کمېشن وايي چې په پوځي عملیاتو د ملکي چارواکو څارنه نه وي نو ځکه پکې بشري حقونه د پښو لاندې کیږي او زياتوي په بلوچستان کې امنيت په داسې مذاکراتو راتللی شي چې ټولې ښکېلې غاړې په کې موجودې وي
د بشري حقونو د څار غېر دولتي کميشن ويلي که څه هم په پاکستان کې د ښځو په انتخابي او سياسي عمل کې د برخي باوري کولو لپاره يو شمير ايیني او قانوني ګامونه پورته کړی شوي خو په انتخابي عمل کې ټکټونه د شتمنې طبقې ښځو ته ورکول کيږي
پوځ په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د وسله والو د وژلو دا دعوې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې په دغو دواړو جګړه ځپلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ یوازې یوازې خېبر پښتونخوا کې په روانه اوونۍ کې د وسله والو په بریدونو کې تر 20ؤ زیات امنیتي عسکر وژل شوي
امریکا غږ سره خبرو کې جمشېد وویل کله چې د یوې میاشتې لپاره تر تړلو کېدو وروسته د پاړا چنار اؤ پېښور د سړک پرانستل کېدو اعلان وشو نو هغه ډیر خوشحاله ؤ ځکه چې د بې وزلۍ له امله هغه زیات وخت کور کې په ناسته نه شو تېرولی
خېبرپښتونخوا کې د پوليو دوه پېښې رپورټ شوي، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو ټولې پېښې 52 ته ورسېدې.
پاکستان تحریک انصاف ګوند، پي ټي آی په 24م نومبر اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی، خو حکومت وايي، د ياد احتجاج مقصد په ملک کې فساد او ګډوډی جوړول دي، د هیڅ ډول احتجاج او پرلت اجازت نشته، که چا سرغړونه وکړه او قانون یې په لاس کې واخستو، پرضد به یې سخته کارروايي کولی شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې يو ځل بيا ويلي، "پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په فعالیتونو او د دې ډلو د آزادو پناه ځایونو د شتون په اړه اندېښنه لري. او پاکستان په دغې اړه د امريکې سره هم خبرې شوي دي.
ګورنر د ټول ګونديز غونډې رابللو خبره داسې وخت کې کړې چې صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي، او کورمه کې نن د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد کې لږ تر لږه 39 کسان وژل شوي دي.
د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا کورمه ضلعه کې د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، تر اوسه پورې پکې 39 کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
نور کتل
No media source currently available