ميرمن بشيره د خويشګي افغان کيمپ کډواله ده، د سړو جامي په تن خپل د ختو ګټو هغه ویجاړ کور ته ګوري چې سيلاب وړي دی،وايي "دا وخت مونږ ډېر د بي وسۍ په حالت کې يو، نه د څښلو صفا اوبه لرو او نه راسره چا کومې طبي مرستي کړي ، مونږ هر څه ته اړتيا لرو ځکه چې زمونږ هر څه په سيلاب کې لاهو شوي دي
خيبر پښتونخوا صوبه چې بارانونو او سېلابونو زياته ځپلې ځاني او مالي تاوانونه يې اړولي څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت او په مرکز کې ايتلافي حکومت په يو مخ نه دي صوبه په یواځې سر د سېلاب ځپلو بحالي نه شي کولی او که مرکز او صوبه يو نه شي ټول زور به يې سېلاب ځپلو ته ورسي.
د خېبرپښتونخوا په بونير ضلع کې سيک لږکۍ احتجاج کړی او ویلي يې دي د ټولنې يوه جينۍ يې چې د سکول استازه ده، تښتول شوې بيا مسلمانه کړی شوې او واده کړی شوې ده، پولیسو يې مقدمه نه ده درج کړې خو پولیس دغه تور ردوي.
د ميرمن فلک ناز دراني دوه اولادونه په ارمي پبلېک سګول کې وژل شوي دي، په ای پي اېس کې د وژل شوو نورو ماشومانو د ميندو په استازيتوب يې د نهې، سه شنبې، په ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته خپله وینا په دومره جذباتي انداز وکړه چې د جرګې یو شمیر برخه والو هم ورسره وژړل
د خیبر پښتونخوا صوبې د سرکاري پوهنتونو محصلین وايي، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې یې باید د حل کولو هوډ وکړي.
د پېښور په شعبه بازار کې د موټرو د پرزو (سپېر پارټس) کاروبار له افغانستان سره د لارو د تړلو له امله سخت زیانمن شوی. عثمان خان راپور راستولی.
په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې مخالفه ګوندونو په حکومت نيوکې کړي چې په صوبه او بيا په ځانګړې توګه پخوانۍ قبايلي سيمه کې امنيتي وضع نوره خرابه شوې، سياسي خلک په هدفي وژنو کې په نخښه کيږي حکومت ځان خاموشه کړی دی.
د کال 2022م لپاره د ورلډ اکنامک فورم د رپورټ ترمخه افغانستان د صنفي توپیر په قطار کې د نړي تر ټولو شاته پاتي هيواد دی، ورپسې پاکستان، کانګو، ايران او دغه ډول چاډ په شاته پاتي ملکونو کې په پنځم نمبر دی
د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې افغان سوداګر/تجاران وايي، په وروستيو کې د ځینو تجارانو د تاوان دپاره تښتونو سخت ويرولي او پرېشانه کړي او کاروبار يې هم اغېزمن شوی دی.
په پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو د بیو د زیاتوالي په اړه عام خلک څه وايي؟ دا به تاسو د عثمان خان په راپور کې واورئ.
د پيښور سرحد چېمبر اف کامرس او انډسټري چارواکو د مرکزي حکومت د لوري په وړاندې کړل شوی بجټ نيوکې کړي او ويلي يې دې چې وفاقي حکومت د تير په څېر دا واري هم په کليزه بوديجه کې ترهګرۍ او قدرتي افتونو ځپلې صوبې خېر پښتونخوا دپاره کوم ځانګړي پېکج نه دی ورکړی
د خېبر پښتونخوا حکومت روانه اونۍ د زیاتې ګرمۍ/ تودوختي پرمهال د ځنګلي ځناورو د خوندیتوب محکمې ته امر کړی چې په ژوبڼ کې د ځناورو او مارغانو لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي. د دغه امر وروسته د پېښور په ژوبڼ کې د ځناورو او مارغانو د خوندیتوب لپاره داسې کوم ګامونه پورته شوي؟
نور کتل