د نړیوال بنک راپور وایي دا مهال د ورستو پاتې او د منځني اقتصاد هیوادونو درې پنځوس فیصده ماشومان د پرایمري سکول په ختمیدو د ساده لیک د لوستو او پوهې جوګه نه دي
وزیراعظم عمران خان ځوان کول ددې کتاب لوستلو ته روانه میاشت رابللی اؤ د ترکیې دلیکوالې دکتاب عکس یې هم پخپل انسټاګرام خپور کړی دی.
۲۷م ستمبر د سیلګرۍ د نړیوالې ورځې په حیث دا ځل داسې حالاتو کې نمانځل کیږي چې د کرونا رنځ له امله دغه څانکه هم اغیزمنه شوې ده او د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ محکمه وایي د صوبې دوؤ ډویژنونو ملاکنډ او هزاره کې سږ کال د سیلګرۍ څانګې ته د لسو اربو روپو زیان اوښتی دی.
ملګرو ملتونو د سولې په نړيواله ورځ په ټولو قامونو، هیوادونو او جنګونو کې ښکېلو ډلو باندې غږ کړی چې وسله کېږدي او د نړیوالې وبا کرونا په ضد دې مبارزه وکړي.
پاکستان کې دکرونا وایرس په دپېښو کې د ډاګیز کموت رامنځته کیدو له امله قابو شپږ میاشتې وروسته تړل شوې تعلیمي ادارې یو ځل بیا پرانستل شوي اؤ په میلیونونو طالبعلمان د نهې په ورځ سکولونو کالجونو او پوهنتونونو ته تللي دي.
څېړونکي بیا وایي چې دبنګو دپیدا وار دپاره دخیبر پښتونخوا سیمه زیاته غوره ده اؤ که چرې دلته دبنګو دپیداوار دپاره قانون سازي وشي نو ځائي کرونده ګرو ته به ترې هم زیاته ګټه ورسیږي
د نړیوالې ترهګرې ډلې القاعده د مشر اسامه بن لادن په موندلو کې د سي اي ای سره د مرستو په سر د تورن ډاکټر شکیل افریدي د قضیې بې پرمختګه اورېدنې دوام لري, تمه ده تازه اوریدنه به سبا له په 13 اګست د پېښور په ستر عدالت کې وشي.
دخیبر پښتونخوا دقبائیلي ضلعې مومند په مرکز غلنۍ کې وړومبي د ماشومانو عدالت کار شروع کړو چې پرانسته یې د پیښور هایي کورټ مشر قاضي جسټس وقار احمد سیتهـ دخالي په ورځ پېښور کې کړې ده.
کپور خاندان پسې تړلو دهندي فلم انډسټرۍ د وتلو ستورو راجکپور اؤ دهغه دکورنۍ دنورو غړو په پېښور کې شا وخوا دیوې پېړۍ نه اباده حویلي دبې غورۍ له امله اوس دا دغورځیدو خطر سره مخ ده.
د پېښور هایکورټ جوړ عدالتي کمېشن د پېښور په سکول د برید د پلټنو رپوټ سپريم کورټ ته ورکړی دی، د پېښور هايکورټ د یو کسيز جج دا کمېشن په کال 2018م کې جوړ شوی ؤ.
دپښتون ژغورنې غورځنګ د وتلې فعالې میرمن ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل محکمه کې ترهګرو سره دمرستې دتورونو مقدمه کې دبېګناه ثابتیدو وروسته هوډ ښودلی چې هغه به د انساني حقونو دپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د افغانستان مزار شریف سره تړاو لرونکی عبدالخلیل پنځلس کلن ماشوم ؤ چې څلویښت کاله وړاندې پېښور کې په چارسده روډ د خزانې خراسان دکډوالو کیمپ ته سره د خپلې کورنۍ په کډوالۍ مجبوره شو.
د برطانیې امپریل کالج لندن یوه څیړنه کې ادعا کړې چې پاکستان کې به د کرونا رنځ لړۍ د راروان کال جنورۍ اخیري نیټو پورې دوام ولري.
د خېبرپښتونخوا ډاکټران وايي په روغتونونوکې د کروناوايرس وهلو ناروغانو دپاره ځای کم دی خلک په قهر دي که حکومت د ډاکټرانو د تحفظ او ناروغانو د ځای دپاره انتظام ونه کړو، ډاکټران دخلکو د تشدد سره مخامخ کيږي دوی به په احتجاج کولو مجبور شي.
دخیبر حکومت وزیر اعظم عمران خان ته د پیښور د بي آر ټي پروژې په هکله د معلوماتو ورکولو په وخت ویلي چې په منصوبه سل په سله کار سرته رسیدلی خو د کرونا وبا په وجه پرانسته به یې تر یوې میاشتې پورې وځنډولی شي.
په پاکستان کې د ډاکټرانو تر ټول لوی تنظیم پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن د خبرداري باوجود وفاقي حکومت دا میاشت په لاک ډاون کې د نرمۍ اعلان وکړو. ډاکټران وايي د کرونا وایرس خطر لا کم شوی نه دی او په لاک ډاون کې نرمي به په پاکستان کې د وایرس نور په چټکتیا خپور کړي
بازار کې ځینو تنانو پوزو ته ماسکونه او لاسو ته دستانې اچولې وې خو زیاترو پکې د احتیاط نه کار نه اخیستو او اوږه په اوږه ولاړ خریداري یې کوله
په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مړینې شرح هم زیاته ده. په نورو صوبو کې د دې وایرس نه د مرګ شرح د دوه فیصد نه تر درې فیصد پورې ده خو په خېبرپښتونخوا کې دا شرح د پنځه فیصد او په پېښور کې دا اته فیصد ده
دغه کمیشن د خبریالانو او نورو اړونده اشخاصو سره د لیدو وروسته یو راپور جوړکړی ؤ خو د پیښور هایي کورټ وکیل طارق افغان وایي تر دې وخته یاد راپور خپور نه کړی شو نو ځکه دوي د حیات الله د ورور په درخواست پیښور هایي کورټ ته عریضه کړې ده چې د اوریدنې لپاره منظوره شوه
نور کتل