د پيښور هائې کورټ پنځه کسېزه بېنچ د سني اتحاد کونسل هغه خواست خارج کړی دی چې په کوم کې یې د مخصوصه څوکیو غوښتنه کړي وه د ډېوه خبريال حميد الله خان پدي اړه پيښور هائي کورټ کې عدالت ته وړاندي شويو ځینو قانون پوهانو نظر راټول کړی.
په پاکستان کې له انتخاباتو وروسته سیاسي ګوندونه دا وخت د حکومت جوړولو پر هڅو بوخت دي له یوې خوا مسلم لیګ ن که پيپلز ګوند او ایم کيو ایم سره خبري کوي او له بلې خوا تحريک انصاف د مولانا فضل الرحمن سره ليدلي او له ځینو نورو سياسي ګوندونو سره يې خبري پيل کړي.
پخواني وزير اعظم نواز شريف د سوات په جلسه کي په تير اليکشن کي د عمران خان د کاميابيدو پړه په پښتنو ورواچوله خو څيړونکي واي د نواز شريف دا دريځ له حقيقته لري دی. د نوازشريف وينا او د څيړونکو دريځ د حميدالله او فياض ظفر په راپور کې.
پاکستان: په افغانستان کې امريکا پرېښودې وسلې د ترهګرو لاس ته ورغلي څېړونکي: د افغانستان د طالبانو لاس ته پرېوتل د سيمې د پاره په هغه وخت بده پېښه ګڼل شوې وه
په جمرود کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښې نه څلور ورځې واړندې د خېبرضلعې د تحصيل په ودانۍ ځانمرګي بريدونو کې د پوليسو په ګډون درې تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو
د مردان د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د نهم مۍ په احتجاج کې په پوځي ودانيو کې د ورانکارۍ د تورونو په سر د شپږو کسانو مقدمې پوځي عدالتونو ته ليږلي دي. دغو تورنو کې پوځي عدالتونو ته د صوبې د نورو سيمو ملاکنډ ضلعې نه څلور، د دير ضلعې نه درې او د بنو نه هم د دريو نورو کسانو د مقدمو د سپارلو رپوټونه دي.
د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان پېښور هايکورټ کې خواست کړی چې په پښتونخوا کې د ترهګرو د بيا اباد کارۍ د پلټنو د پاره دې د لوړې کچې کميټي جوړه شي.
د بره سوات د بحرين نه پاس سېمي يو واري بيا د هېواد د نورو برخو نه پرې شوي او سيلابونو دغلته په درال خوړ جوړ عارضي پل وړي دي.
راپورونه وايي، د عمران خان په تېر حکومت کې له سود پرته د درې بیلینه ډالرو قرضې نېږدې شپږ سوو کاروباري کمپنیو او کورنیو ته ورکړل شوې دي
په خېبرپښتونخوا صوبه کې نګران حکومت ویلي، تراوسه پورې ورته د مرکزي حکومت يا امنيتي ادارو لخوا د ترهګرۍ پرضد د کومو نوو عملیاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.
د پښتنوخوا په انتخابونو د حکومت او تحريک انصاف تر منځ شخړه د عدالت پرېکړې ته پرته ده دا وخت د پاکستان سپریم کورټ ته په پښتونخوا کې د صوبائي ټاکنو د پاره د تحريک انصاف لخوا جمع شوی خواست اوريدنې ته پروت دی خو د صوبې ګورنر او انتظامي چارواکو امنيتي حالات د ټاکنو د پاره ناسم بللي دي.
څیړونکي په پاکستان کې د قومي اسامبلۍ د غړي علي وزیر او د بشري حقونو د فعال پروفیسر اسمعیل خوشې کېدو ته په کوم نظر ګوري؟ ایا د پاکستان د ریاست او حکومت لخوا د انساني حقونو او په ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه چلند بدل شوی او که کومه بله خبره ده؟ بشپړ راپور له حمید الله څخه اورئ.
د عيسايي لږکۍ له ډلې څخه رشيده بي بي یواځینۍ ښځه وه چې د پېښور د پولیس لاین د جومات په چاودنه کې وژل شوې ده. د جومات له دیوال سره نښتی کور د هغې د یتیمو لمسیو وو چې دا به ورسره اوسېدله. تفصیل د حمید الله او عثمان په راپور کې.
د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف په پېښور کې د ايپکس کمېټې غونډې ته د وینا پر وخت د پوځي او حکومتي مشرانو په وړاندې دا پوښتنه بیا تکرار کړې چې پښتونخوا ته وسلوال بیا څنګه راغلي؟ او قوم ته د دې ځواب په کار دی. وزيراعظم نور څه ويلي، تفصيل یې د حميدالله او فريد شنواري په راپور کى
د نسل وژنې د مخنيوي دپاره د سايمن سکاچ مرکز او د نړيوالي پوهنې ډکي سنټر په خپل تازه رپورټ کې پاکستان د هغو هېوادو په نوملړ کې په اول نمبر شمار کړی کوم هيوادونه چې د ترهګرۍ، مذهبي تندروۍ او سياسي بې ثباتۍ له امله د تشدد د خطر لاندې دي.
په هېواد کې د پنجاب او پښتونخوا ايالاتونه او د ازاد جمو کشمېر او د ګلګت بلتستان انتظامي حکومتونه دا وخت د تحريک انصاف په لاس کې دي خو څېړونکي وايي چې که دومره ايالتي حکومتونه د نورو غټو ګوندونو په برخه رسیدلي وؤ نو هغوئ به دومره زړه بدي نه وؤ
نور کتل