په پاکستان کې د انتخاباتو په رانېږدې کېدو سره کاندیدانو خپلو کمپاینونو ته زور ورکړی او کور په کور ګرځي خو ځوانان به چاته رایه ورکوي؟ د ډیوې خبریاله سعدیه قاسم شاه له یو شمېر ځوانانو پوښتلي.
د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو کې ګډون کونکې ښځې امیدوارانې پیښور کې کور په کور کمپاین کوي له دوی څخه داسې امیدوارانې هم شته چې په لومړي ځل په انتخاباتو کې نېغ په نېغه په جنرل سیټ د مقابلې موقعه په لاس ورغلې ده.
په پېښور کې په تېرو شلو کالو کې په شپاړش سنېماګانو کې لس یا تړل شوي او يا په نورو تجارتونو بدلې شوې دي. مردان، سوات او کوټه کې هم یو شمېر سنېماګانې تړلې شوې دي
د شهید بینظیر بټو پوهنتون شرینګل څه زده کونکي د موسیقۍ، سندرو او ټپو ويلو شوق لري او اکثر چې کلاس يې ختم شی نو سندرې او ټپې یو بل ته اوروي
د خیبر پښتونخوا د کلیوالو سیمو ځوانان وايي نه یوازې جینکۍ بلکه هلکان هم د ټولنیزو صنفی رویو او بندیزونو ښکار دی دوي په خپله خوښه ژوند او فیصلې نه شی کولې تر دې چې که لوی ویښته یې خوښ وي یا څه جدید طرز کې ویښته کټ کړی نو په دې یې مشران هم پر صنفی، کلتوری او مذهبی بنیاد اعتراضات کوی.
پښتون شاعر او ادیب استاد بخت زاده دانش وايي، له پاکستانه په دې ډول د افغان کډوالو ویستلو دردولی او ورسره شوی ناسم چلند په کلکه غندي ښاغلي دانش د ډیوې له خبریالې سعدیه قاسم شاه سره په یوې مرکه کې خپل احساسات داسې شریک کړي.
د پاکستان حکومت له ملک نه د قانوني اسنادو نه لرونکو غیر ملکیانو پرضد د ګامونو له اخېستلو وروسته افغان کډوالو د ځورونو له وېرې افغانستان ته د ستنېدو لړۍ چټکه کړې په دغه بهیر کې ښځې او ماشومان له څومره ستونزو سره مخ دي؟ د ډیوې خبریالې سعدیه قاسم شاه له یو شمېر افغان کډوالو سره خبرې کړي.
په خیبر پښتونخوا کې جونې او ښځې د سینو د سرطان د نښو په اړه څومره پوهېږي؟ د اکټوبر میاشت په نړۍ کې د سینو د سرطان په اړه د پوهې خپرولو لپاره ځانګړې شوې. د ډیوې خبریاله سعدیه قاسم شاه په یو داسې لاریون کې له ګډونوالو ښځو سره غږېدلې او د سرطان په اړه یې ترې پوښتنې کړي.
په پېښور کې د مذهبي اقلیتونو خلک وايي، اوس هم ورته په ټولنه کې په ټیټ نظر کتل کېږي دغه خبرې په هغې غونډه کې شوي چې په پېښور کې د مذهبي اقلیتونو د همغږۍ لپاره جوړه شوې وه. ګډونوالو په ټولنیزو رویو، نه زغم او توپیري چلند باندې خپلې تجربې او خیالات شریک کړی. تفصیل د سعدیه قاسم شاه په راپور کې.
د پېښور فيمنېسټ فرايډې خوځښت وايي په راتلونکو انتخابونو کې به له سياسي ګوندونو وغواړي ښځو ته پوره پوره برخه وکړي د ښځو او نارینو د سیاسي او ټولنیزو حقونو د برابرۍ د پلویانو یو خوځښت فيمنېسټ فرايډې په پېښور کې زياتره د جمعې په ورځ راغوندیږي او د ګډو حقونو او مبارزې په ارزښت بحثونه او څیړنې کوي.
نور کتل