچ او د کال 2023 دپارہ وړاندې شوي رپورټ شمېرې ښيي پہ نړۍ کې د ټي بي د مریضانو شمېر 8.2 ملین تہ رسېدلی چې پکې 87 فیصدي برخہ د پاکستان په ګډون د کمې آمدنۍ او بې وزلہ ھېوادنو ده. پہ کال 2022 کې دا شمېر 7.5 ملین وو. تفصیل د حمید اللہ پہ رپورټ کې۔
څېړونکي وايي د پښتون قامي جرګې اعلاميه کې نړۍ ته دغه يو پېغام ورکړئ شو چې تر ټولو مهمه ستونزه يې په سيمه کې امنيت وضع ښه کول دي او په اعلاميه کې زياتره هغه خبرې اچولئ شوې وې کومې چې د هغوئ په وس کې وي
پېښور هایکورټ د یو خواست اوریدنې په مهال پښتون تحفظ مومنټ ته په یوولسم اکتوبر خېبر کې د جرګې جوړولو اجازہ ورکړې دہ. د جرګې د مخنیوي دپارہ دا خواست یو ځایي تن عدالت ته وړاندې کړی وو. عدالت دا پرېکړه د پولیسو له هغه اقدام وروسته اورولې چې د جرګې پر کېمپ یې برید کړی وو. تفصیل د حمیدالله په رپوټ کې:
اپوزیشن ګوندونه او حکومتي ګوند تحریک انصاف د قامی اسمبلۍ د ودانۍ دننه په عامو جامو کې د پولیسو د چاپې پہ کشاله تر څه حدہ پہ یو دریځ ولاړ وؤ او دا یې په جمهوریت او د پارلیمان په خپلواکۍ ګزار وبللو
د خېبر پښتونخوا د صحت د محکمې چارواکي وايي د اګست په مياشت کې په صوبه کې تراوسه درې کېسونه رپورټ شوي چې يو تن پکې ژوند د لاسه ورکړی دی
ملګرو ملتونو په کانګو او نورو افريقایي هيوادونو کې په توندۍ د منکي پاکس یا چیچک په نوم د يوې نوې تبې او ټوخي په خورېدو په نړيوال کچ ټولنيز صحت اندېښمن ګرځولی. ده نورو نړيوالو هيوادونو ترڅنګ په پاکستان کې هم د صحت صوبایي محکمو په دې اړه يوه بيړنۍ غونډه کړې ده. تفصيل د حميدالله په رپوټ کې:
په پاکستان کې د پشکال د بارانونو له کبله د مړو شوو کسانو شمېر تر 30 رسېدلی چې زیات یې په پښتونخوا کې دي. د پشکال بارانونو سره د کورونو بامونه او پلونه غورزېدلي او تیار فصلونه يې له ځانه سره لاهو کړي دي. تفصیل له پېښوره د حمیدالله په رپوټ کې:
په دې وروستیو کې د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکو خپل دا تورونه سیوا کړي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه د افغانستان له خاورې جوړیږي اؤ ترهګر په افغانستان کې خوندي ځالې لري
د خیبر پښتونخوا د خوراک وزیر ظاهر شاه طورو وايي، د حکومت لخوا له بزرګو څخه د غنمو د اخېستلو لپاره ۳۹۰۰ روپۍ وروستی ټاکل شوی نرخ دی له ښاغلي طورو سره د ډیوې خبریال حمیدالله مرکه کړې.
په پاکستان کې د موسمیاتو د محکمې د اپرېل میاشتې په راپور کې راغلي، چې په ډېرو سیمو کې د بارانونو کچه له اوسط نه هم پورته وه. تفصیل د حمید الله په راپور کې.
د يو نوي تحقيق ترمخه پاکستان په ولسي کچه د کرپټو کرنسۍ د خپلولو او دوستانه ماحول دپاره د نړۍ په سر لسو هېوادونو کې ځای لري د پاکستان شپږ اعشاريه شپږ فيصدي ابادي په کرپټو ايکسچينجونو کې د ټوکنو، کرنسیو او کاينز يعني د سيکو جمع واري لري. تفصیل د حميد الله په راپور کې.
وروستیو سېلابونو او بارانونو د چارسدې د ترناب په بکرۍ سیمه کې خلکو ته زیانونه اړولي د پسرلي بې وخت بارانونو په ټوله پښتونخوا کې خلکو ته زیانونه اړولي خو د چارسدې په کې اوس هم په سلګونو کورونو کې اوبه بهېږي. تفصیل د حمید الله په کې.
پوهان په اسرایلو باندې د ایران له ځوابي برید وروسته اندېښنه څرګندوي چې که اسرایل ځواب ورکړي نو په منځني ختیځ او سیمه کې به یوه پراخه جګړه پيل شي اسرایلو د اپرېل په لومړۍ نېټه په سوریه کې د ایران په سفارت برید کړی و چې یو شمېر ایراني پوځي قومندانان پکې وژل شوي وو. تفصیل د عثمان خان په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په روژه کې د تاوتریخوالي پېښې په دوامداره ډول رپورټ شوي څېړونکي یې یو دلیل دا هم ګڼي چې سږکال د حکومت او د ټي ټي پي ترمنځ کومه ډزبندي هم نه وه اعلان شوې. تفصیل د حمید الله په راپور کې.
څېړونکو د پاک افغان ټرانزېټ ټرېډ ټرانسپوټرانو ته د ویزې او پاسپورټ پرته د سفر د اجازې ورکولو هرکلی کړی د دواړو خواوو ترمنځ دغه موافقه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د درې ورځنیو خبرو په پایله کې شوې. تفصیل د عثمان خان او حمید الله په راپور کېږ
نور کتل