د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې په مرکزي ښار مينګوره کې نن د جمعې په ورځ، د سوات قامي جرګې د امن غوښتنې دپاره او ترهګرۍ ضد جلسې اعلان کړی دی. د قامي جرګې د مشرانو په وينا، د سوات سياسي ګوندونو، تاجرانو، وکيلانو او د ټولنې ټولو خلکو د جلسې ملاتړ کړی دی.
د خېبرپښتونخوا صوابۍ ضلعه کې تېر ماسخوتن په سټي تاڼه کې چاودنه شوې اور لګېدلی، پېښه کې يو تن وژل شوی او لږ تر لږه 23 نور ژوبل شوي دي. خو چارواکو ویلي، چاودنه د ترهګرۍ پېښه نه ده د شارټ سرکټ يا بجلۍ د کرنټ څخه چاودنه شوې ده.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د روان کال 2024م د پوليو 23مه پېښه د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلعه کې رپورټ شوې، د لسو میاشتو ماشوم کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.
د پاکستان د سيند صوبې حکومت منلې، د عمرکوټ سره تعلق لرونکی ډاکټر شهنواز کهنبار چې د مذهب د سپکاوي تور پرې لګول شوی، پوليسو په جعلي مقابله کې وژلی دی.
په هفته واره خبري غونډه کي د خارجه دفتر له وياندې نه د پېښې، پروټوکول او د خارجه وزارت د کردار په اړه يو شمير پوښتنې وشوې.
نور کتل
No media source currently available