تر اوسه – د دې رپوټ تر جوړېدو - جرګې څه فیصله نده کړې، او دا هم لا نده معلومه چې جرګه به د منظور پښتین دغه وړاندیزونه – ټول یا ځیني – ومني او که نه.
يو سرکاري چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبري ادارې ته ويلي په پېښه کې کم نه کم څوارلس تنه وژل شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم دي.
د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې مدني فعالو د توندروۍ ضد، سيند رواداري په نوم مارچ يا لاريون او احتجاج کړی، خو وايي پوليسو په دوی اوښکې بهيونکی ګېس ويشی، په ډنډو یې وهلي او نيولي يې دي.
د پاکستان حکومتي وزيران وايي، د اکتوبر په 15مه د شنګایی همکارۍ تنظيم د کوربه توب دپاره تياریانې یې پوره کړي، خو بل مخالفه ګوند تحریک انصاف هم په دغه ورځ د اسلام اباد په ډي چوک یو ځل بیا د احتجاج اعلان کړی دی.
د خنډانو وروسته پي ټي اېم د خېبر قامي جرګې عدالت نن درېمه او د پي ټي اېم په وينا د فيصلې ورځ ده، په 11م اکتوبر د جرګې په لومړۍ ورځ جرګه رسمي نه وه پيل شوې، خو ګڼ خلک ورته ورټول شوي او د پي ټي اېم مشر منظور پښتين جرګې ته په وينا کې ويلي وو، په 13م اکتوبر به يوه تکړه پرېکړه ستاسو مخ ته پرته وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين د پښتون قامي جرګې ته د کال 2002 نه تر 2024م پورې پښتنو ته د اوښتي ځاني او مالي تاوانونو شمېرې وړاندې کړي دي. هغه وويل په تېرو 22 کلونو کې 76,584 پښتانه په ډزو، بمونو او چاودنو کې په داسې جګړه کې وژل شوي چې هغه زمونږ جنګ نه وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم لخوا رابلل شوې په خېبر ضلعه کې د پښتون قامي جرګې په دويمه ورځ د جرګې ګډوان والو ته په غټ سکرين يوه تفصيلي ډاکومېنټري وړاندې کړل شوې، په کومه چې د پښتنو په خاوره د ناامنۍ د پېښو او وسايلو په اړه ټول تفصيل ويل شوی دی.
د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د مشرې ماه رنګ بلوڅ ضد کراچۍ کې د ترهګرۍ او نورو مادو لاندې مقدمه درج کړل شوې ده، اغلې بلوڅ په اووم اکتوبر د کراچۍ په هوايي ميدان امریکې ته د تګ څخه راګوځول شوې وه.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې بيا فرقه ييزه نښتې شوي، د ضلعې چارواکي وايي، پېښو کې لږ تر لږه 11 کسان وژل شوي او شپږ، اووه نور ژوبل شوي دي.
د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف، پي ټي آی بيا په اسلام اباد کې په 15م اکتوبر د احتجاج اعلان کړی، دا په داسې وخت کې چې په 15م او 16م اکتوبر اسلام اباد کې د شنګايي همکارۍ سازمان غونډه ټاکل شوې ده. د اطلاعاتو مرکزي وزير ويلي، شرخوښو ته به د څه ډول خنډ جوړولو اجازت ور نه کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين په خېبر کې د پښتنو قامي جرګې په لومړۍ ورځ ناوخته د جرګې د ګډون والو ته په وینا کې وويل، "د خېبر د خاورې نه به ستاسو د امن او ستاسو د ښه ژوند زېری راپورته کيږي. 13م تاريخ ته به يوه تکړه پرېکړه ستاسو مخ ته پرته وي".
نور کتل
No media source currently available