د ورلډ بېنک مېنېجېنګ ډریکټر اېکسل وان ټروټسنبرګ په یو بیان کې وویل حقیقت دا دی چې موسمي بدلون هر ملک ځپلی شي خو د دنیا د غریب ترینو ملکونو دپاره دا مشکل د ټولو نه زیات سنګین دی
خېبرپښتونخوا کې د اکتوبر په مياشت کې خواوشا غټ واړه رپوټ شوي ۴۶ بریدونه شوي، ۵۳ امنیتي عسکر، اهلکار او ټول ۸۰ کسان وژل شوي دي، په دې شمېره کې دوه نرښځیان هم شامل دي.
په پاکستان کې د پولیو خلاف کمپاين روان دی، ورسره په ملک کې د پوليو مثبتې پېښې رپوټ کېدل هم دوام لري، د سږني کال تراوسه پورې 43مه پېښه هم د بلوچستان صوبې په چاغي ضلعه کې رپوټ شوې ده.
د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په بريکوټ ګورتۍ کې زېږېدلی د خواريکښو، مزدورانو د تحريک مزاحمتي ولسي شاعر صابر احمد صابر د 78 کالو په عمر کې په کراچۍ کې په حق رسېدلی دی.
د کراچۍ یو ځایي عدالت پخپله انږور تیزاب پاشونکې خواښې اؤ د هغې دوؤ زامنو ته د 14 کالو د بند اؤ لسو، لسو لکو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.
په پېښور کې د میشت یو اعلا تعلیم یافته اؤ مشهور نرښځې ډولفن ایان نه د وسلې په زور لوڅې ویډیو جوړولو اؤ بیا ددغه ویډیو وایرل کولو یا خورولو ته په ټولنیزو رسنیو د ژوند د بیلابیلو تپو خلکو سخت غبرګون ښودلی.
ايي اېس پي ار وویل په جګړه کې يې یو مېجر او دوه نور عسکر ووژل شوو او ځواکونه اته وسله وال ووژل. د ايي اېس پي ار د بیان نه مخکې بنو پولیس، په سیمه کې امنیتي سرچینو او کالعدم تنظیم تحریک طالبان پاکستان په بکا خېلو کې د جګړې تصدیق کړی و
د پاکستان د پېټروليم وزیر مصدق ملک تېره میاشت پارلېمنټ ته وویل ایران سره د ګېس پایپ لاین منصوبه پوره کولو په لاره کې نړیوال بندیزونه پراته دي. هغه وویل دا ډېره پېچيده مسله ده چې په کې نړیوالې پابندۍ شاملې دي
د اکتوبر په 29مه د روس مرستيال دفاع وزیر کرنل جنرل اليګزېنډر فومن د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير او د پاکستان هوايي ځواک مشر ايير چیف مارشل ظهیر احمد سندهو سره ليدلي، په دوه اړه خيزه دفاعي همکاريو او سيمه ییزه امنیت يي ټينګار کړی دی.
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې بنو کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتې خبر دی، پوځ تراوسه پورې په رسمي ډول د نښتې تاييد نه کړی، خو د بنو پوليس نښته تاييد کړې او د نورو جزياتو ورکولو څخه ډډه کړې ده. تحریک طالبان پاکستان هم د نښتې تاييد کړی دی، د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارج فتنه په نوم يادوي.
په ولسي کچه د عامو اندېښنو سېوا کېدو وروسته د چين حکومت يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی، چينايي وګړو ته دې موثره امنيت برابر کړي او د ترهګرو پرضد یې د دواړو هيوادونو د ګډې مبارزې ټينګار کړی دی، پاکستان دغه بيان ته سمدستي ځواب نه دی ويلی.
نور کتل
No media source currently available