د سنیټ دغه کمیټۍ د بلوچستان غړې کلثوم پروین وي او ای ډیوه ته وویل د الیکشن کمیشن چارواکي د کمیټۍ غړو ته د اینده عامو انتخاباتو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل چې په حساسو سیمو کې به ازاد انتخابات مشکل وي
د پېمرا اعلامیه کې وړاندې وېل شوي ټي وي چېنلې د پوځ او عدالتونو پرضد دغه بیانونه بیا بیا نشروي چې د اولس په زړونو کې د دغه ادارو پرضد منفي جذبې سېوا کیږي.
د پاکستان د شناختي کارډ ادارې [نادرا] د پښتنو د لکونو شناختي کارډونو تر بندولو وروسته خپلو ملازمینو ته امر کړی چې د شناختي کارډ جوړوونکو پښتنو کلکه پلټنه او کره کتنه وکړي.
مظاهره چیانو له مرکزي حکومته غوښتنه کوله چې له چین سره په ۲۰۰۷م کال کې لاسلیک شوی تړون دي عملي کړي. د دې تړون له مخې دواړو هېوادونو پر دې سلا کړې وه چې د یو بل په جېلونو کې بندي کسان یو بل ته وسپاري
د پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سېد عالم مسود ډیوه ریډېو سره خبرو کې وړو صوبو ته د سي پیک گټې یو شان رسولو په اړه د چينايي سفیر په څرگندونو بې باورې څرگنده کړه
حافظ سعید د لشکر طیبه نومې وسله والې ډلې مشر و خو په تنظیم د پاکستان د پابندۍ ورسته هغه د جماعت الدعوه په نوم گوند جوړ کړو. په کال ٢٠٠٨ م کې په ممبۍ ښار کې په ترهگر حملو کې د ١٨٨ ؤ پورې کسان وژل شوي وو. ددغه حملو په سر ملگرو ملتونو هم جماعت الدعوه ترهگر تنظیم ټاکلی دی
تېرو څلورو کالو کښې دغه ګوندونو وخت په وخت د حکومت په ضد احتجاجونه کړې خو دا ړومبې ځل دې چې د ېو بل سخت مخالفه ګوندونه د حکومت سره په طربګنې کښې راېوځې شوې دي
په قبایلې سیمو کښې تر اوسه شوې ډرون برېدونو کښې د پاکستان پوځ او وګړو په وژنو کښې ککړ د لاقانونه ګرځول شوې تحرېک طالبان پاکستان پخوانی مشران بیت الله محسود او حکېم الله محسود وژل شوي
اعلامېه کښې په خېبر پښتونخوا کښې د تمباکو فصل زرعې ګرځولو او په دغې د ټېکس راغونډوولو واک د مرکز په ځاې صوبې ته ورکولو غوښتنه هم شوې ده.
په پاکستان کې ۲۰۱۰م کال کې د منظور شوي قانون له مخې د ملازمت کوونکو ښځو په ځورونو تورنو مجرمانو لپاره درې کاله قید او ۵۰۰۰۰۰ روپۍ سزاګانې ټاکل شوي دي
دپاکستان سترې محکمې په دې وروستیو کې پلازمینه اسلام اباد کې د یوې تندروه مذهبي ډلې لخوا احتجاجي پرلت وهنه د ریاستي قوت دمفلوج کولو هڅه بللې ده.
دپاکستان دریاستي چارو مرکزي وزیر عبدالقادر بلوچ یوځل بیا قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو پځایې کولو ژمنه تکرار کړې ده اؤ ویلي دي ډیر زر به په دغه اړوند پرمختګ ولیدل شي.
د پاکستان حکومت روان کال د جنورې په مېاشت کښې حافظ سعید په خپل کور نظر بند کړی وو، خو د تېر نومبر په مېاشت کښې لاهور هايي کورټ د حافظ سعید د خوشې کولو امر کړې وو.
پاکستان کې دافغان کډوالو دقانوني استوګنې موده د روانۍ میاشتې په ۳۱مه نیټه پایې ته رسیږي خو دملګرو ملتنو دکډوالو ادارې دپاکستان حکومت نه غوښتنه کړې وه چې داستوګنې دغه موده باید نوره هم سیوا کړي.
د پاکستان د انتخابي کمېشن وېاند هارون شنواري ډېوه رېډېو ته وېلې چې د کورنیو چارو وزارت په وېنا دوي د لاقانونه تندروه ډلو سره تړاو په سر د ملي مسلم ليګ د سیاسي ګوند په توګه د رجسټرډ کوولو خواست رد کری دی
دسینیټ دکمیټې څخه دمنظور شوې دغه مسودې له مخې به داخبره باوري کولی شي چې په ګرد هیواد کې به نرښځیانو سره دجنس په اساس هیڅ توپیري چلند نه کیږي اؤ دهیواد د نورو وګړو په څیر به ورته دتعلیم،روزګار اؤ دژوند نورو څانګو کې دپرمختیا موقعې ورکولی شي.
نور کتل