تر دې وړاندې هم حکومت دوه درې ځلې داسې کړي چې د بلوڅ وسلوالو اړوند خبري کانفرنسونو کې د ټولو رسنيو د کارمندانو پر ځای ځينې مخصوص خبریالان خبري غونډو ته وربلل شوي اؤ هغوي ته په خلاص مټ د پوښتنو کولو پځای د مخصوصو پوښتنو اجازه ورکول شوې ده
د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د 7 اربه ډالرو قرض ترلاسه کولو لپاره د سټاف په کچه لوظنامه روان کال جولاي کې ترسره شوې وه او د نړیوالې مالياتي ادارې د انتظامي بورډ لخوا ددې باقایده منظوري ترلاسه کول لا پاتې وه.
په سمدستي توګه ددې چاودنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بیلتون پاله بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې ده
په دې غونډه کې له اوږدې مشورې وروسته"د کُرمې امن غږ" پۀ نامه د هلوځلو د منظم کولو پرېکړه وشوه. دا هوډ وښودل شو چې د دغه نامې لاندې به د پوهنتونونو زده کوونکو، سياسي او سماجي مشرانو، پوهانو، تاجرانو، مسافرو او ولسونو سره رابطې او د يو فېصله کن ګام پورته کولو د پاره به هلې ځلې کولی شي.
د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، سبا [نن په 25م ستمبر] د نړيوالې مالياتي ادارې، آی اېم اېف غونډه کېدونکې ده او هيله ده پاکستان ته به د قرضې ورکولو پرېکړه وشي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، "نن چې مونږ [پاکستان] ته کوم تکليف دی چې وايو، دلته غېر قانونه افغانان اوسيږي، دې افغانانو ته مونږ غېر قانونه هرکلی ويلی وو، مونږ دوی ته هارونه اچولي او مهاجر مو جوړ کړي دي".
د خېبرپښتونخوا د سوات ضلعې پوليسو ويلي، تېره شپه د مټې په علاقه کې په ګزمه بوختو پوليسو باندې نامعلومه وسله والو ډزې کړي، په نتيجه کې یې درې پوليس اهلکار ژوبل شوي، او په ځوابي ډزو کې د دوه حمله کوونکو وژلو ويل شوي دي.
مقامي اوسېدونکی او د پېښې عېني شاهد عمر حیات وي او ای ډیوه ته وویل نهې، سه شنبې، په ورځ سحر وختي امنیتي ځواکونه په میر علي بازار کې ځای پر ځای شوي وو او وروسته ډزې پیل شوې
افغان تاجران وايي د تيرا راجګل سيمې کډوالو لخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تورخم تجارتي لارې تړل کېدو په نتيجه کې د مالي زيان سره مخ شوي دي. دوی وايي که د دوه اړخيزه تجارت ښه کولو او په دې کې راولاړ شوي خنډان لرې نه کړل شو، نو پاکستان به د افغانستان منډۍ د لاسه ورکړي
اسلام اباد هايکورټ کې د پخواني وزيراعظم عمران خان ضد پوځي عدالت کې مقدمې په اړه اورېدنه شوې او اډيشنل اټارني جنرل عدالت ته ویلي، مرکزي حکومت تراوسه پورې په دغې اړه فيصله نه ده کړې.
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا کورمه ضلعه کې نن په څلورمه ورځ د سني او شيعه و ترمنځ جګړه يا نښتې دوام لري، چارواکي وايي د جنګ بندۍ او امن په ځای کولو دپاره د مشرانو جرګه هم روانه ده.
نور کتل
No media source currently available