د سياسي چارو څيړونکي وايي د افغان طالبانو په پاکستان کې د داعش خراسان مرکزونو دعوې او د اسلام اباد له خوا د ټي ټي پي په افغانستان کې موجودګۍ باندې اندېښنې په منطقه کې يوه دوه مخې لوبه په ډاګه کوي چې زيان يې د پولې دواړو خواو ته مېشتو ولسونو ته رسېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير تېره شپه د 3MPO يا امن خرابولو، ګډوډي جوړولو د مخنيوي قانون لاندې نيول شوی او جېل ته لېږل شوی دی. د پي ټي اېم د اسلام اباد مشر محمد کامران وي او اې ډيوه ته وویل، په علي وزير چې په اسلام اباد کې کومې درې مقدمې درج کړل شوې وې، په هغو ټولو کې یې ضمانتونه شوي دي.
پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو قيمتونه راکم کړل شوي، يو ليټر پټرول 2.07 ، دوه روپۍ اووه پېسي او ډيزل درې روپۍ او 40 پېسې ارزان کړل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور سره د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پښتين ليدلي، د امنيت او سیمې په مسلو غږېدلي دي. د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشاور بېرسټر سېف پرون په 30م ستمبر ويلي، منظور پښتين په وزيراعلا هاوس کې د علي امين ګنډاپور سره ليدلي دي.
د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمه سوات کې تېر ماسخوتن ناوخته د پوليسو په يوه پوسته وسله وال بريد کې يو اهلکار ژوبل شوی دی. د شپې په وخت ځايي خلک وسله په لاس د وسله والو ضد د پوليسو د ملاتړ دپاره راوتلي دي.
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې اتمانزۍ قومي جرګې د بنو-میرانشاه سړک هر ډول تګ راتګ لپاره د احتجاج په توګه تړلی دی.
د پي ټي آيي چېيرمېن او د خېبرپښتونخوا وزير اعلي هم د پاکستان د جزا قانون د 109 برخې لاندې د هڅولو په مقدمو کې په مستقيمه توګه نومول شوي دي.
پاکستان کې د 300 پورې وکیلانو، قانون پوهانو، په پرانستې ليک کې د قاضيانو نه غوښتنه شوې، چې ایینې عدالت ونه مني، ځکه د دوی په وينا، دا به د پاکستان پر اساسي قانون برید وګڼل شي. څېړونکي وايي ترمیمي مسوده کې که هر څه وي، باید پارلیمان کې دننه او بهر پرې بحث وشی.
جېش العدل په تېرو څو میاشتو کې د یو شمېر حملو ذمه واري ملنې ده چې په کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ حمله هم شامله ده. په دغه حمله کې یو پولیس وژل شوی دی
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې، د دويم ستمبر په کابل کې بريد او نورو بريدونو کې ککړ کسان یې نيولي، په هغو کې د پاکستان د بلوچستان صوبې د مستونګ سيمه کې روزل شوي د داعش وسله وال شامل دي. پاکستان د طالبانود وياند بيان ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، که نور پرې چا يو ډز وکړو، دوی به پرې لس ډزه کوي، نوموړي د انقلاب اعلان کړی دی. ګنډاپور په پېنډۍ کې د جلسې څخه منع کولو وروسته دغه خبره کړې ده. د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ د ګنډاپور بيان غندلی دی.
نور کتل
No media source currently available