منظور پښتين په خپلو ټولنيزو رسنيو پاڼو، "د پښتنو لخوا څلور واړو صوبايي او مرکزي حکومت، او پوليس محکمې ته پرانستی خط" پوسټ کړی دی، په خط کې د 11م اکتوبر د پښتنو د جرګې په اړه خبرې شوي او ويل شوي، "د پنجاب ټول نه، خو د اکثريتي سياسي ګوندونو غړي د پښتنو د جرګې او اتحاد مخالفت کوي".
پاکستان تحریک انصاف ګوند، پي ټي آی نن د جمعې په ورځ د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج اعلان کړی، خو د کورنيو چارو مرکزي وزير خبرداری ورکړی چاته به په اسلام اباد د ورختلو اجازه ور نه کړي او که چا هڅه وکړه، نرمي به ورسره ونه کړی شي.
د د ښځو نړیوال T-20 ، شل اووريزه کرکټ کپ سيالو کې پاکستانۍ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه کې د سري لنکا لوبډلې ته په 31 رنزونو ماتې ورکړې ده.
د پاکستان سپريم کورټ د ايين د 63 اې مادې د پخواني فيصلې ضد نظر ثانۍ خواستونه منظور کړي، او ويلي یې دي د منحرف يا اوښتو غړو اسمبلۍ کې ووټ به شمارل کيږي او مخکينۍ فيصله یې کالعدم کړې ده.
د اېف ايي ای یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د وي او ای اردو څانګې سره خبرو کې په خبري غونډه کې په خپلې محکمې لګول شوي تورونه رد کړل او ویې وېل اېف ايي ای داسې مقدمې نه جوړوي چې په عدالتونو کې یې ثابتول مشکل وي
نور کتل
No media source currently available