د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، قانون جوړوونکو په لیک کې لیکلي: "موږ له تاسو (بایډن) څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان له حکومت سره د امریکا مهم نفوذ وکاروئ، ترڅو د سیاسي بندیانو خوشې کېدل یقیني شي، چې پخوانی وزیراعظم عمران خان هم پکې شامل دی، او د بشري حقونو سرغړونې محدودې شي."
د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي چې د توشه خانې په قضيه کې بندي وه، نزدې نهه مياشتې وروسته د بند څخه خوشې کړل شوې ده.
د پاکستان پوځ وايي، تېره شپه یې د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې د استخباراتو په بنياد عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د يو مهم کمانډر، دوه خودکش يا ځانمرګو په ګډون یې نهه وسله وال یې وژلي دي. د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.
د پېښور هایکورټ مشر قاضي، چيف جسټس ښاغلي اشتیاق ابراهیم صوبه کې د امنیت په اړه د خواست اورېدنې په مهال ویلي، دوي پخپله ټوپکې خو نه شي راخستی، دججانو د امنیت معامله به په سنجیدګۍ سره اخستل وي.
د پاکستان وفاقي کابینې د نیشنل سایبر کرایمز یا انټرنېټي جرمونو د پلټنو د ادارې د رولز منظوري ورکړې ده چې له مخې به یې په سوشل میډیا، ټولنيزو رسنيو افواه خورونکو، پروپیګنډه کوونکو او په ځورونو کې ککړو کسانو ته د سخې سزاګانې ورکولی شي.
پاکستان کې د پوليو وايرس تازه پېښه نن په 24م اکتوبر په داسې وخت کې رپورټ شوې، چې هم نن ورځ د پولیو وايرس څخه د پوهاوي او د دغه وايرس نه د ماشومانو د ساتنې نړيواله ورځ نمانځل کيږي. په نړۍ کې پاکستان او افغانستان يواځې دوه هېوادونه پاتې شوي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان ګډوالو کېمپ کې يواځينی جوړ ښوونځی يا سکول په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته د مالي ستونزو ښکار شوی او بندېدو د خطر سره مخ دی. د ښوونځي چلونکي وايي مالي مرستو ته اړتيا لري.
د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې دويم قضيه کې د پاکستان تحريک انصاف د باني، پخواني وزيراعظم عمران خان د مېرمن بشرا بي بي ضمانت منظور کړی دی.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو لکي مروت او شمالي وزیرستان کې په دوه بیلا بیلو هدفي بریدنو کې یو پولیس اهلکار او یو ځایي تن وژل شوي دي. بل لور په بنو کې د ناامنۍ پرضد او امن دپاره احتجاجي پرلت نن په دویمه ورځ دوام لري چې پکې په ګڼ شمېر کې خلک ګډون کوي.
نور کتل
No media source currently available