د صحت بېړنی حالت یا هېلت اېمرجنسي د اعلانولو په لړ کې مریم اورنګزېب وويل په رېسټوارنټونو کې خلک د مازدیګر د څلورو بجو پورې خوراک کولی شي او د ماسختوتن ته اته بجو پورې خلک د رېسټوارنټونو نه کورونو ته خوراک وړلی شي
د خېبرپښتونخوا نا ارامه ضلعې شمالي وزيرستان مرکزي ښار میرانشا په تپي کلي کې د تېرې شپې پرمهال زوروره چاودنه کې وژل شوي پينځه کسان خاورو ته سپارل شوي دي.
د افغانستان سرہ په پوله د خېبر پښتونخوا باجوړ ضلعې پوليسو وي او اې ډيوه ته ويلي، د جماعت اسلامي ګوند د باجوړ ځایي مشر حميد صوفي د لوي سم تاڼې په حدودو کې د زيارت په ماښام د نامعلومه وسله والو لخوا په نخښه شوی دی.
پاکستان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ضد اقداماتو کولو د غوښتنې تکرار کولو ترڅنګ ويلي، بايد "د پاکستان د خلکو صبر ونه ازمايل شي".
د پاکستان د بلوچستان صوبې د خضدار ضلعې په وډ تحصیل کې وسله وال برید کې د یو قبایلي مشر په ګډون لږ تر لږہ څلور تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار وویل امنیتي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په هرنايي کې د "ترهګرو" خلاف عملیات کول چې د پوځي قطار په سر کې موټر سره بم خلاص شو او په نتیجه کې يې مېجر او یو بل عسکر ووژل شوو
نور کتل
No media source currently available