روژه راغله خو له ډېرې ګرانۍ سره کېدلی شي ډېر خلک په دې روژه کې هغه څه د پيشمني او روژه ماتي د پاره ونه لري چې په تېر کې يې لرل ځکه چې ګرانۍ د خلکو ژوند ګران کړی او د خوښې د خوړو يې ويستلی دی. نور تفصيل د سعديه قاسم شاه او هاشم علي په رپورټ کې
په قبایلي سیمو کې د جمیعت علما اسلام ډلې مشرانو د ټاکنو پر سر له خبرو وړاندې د سرشمیرنې د سرته رسولو غوښتنه کړې اخوا د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د خیبرپښتونخوا له ګورنر سره د ټاکنو په نیټه خبرو ته په تمه دی. بشپړ حال د هاشم علی او سعدیه قاسم شاه په راپور کې
پاکستان ته به د بار وړونکو اورګاډو د ډبو لومړۍ دسته په مارچ کې ورسېږي پاکستان ته د اورګاډو د ډبو ورکول له چین سره د اقتصادي پروژې یا سي پیک لاندې ترسره کېږي چې ددغه هېواد د ټرانسپورت وړتیا به ورسره زیاته شي. د سي پېک په وړاندې دا مهال کوم خنډونه پاتې دي؟
څېړونکي: له پاکستان سره د بهرنیو مالي اسعارو ذخیرې دومره کمې شوې دي چې د دغه هېواد د کنګال کېدو یا ډي فالټ خطر ته اشاره کوي حکومت ویلي، د نړیوالې مالیاتي ادارې یا آی ایم اېف لخوا د ټکس د نویو شرطونو پوره کولو ته تیار دي او هیله څرګندوي چې ژر به د اوه بیلینه ډالره پور پروګرام ترلاسه کړي.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لخوا د حکومت پرضد د روانو احتجاجي لاریونونو په اړه ځوانانو، د پوهنتون ځوانو استادانو او محصلینو څه ډول غبرګون ښودلی؟ د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې تېر کال یې د عدم اعتماد ووټ له لیارې حکومت ختم کړای شوي و یو ځل بیا په هېواد کې د حکومت پرضد احتجاجي کمپاین پیل کړی.
روغتیا پوهان وايي، که ښځې د میاشتني عادت پر وخت د بدن پاکوالي ته پام وکړي نو له ممکنه ناروغیو څخه به په امان پاتې شي په دې اړه د ډیوې خبریالې په خیبر پښتونخوا کې له یو شمېر مېرمنو او ډاکټرانو سره خبرې کړي او دا راپور یې پرې تیار کړی دی.
په خېبر پښتونخوا کې د هندو مذهبي اقلیتي ډلې ماشومان، په ځانګړې توګه جینکۍ زیاتره وخت د اعلا تعلیم ارمان نشي پوره کولې چې د بیلو تعلیمي ادارو د نشتوالي نه پرته یې نور علتونه هم دي. تفصیل د پېښور نه د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپورټ کې
د خېبر پښتونخوا د تعلیم د محکمې د شمیرو ترمخه شا وخوا نهه لکه ابادي لرونکې علاقې لنډی کوتل کې یو هم سرکاري پوهنتون نشته. چې له کبله یې د سيمې زياتره جینکۍ د اعلی تعلیم د حق نه محرومه پاتې دي. نور تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علی په رپورټ کې.
په ارمي پبلېک سکول ترهګریز برید کې د وژل شویو ماشومانو میندو او پلرونو د انصاف لپاره د له پېښور نه اسلام اباد ته احتجاج پیل کړی.
د پېښور پوهنتون د ټول پوهنې شعبې استاذه نائيله امان قاضي وايي ګڼ شمېر پښتانه د خپلې پښتونولي په مخکې بوتلو او د حجرې او د جرګې لپاره زوی غواړي او د زياتو ناريناو کورنۍ مضبوطې ګنلی کيږي. "ټولنه دا غوره ګڼي چې نارينه ماشومان يا هلکان دې وي، ولې چې جينکۍ جرګه نه شي کولی او د جرګې مشري نه شي کولی."
په صوبايي اسمبلۍ کې د حکومت مخالف ګوند عوامي نېشنل پارټۍ غړی او پارلېماني مشر سردار حسېن بابک وايي پي ټي ايي د سرکاري وسيلو او د اختياراتو ناجاېز او د سياسي مقاصدو لپاره استعمال کړی دی او اوس خپلو چارو ته قانوني تحفظ ورکول غواړي
طارق افغان زیاته کړه چې که د ای ډي ار نظام دومره ښه وي نو د خېبر پښتونخوا نه علاوه دې د ملک په نورو لویو ښارنو لکه کراچۍ او لاهور کې دې هم نافذ کړی شي."دوي يواځې د قباېلي ضلعو لپاره دغه لاره ښوخوي."
د ترهګرۍ نه اغېزمنو مېندو په خپل خواست کې ویلی عدالت باید حکومت ددغه ترهګر ډلې سره دامن مذاکراتو نه منعې کړي او په دې عمل کې دې اغېزمنې کورنۍ په اعتماد کې واخستل شي
نور کتل