د قلات ډويژن کمشنر محمد نعیم بازئی د تلیفون له لارې رسنیو ته وویلي له بريد ورستو پوليس، ايف سي او اې ټي ايف ځواک وسلوال پر شا تمبولي او د هغوی پر ضد په شاوخوا غرنيځې سيمو کې عمليات روان دي
د افغانستان سره په پوله پرتې د شخړو سره مخ د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې ته پينځه ورځې وړاندې روانه کړل شوې د امدادي توکيو د 40 ګاډو قافله نن روانه شوې ده.
د پاکستان د سپريم کورټ د ايينې بېنچ غړې جسټس مسرت هلالي ويلي، د ملکي وګړو ضد پوځي عدالتونو کې اورېدنې د پېښور د آرمي پبلک سکول شان مجرمانو ضد اورېدنې دپاره جوړ شوي وو.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو بله پېښه رپورټ شوې ده. د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، نوې پېښه ټانک ضلعه کې تاييد شوې د 13 مياشتو ماشومه پوليو وهلې ده.
د پاکستان د هواي ځواک یوه تربیتي الوتکه د خېبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې د الوت په مهال لوییدلې اؤ تباه شوې ده چې پکې د دغه الوتکې پایلوټ مړ شوی دی.
د ايي اېس پي ار د بیان نه مخکې د خېبر پښتونخوا په ټانک، لکي مروت، او ډېره اسماعیل خان ضلعو کې په درېو بیلا بیلو پېښو کې د ماشومانو او ښځې په ګډون لږ تر لږه د شپږو کسانو د وژل کېدو او د نورو شپږو کسانو د زخمي کېدو رپورټونه مخې ته راغلي وو
جيمي کارټر د ډسمبر په ۲۹ نېټه د ۱۰۰ کلونو په عمر کې وفات شو. د هغه د جنازې مراسم به د نهې، سه شنبې، په ورځ شروع شي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هغه ښخېدو سره په سر ته ورسېږي
حکومتي ترجمان فېض الله فرق وویل احتجاج په ابتدايي توګه د هفتې په اخېره کې شروع شوی او یوه ورځ وروسته احتجاج زیات شو او په علي اباد کې مظاهره چیانود قراقرم لویه لاره بنده کړه
نور کتل
No media source currently available