د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند چيرمېن خوشحال خان کاکړ چمن پرلت ته په خپله وينا کې د پاکستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د چمن خلکو غوښتنې دې ومنل شي که نه مني بيا به د ملت پاله ګوندو سره په ګډه په کوټه کې صوبايي اسمبلې مخې ته احتجاجې پرلت پيل کړي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي ويلي د افغانستان سره خبرې د رياست کار دی، نوموړي دا خبرې وروسته له هغې کړي چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډا پور ويلي وو که مرکزي حکومت اجازت ور نه کړي د افغانستان سره به نېغ په نېغه خبرې وکړي.
د پاکستان نوم د نړيوالې مالياتي ادارې، آی اېم اېف د ایګزېکټیو بورډ د راتلونکې غونډې په ایجنډا کې په رسمي توګه شامل کړل شوی دی. آی اېم اېف به د ستمبر په 25 د پاکستان لپاره د اووه اربه ډالرو نوي پور پروګرام منظورۍ ته بیاکتنه وکړي. دغه خبره آي اېم اېف په خپله وېب پاڼه خپره کړې ده.
سوات: وسله والو په وروستي بريد کې د پبجي "PUBG" لوبې د لارې يو بل سره رابطه ساتله
د ستمبر په 16 مه د سیاسي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستيال جان باس په اسلام آباد کې له پاکستان مرستيال وزير اعظم او د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار او د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره کتلي او د سيمه ييزه همکارۍ په اړه يي خبري کړي دي.
د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې منظور کړل شوي قرارداد کې ويل شوي، د اووم ستمبر ورځ، چې احمديان په دغه ورځ لږکۍ ګرځول شوي، دا ورځ دې عامه رخصتي او د قامي ورځې په توګه ونمانځل شي.
هغه پاکستانی چې په اړه یې دعوه کيږي د ايران سره اړيکې لري، د ګل، دوشنبې په ورځ یې عدالت ته خواست کړی چې هغه دې د ايران د پاسداران انقلاب ځواک کمانډر قاسم سليماني د وژنې د بدل اخستو دپاره، د امريکايي سياستمدار د وژنې په شازش کې قصور واره ونه ګرځول شي.
پاکستان کې د دوو ورځو راهسې داسې امکان څرګندېدو چې حکومت به د اييني ترميمونو قانوني مسوده پارلیمان ته وړاندې کړي، خو پرون د ګل، دوشنبې په ورځ هم قانوني مسوده نه ده وړاندې کړل شوې، اول د برني اېوان سېنېټ او بيا د قامي اسمبلۍ غونډه د نامعلومه وخته پورې ځنډول شوې ده.
د ار اېس اېف د اېشیا د څانګې مشرې سسېلیا مرسر وویل په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ ګڼ شمېر خلاف ورزۍ د تشدد ماحول او د سېنسرشېپ عزم څرګندوي چې د سیاسي پارټیو د انتخابي منشورونو او د صحافیانو ملاتړ په اړ د وزیراعظم شهبازشریف د بیانونو سره سمون نه خوري
اسلام اباد هايکورټ د مرکزي حکومت لخوا د پخواني وزيراعظم عمران خان ضد پوځي عدالت کې ممکنه اورېدنې په اړه جمع کړل شوی ځواب رد کړی او مرکزي حکومت ته یې په يوه اونۍ کې د ډاګيز دريځ جمع کولو دپاره وخت ورکړی دی.
نور کتل
No media source currently available