د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکی مروت کې د قبول خېل په نوم يورينيم ماين يا اټامک کمېشن 16 کار کوونکي او ډرايور یې نامعلومه وسله والو تښتولي دي.
دواړه جینکۍ خپلو کې ناسکه خوېندې دي، پلار يې دوه ودونه کړي وو او ټول په یو کور کې اوسېدل د پولیس ترمخه، جینکو ویلي چې پلار يې د یو کال راهسې د مشرې لور سره جنسي فعل کولو او په کشرۍ لور يې هم دوه ځله کوښښ کړی و
د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل په پاکستان ټينګار کړی چې د افغان کډوالو ځورولو او د دوی د نيولو لړۍ دې ودروي.
په پاکستان کې په زوره د بې درکه کسانو د قضيو دپاره جوړ حکومتي کمېشن د کال 2024 په اړه رپورټ کې ویلي، تېر کال د کمېشن سره د جبري لا درکيو ټول 379 نوي کېسونه درج شوي، خو د ورکو بلوڅانو د حقونو فعالان وايي تېر کال يوازې په بلوچستان صوبه کې د درېو زرو څخه زیات کسان په زوره ورک کړل شوي دي.
د قلات ډويژن کمشنر محمد نعیم بازئی د تلیفون له لارې رسنیو ته وویلي له بريد ورستو پوليس، ايف سي او اې ټي ايف ځواک وسلوال پر شا تمبولي او د هغوی پر ضد په شاوخوا غرنيځې سيمو کې عمليات روان دي
د افغانستان سره په پوله پرتې د شخړو سره مخ د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې ته پينځه ورځې وړاندې روانه کړل شوې د امدادي توکيو د 40 ګاډو قافله نن روانه شوې ده.
د پاکستان د سپريم کورټ د ايينې بېنچ غړې جسټس مسرت هلالي ويلي، د ملکي وګړو ضد پوځي عدالتونو کې اورېدنې د پېښور د آرمي پبلک سکول شان مجرمانو ضد اورېدنې دپاره جوړ شوي وو.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو بله پېښه رپورټ شوې ده. د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، نوې پېښه ټانک ضلعه کې تاييد شوې د 13 مياشتو ماشومه پوليو وهلې ده.
د پاکستان د هواي ځواک یوه تربیتي الوتکه د خېبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې د الوت په مهال لوییدلې اؤ تباه شوې ده چې پکې د دغه الوتکې پایلوټ مړ شوی دی.
نور کتل
No media source currently available