د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند ويلي، د وزيراعلا په لارښوونه د امن لوظنامې وروسته کورمه کې د مورچو يا بنکرو ورانول په رسمي توګه پيل شوي دي.
د پاکستان پوځ دعوه کړې، بلوچستان صوبه کې یې عمليات کړي، 27 وسله وال یې وژلي دي. پوځ ويلي د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د استخباراتو په بنياد دغه عمليات شوي دي.
په بلوچستان کې په دوو جلا جلا مرګونو پېښو کې د کولې له کانونو څخه د 13 خواريکښو مړي را ايستل شوي، د يو خواريکښ مړی تر څلور ورځو تيريدو پس هم لا نه دی را ايستل شوی. صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره وايي د بند پاتې مړي را ايستلو دپاره عمليات دوام لري.
د افغانستان سره په پولې پرتې د خېبرپښتونخوا نا ارامه ضلعې شمالي وزيرستان د میرعلي اوسېدونکو د ناامنۍ له امله د علاقې څخه کډې کول پيل کړي دي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې ته تراوسه ځمکنۍ لاره بنده پرته ده، باوجود د دې چې په سيمه کې د امن دپاره د جنورۍ په لومړۍ نېټه د امن لوظنامه شوې، خلک وايي، د خوراکي توکيو، دوايانو درملو سره یې د بنيادي ضرورتونو مشکل نور سېوا شوی دی.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي ضد د 190 ميلينه پاونډونو يا القادر ټرسټ قضيې فيصله تر 17مې جنورۍ پورې وروسته کړل شوه.
د پاکستان پوځ دعوه کړې، شمالي وزیرستان کې یې په دوه مختلفو ځايونو کې عمليات کړي، نهه وسله وال یې وژلي او دوه یې نيولي دي.
نور کتل
No media source currently available