د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان او بنو کې یې عمليات کړي، د تحريک طالبان پاکستان څلور وسله وال یې وژلي دي، د پاکستان پوځ او حکومت تحريک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين وايي، پښتون قامي جرګه به نن په 11م اکتوبر په خپل ټاکلي وخت او ځای په پرامن ډول پيليږي. پښتين او د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين دواړو مطبوعاتو سره خبرې کړي او د جرګې کېدل یې تاييد کړي دي.
نامعلومو وسلوالو د دوکۍ د کوېلې درنګ پر مزدورانو بريد کړی چې په کې شل (۲۰) تنه وژل شوي دي. په وژل شوو مزدورانو کې افغان وګړي هم شامل دي.
د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د جرګې د لارې به د ورپېښو مسلو د پرامنه حل دپاره په لاره جوړولو کې کامياب شي، د کومې مسلې حل د ټکر يا تشدد نه بلکې د خبرو د لارې ممکن کېدی شي".
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې په ګزمه بوخت د پوليسو په ګاډي، موبايل وسله وال بريد شوی، دوه پوليس اهلکار پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پښتنو د حقونو د غږ پورته کوونکي کالعدم تنظیم پشتون تحفظ مومنټ یا پي ټي ایم د ۵۲ غړو نومونه د ترهګرۍ ضد ۱۹۹۷ کال د قانون شیډول فور ته اچول شوي دي چې پخلی یې صوبايي حکومت او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي کړی دی.
نور کتل
No media source currently available