افغان تاجران وايي د تيرا راجګل سيمې کډوالو لخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تورخم تجارتي لارې تړل کېدو په نتيجه کې د مالي زيان سره مخ شوي دي. دوی وايي که د دوه اړخيزه تجارت ښه کولو او په دې کې راولاړ شوي خنډان لرې نه کړل شو، نو پاکستان به د افغانستان منډۍ د لاسه ورکړي
اسلام اباد هايکورټ کې د پخواني وزيراعظم عمران خان ضد پوځي عدالت کې مقدمې په اړه اورېدنه شوې او اډيشنل اټارني جنرل عدالت ته ویلي، مرکزي حکومت تراوسه پورې په دغې اړه فيصله نه ده کړې.
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا کورمه ضلعه کې نن په څلورمه ورځ د سني او شيعه و ترمنځ جګړه يا نښتې دوام لري، چارواکي وايي د جنګ بندۍ او امن په ځای کولو دپاره د مشرانو جرګه هم روانه ده.
د پاکستان د پنجاب صوبې سر ښار لاهور پوليسو د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور او د تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي شاهد خټک په ګډون د ګڼو کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.
په موجوده وخت کې په سیاست کې د ايي اېس ايي د مداخلت په موضوع د پاکستان په قومي مطبوعاتو او سیاسي حلقو کې سخت بحثونه کېږي
د چاودنې وروسته د سوات قامي جرګې د بدامنۍ په ضد د را روانې جمعې په ورځ ماسپښين دوه بجې په نشاط چوک مینګوره کې د احتجاج اعلان کړی دی او د جرګې مشران وايي په سوات او پښتون وطن کې نوره هېڅ قسمه ترهګرې نه مني
په قامى اسمبلۍ کي دا وخت ديارلس جماعتونه دي چې پکې اته په حکومتى اتحاد کي شامل دي او د دوي مجموعي څوکۍ دسپريم کورټ د پريکړې وروسته اوس209 دى چې دا دوه تهاؽى اکثريت د شمير 224 نه کمې دې
د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې 11 پوليس اهلکار د نوکرۍ څخه لرې کړل شوي دي. د بنو پوليس لوړ پوړي چارواکي وايي، دغه پوليس اهلکار چې پکې حوالداران او سپاهيان شامل دي، د احتجاج او پوليو ډيوټۍ نه د انکار کولو په سر ايستل شوي دي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې يو ځل بيا فرقه ييزه نښتې پيل شوي دي، ويل شوي د سني او شيعه ترمنځ نښتو کې د يو بل ضد غټې او وړې وسلې کاريږي، ځايي روغتون نن د 23م ستمبر سهاره پورې د 11 کسانو د مړو او 20 ويلي وو.
د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې د بهرنيو سفيرانو د قافلې سره د ساتنې په ډيوټۍ مامور پولیس ګاډی د چاودنې ښکار شوی، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی، څو نور ژوبل شوي دي. بهرني سفيران روغ وتلي دي.
نور کتل
No media source currently available