د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې اتمانزۍ قومي جرګې د بنو-میرانشاه سړک هر ډول تګ راتګ لپاره د احتجاج په توګه تړلی دی.
د پي ټي آيي چېيرمېن او د خېبرپښتونخوا وزير اعلي هم د پاکستان د جزا قانون د 109 برخې لاندې د هڅولو په مقدمو کې په مستقيمه توګه نومول شوي دي.
پاکستان کې د 300 پورې وکیلانو، قانون پوهانو، په پرانستې ليک کې د قاضيانو نه غوښتنه شوې، چې ایینې عدالت ونه مني، ځکه د دوی په وينا، دا به د پاکستان پر اساسي قانون برید وګڼل شي. څېړونکي وايي ترمیمي مسوده کې که هر څه وي، باید پارلیمان کې دننه او بهر پرې بحث وشی.
جېش العدل په تېرو څو میاشتو کې د یو شمېر حملو ذمه واري ملنې ده چې په کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ حمله هم شامله ده. په دغه حمله کې یو پولیس وژل شوی دی
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې، د دويم ستمبر په کابل کې بريد او نورو بريدونو کې ککړ کسان یې نيولي، په هغو کې د پاکستان د بلوچستان صوبې د مستونګ سيمه کې روزل شوي د داعش وسله وال شامل دي. پاکستان د طالبانود وياند بيان ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، که نور پرې چا يو ډز وکړو، دوی به پرې لس ډزه کوي، نوموړي د انقلاب اعلان کړی دی. ګنډاپور په پېنډۍ کې د جلسې څخه منع کولو وروسته دغه خبره کړې ده. د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ د ګنډاپور بيان غندلی دی.
نور کتل
No media source currently available