د ډاکټر شکیل اپریدي د مېرمن وکیل محمد عارف جان اېډوکېټ وايي، چې دوی پېښور هايکورټ ته کوم خواست کړی وو او منظور کړی وو، نو د هغې خلاف مرکزي حکومت د خېبرپښتونخوا حکومت په حواله د بيا اورېدنې خواست جمع کړی وو هغه خارج شوی وو
د وفاقي ایپکس کمیټۍ د غونډې نه پس د ترهګرۍ خلاف د عزمِ استحکام په نوم د فوجي اپریشن شروع کولو د اعلان پحقله څېړونکي وایي د نوي اپریشن ضرورت نه وو. دوی وايي که ممکنه اپریشن کې پوره علاقې خالي کړی شوې د کامیابۍ امکانات به یې کم وي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د پېښور په ارمي پیلک سکول د تحریک طالبان پاکستان د حملې نه وروسته د پاکستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د نیشنل ایکشن پلان په عنون تګلاره جوړه کړه خو پوهان وایي په دغه تګلاره د سم عمل نه کیدو په وجه څه موده پس حالات بیا خراب شي او حکومت بیا د پوځي اپریشنونو خبرې کوي
د حکومتي ګامونو نه ځايي خبریالان نه دي مطمین او سبا د جمعې په ورځ یې د ماسپښین نه پس جمرود کې د باب خېبر په مقام د احتجاج او پرلت اعلان کړی دی
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هېواد د کال 2023م په اړه خپل رپورټ کې پښتونخوا د پاکستان د ټولو نه زیاته ناارامه صوبه بللې. رپورټ وایي تېر کال 4,200 ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي او دا وخت 40 لکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي. تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي:
پوهان وایي پاکستان کې د پنځوسو فیصدو نه زیاتې حامله میرمنې په څه نا څه شکل کې د خوراک له کمي سره مخ دي. دوی وايي، په دغه ډله میندو کې دیرش فیصده یې د کلیوالو او نولس فیصده د ښاري سیمو دي. خو اوس حکومت د متوازن خوراک په هکله د پوهې زیاتولو پروګرام شروع کړی دی. تفصیل د مدثرشاه په راپور کې.
د پیښور پولیس دعوه کوي چې تېرو پینځو شپږو میاشتو کې د مجرمانو خلاف د سختو اپرېشنونو نه پس جرمونه 48 فیصده کم شوي خو په جرمونو نظر لرونکي خبریالان وایي تاڼو کې جرمونه نه رپوټ کیږي ځکه جرمونه کم ښکاري. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د پښتونخوا صوابۍ ضلعې خلکو د بجلۍ د لوډشیډنګ خلاف په ټوپۍ بازار کې احتجاجي مظاهره کړې، مظاهرچیانو وویل ارزانه بجلي پیدا کوونکی تربیله بند يې په ځمکو جوړ شوی خو دوی ته بجلي نه ورکړی کیږي. وایي که لوډشیډنګ ختم نه شو احتجاج به پراخ کړي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د صوابۍ خلکو په ټوپۍ ښارګوټي کې د برېښنا یا بجلۍ د لوډشېډېنګ پرضد احتجاج کړی له تربېلې ډېم څخه په لسو کیلومټرو کې راټولو شویو احتجاج کونکو ویل چې ډېم د دوی پر ځمکو جوړ شوی خو په دې ضلعه کې هره ورځ لس ساعته برېښنا نه وي. احتجاج کونکو د ډیوې له خبریالانو مدثر شاه او هاشم علي سره خبرې کړي.
د پښتو وتلی ټوقمار میراوس استاذ ناروغه دی او د پیښور یو هسپتال کې بستر دی، د شوګر رنځ په وجه د هغه یوې پښې ته نقصان رسیدلی دی خو له وایس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ښاغلي میراوس ویلي چې ډاکټرانو ورته له اپریشن وروسته د پوره رغیدو ډاډ ورکړی دی. تفصیل د مدثر شاه په راپور کې.
د کیلاش قبېلې سپرلنی "چیلم جوشټ" جشن د خوښۍ په نڅاه ګانو اؤ مېلو سرته رسېدلی دی د چترال کیلاش قبیلې کې د پسرلي په شروع کیدو سره د دوي روایتي څلور ورځنی جشن چیلم جوشټ مېله لمانځل شوې اؤ دغه مېله د خوښۍ په جشنونو سره پائ ته رسېدلې ده. تفصیل د مدثر شا په راپور کې.
پاکستان کې د وفاق او صوبو تر مینځه د وسیلو د ویشلو د پاره اخري قومي مالیاتي کمېشن څوارلس کاله وړاندې جوړ شوی و. په اتلسم اييني بدلون کې په ډاګه کړل شوې ده چې صوبو ته ورکړل شوې برخه به نه کمیږي. نور تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي
کارپوهان وايي، په پاکستان کې د روژې او د اختر میاشت په لیدلو کې د اختلافاتو مسله د ساینسي علومو له لارې حل کېدای شي. تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.
د پاکستان د بشري حقونو تنظیم هیومن راېټس کمېشن اف پاکستان د هیواد په درنګونو کې د کارکونکو خورايکښو په حالاتو اندېښنه ښودلې. ایچ آر سي پي په خپل یو تفصیلي رپوټ کې ویلي د نیمې نه زیات درنګونه غیر قانوني دي او د کارکوونکو حقونه په کې د پښو لاندې کیږي. تفصیل د مدثرشاه اوهاشم علي په راپور کې.
نور کتل