د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ترمخه هغه خلک چې په بدن کې د پولیو وایرس لري په عامه توګه د دې علامات نه څرګندوي خوچې کله دا مرض زیات شي نو د بدن په اعضابي نظام حمله وکړي او په یو څو ګنټو کې دننه بدن مفلوج کړي
د ۲۱ پاکستانیانو ترڅنګ، ۲۰ یمنیانو، ۱۴ د شام شهریانو، د نایجیریا ۱۰، د مصر نهه، د اردن اته، د ايتوپیا اووه، د سوډان، هندوستان او د افغانستان دریو دریو او د سري لنکا، اېرېټریا او د فلېپېینز یو یو شهري ته مرګ سزاګانې ورکړی شوي دي
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د اتوار،یکشنبې په ورځ ويلي، حکومت پریکړه کړې چې د هر سېکټر يا څانګې څخه به ټېکس يا ماليه اخلي، چې پکې د ځمکو کاروبارکونکي، واړه او غټ دوکانداران او د کرکيلې څانګې شاملې دى، يادو څانګو تر دې دمه د ماليې څخه ډډه کوله.
د خېبر ضلعې په تيرا سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمېنځ نښخته شوې او دواړو خواو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړي دي.
د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا د کوز جنوبی وزیرستان ضلعې د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې د جمات مخې ته ریموټ کنټرول بمي چاودنه شوې، د جمعیت علما اسلام (ف) سیمه ییز مشر مفتی محمد اعجاز په ګډون دوه کسان پکې وژل شوي
نور کتل
No media source currently available