د زيارت په ورځ د حکومتي څارنوال لخوا سپريم کورټ ته ويلي شوي وزير اعظم د متاثره کورنيو د غوښتنو او دوي سره خبرو لپاره د څلورو مرکزي وزيرانو کميټي جوړه کړې ده او د وژل شوو ماشومانو د کورنیو دريځ به هم د حکومتي ځواب برخه وي
فواد چودهري د شورو، چهار شنبى، په ورځ په اسلام اباد کى د سعودي عرب په سفارتخانه کي يوې غونډې وویل وفاقي کابيني د دې منظوري ورکړه چې افغان وګړي کولی شي چې د پاکستاني هوايي ډګرو د لارى بهرني هيوادونو ته سفر وکړي
د پاکستان د پارليمان د قامي سلامتيا د کميټۍ ان کيمره يا تړلو دروازو په شا غونډه کې شريک پارليماني غړو د ملکي امنيت سره تړلې حکومتي تګلاره باندىې اطمينان څرګند کړی خو مخالفه ګوندونو د دغه غونډې نه بايکاټ کړی وو.
د هيواد په کچه د بشري حقونو تنظيم ايچ ار سي پي دسيالکوټ پيښه کې د رياست کردار بزدلانه يا ډارن ګرځولى دى او تنظيم پاکستان رياست نه دسخت درېځو ډلو د ملاتړ نه دلاس اخستو غوښتنه کړې ده.
داسامه بن لادن معلومولو کې ایکایي استخباراتي شبکې سره په مرسته دتورن ډاکټر شکيل اپريدى ورور جميل اپريدی وايي ډاکټر شکيل دپنجاب دساهیوال په زندان کې په يو شمير رنځونو اخته دی خو صوبايي حکومت یې د علاج د اسانیو نه محرومه ساتي.
د ممبۍ دترهګریزو بریدونو د ديارلسو کالو سر ته د رسیدو په موقعه دهند وزير اعظم نريندرا مودي ويلي هند ددغه حملو زخمونه هيرولى نه شي.
څيړونکي وايي د پاکستان جوهري طاقت په جوړيدو کې د چين کردار څه نوي خبره نه ده خو د امریکې ورستۍ پريکړه په افغانستان کى د پاکستان د کردار نه د امريکې ناښوښي څرګندوي او دا چې امريکا نور پاکستان ته د اتحادي هيواد په نظر نه ګوري
تېره هفته د حکومت او تحريک لبېک ترمنځ لوظنامى داعلانېدو وروسته د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کې مرکزي کابېني په تنظيم لګيدلي حکومتي بنديزونو د لرې کوولو او تحريک لبيک ته بيا خپل فعاليتونه د پيل کوولو فېصله کړې ده
د پښتون جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ افغانستان کى د پاکستان کردار لانجمنه بولي. هغه وویل پکار خو دا وه چې د پاکستان دغه کردار سره د حکومت د ټي ايل پي لوظنامي او د پوځ لخوا لاقانونه ټي ټي پي سره مذاکراتو په خبرونو باندى د تړلو دروازو په شا پارليمان کې عام بحث شوی وی
مطبوعاتي ريپورټونه وايي دايشيايي ترقياتي بينک په مرستو دجوړيدونکې ترقياتي پروژې په وخت دنه عملي کيدو له امله تر اوسه پاکستان باندى ١٠ کروړه ډالر جرمانه لګيدلې ده.
د جنرل ندیم انجم د ګمارل کېدو نه وړاندې د پوځ پخواني جرنيل او د دفاعي چارو څيړونکي طلعت مسعود ویلي وو په دې کې شک نه دى پاتې چې د ايي اېس ايي د مشر د تقررۍ معامله لانجمنه شوي ده
وي او ای ډيوه سره خبرو کى ښاغلي برنجو وويل په سي پيک به څوک خوشاله وي او څوک به یې نه شي زغملى خو بايد چى پاکستان خپل ګريوان ته وګوري چې ولى په سي پيک پروژو کار ډير ورو کيږي؟
پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه او څيړونکي په وزير اعظم خان دخپلو سياسي ګټو لپاره د مذهب دنوم کارولو تورنه لګوي او وايي عمران خان دمدينې د رياست هغه مثالونه ورکوي کوم چې موجوده حالاتو کې د وزیراعظم د دريځ سره سمون لري.
په مجوزه قانون کې د قباېلې ضلعو د قامي اسمبلۍ لپاره څوکې د شپږ پر ځای نهو ته او د صوباې اسمبلۍ چوکې د ١٦ پر ځای ٢٠ ته رسوولو وړاندېز شوی دی
د وزير اعظم عمران خان وايي د مدينې رياست کې به د قانون واکدارۍ او وړتیا ته لومړيتوب ورکول کيدو او هغه به هم تل پاکستان کې د قانون د سرلوړۍ لپاره خپله مبارزه دوامداره ساتي.
دپاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي که نړيوالې ورورلۍ د افغانستان کنګل اثاثي بحال نه کړې نو دغه هيواد د معاشي تباهۍ سره مخ کيدای شي.
په پاکستان کى معلوماتو د رساى خپلواکه کميشن امر کړی چې عمران خان ته په تيرو دریو کلونو کې چې د بهر ملکونو مشرانو کومې تحفې یا ډالۍ ورکړي وفاقي حکومت دې په اړه معلومات شریک کړي
د مذهبي يوالي لپاره د وزير اعظم عمران خان سلاه کار مولانا طاهر اشرفي د مجوذه اتهارټي په سر دغه انديښى بې بنیاده بولي او وايي که پاکستاني سکولونو کې د يورپ د يو تن په ذکر په پاکستاني ماشومانو څه نه کيږى نو دا څنګه ممکنه دا چى د پيغمبر اسلام په ذکر به په دوې بوج وغورځیږي
پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو داحتساب ادارې دمشر دملازمت دمودې غځولو او دیادې ادارې د اختیاراتو په اړوند د حکومت دصدارتي حکمنامې په ضد عدالت ته دتګ اعلان کړی دى.
د يورپي يونين سفيري ويلي په ځینو لوظنامو دپرمختګ باوجود دوئ پاکستان کې ماشومانو نه دجبري مشقت اخستو اؤ د تشدد پيښو کې په سیوا شوي زياتوالي اندېښنې لري.
نور کتل