لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

پاکستان وایي د حسن نصرالله له وژنې سره به سیمه کې بې ثباتي لا پسې سیوا شي

پاکستان په منځني ختیځ کې د اسرایل له د سیوا شوؤ بریدونو غندنه کړې اؤ ویلي یې دي په عامه ابادیو اسرایلي بریدونه د اندېښنې وړ دي اؤ د حسن نصرالله وژنې سره به سیمه کې بې ثباتي لا سیوا شي.

د اتوار په ورځ د خارجه دفتر له لوري خپور شوي بیان کې ویل شوي د اسرایل له لوري پرله پسې په عامه ابادیو بریدونه د اندېښنې وړ دي اؤ د نړیوالو قوانینو پامالي د اندېښنو تر حده رسیدلې ده .

بیان کې ویل شوي چې اسرایل د لبنان د خپلواکۍ څخه سرغړونه کوي اؤ پاکستان د لبنان ولس سره د یووالي لپاره ولاړ دی.

د خارجه دفتر ویاندې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا ټینګار کړی چې اسرایل په سیمه کې له تیري اؤ د نړیوالو قوانینو د سرغړونو نه منعې کړي اؤ په منځني ختیځ کې دې امن پځاي کړي.

د خارجه دفتر د ویاندې په بیان کې ویل شوي چې سیمه مخکې هم د بې ثباتۍ سره مخ وه اؤ د اسرایلي ځواکونو په لاس د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژنې سره به د بې ثباتۍ دا خطرې نورې هم زیاتې شي.

د جمعې په ورځ اسرایلي ځواکونو د لبنان په پلازمینه بېروت کې یو شمېر هوایي بریدونه کړي وؤ چې پکې په ابتدایي توګه د اسرایل له لوري د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو دعوه شوې وه.

وروسته حزب الله هم د خپل مشر وژنه تایید کړې وه اؤ اعلان یې کړی ؤ چې د اسرایل په ضد به جګړې ته دوام ورکوي.

د حز‌ب‌الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته رویټرز خبري ایجنسۍ د دوو ځایي چارواکو په حواله ویلي چې د ایران ستر مذهبي مشر آیت‌ الله علي خامنايي په سختو امنیتي تدابیرو کې دننه یو خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات د شنبې- خالي په ورځ وویل چې د حزب‌ الله او اسرايل ترمنځ د پولې په اوږدو کې د یو کال له نښتو وروسته پر بیروت د اسرايل په هوايي برید کې د حسن نصرالله پر وژل کېدو باوجود به د هغه لارې ته دوام ورکړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پر ایکس په یوه پیغام کې لیکلي، "د سید حسن نصرالله د مقاومت ویاړلې لاره به دوام ومومي او د قدس د ازادی لپاره به د هغه ارمان پوره شي".

خامنايي د اسرايل پر جنګي تګلاره نیوکه کړې او پر لبنان د اسرايلي ځواکونو برید یې "عام وژنه" بللې ده.

پر لبنان د اسرایل د بریدونو لومړۍ څپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د اسرايل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له وینا یو ساعت وروسته پیل شوې وه.

نتنیاهو په خپله وینا کې ویلي وؤ چې اسرايل له ترهګرو او په ایران کې د هغوی له ملاتړو سره په مبارزه کې "برلاسی" دی.

د هغه وینا وه"زه د تهران آمرانو ته یو پیغام لرم،‌ که پر موږ برید وکړئ، پر تاسو برید کوو. په ایران کې هېڅ داسې ځای نه شته چې د اسرايل اوږد لاس ورته ونه رسېږي او دا د ټول منځني ختیځ په اړه همداسې ده".

په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې پر مرکزونو باندې د اسرايل د بریدونو له پیله تر اوسه سلګونه کسان وژل شوي دي او په ځواب کې یې حزب‌ الله پر اسرايل د میزایلو بریدونه کړي دي.

حزب‌الله د حماس ډلې له متحدینو دی او د تېر کال له اکتوبر راهیسې د لبنان پر پوله له اسرايلي ځواکونو سره په جنګ کې دی چې په دواړو خواو کې لسګونه زره کسان له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي دي.

آي ایم ایف د پاکستان معاشي پرمختیا کې د چټکتیا اؤ ګرانۍ اؤ بې روزګاري کې د کمي اټکل کړی

نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د پاکستان معاشي ترقۍ کې د چټکتیا اؤ ګرانۍ اؤ بې روزګارۍ کې د کمي اټکل کړی دی.

پاکستان لپاره د 7 اربه ډالرو د پور له منظورۍ ورکولو وروسته نړیوالې مالیاتي ادارې د پاکستان د معیشت په هکله خپل راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي روان مالي کال کې د پاکستان د معاشي پرمختیا رفتار 3.2 فیصده ته سیوا کیدای شي.

تېر مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې کچه 2.4 فیصدي وه.

رپورټ کې اټکل شوی چې پاکستان کې د افراط زر کچه 9.5 فیصدي ته راکوزیدای شي چې تېر مالي کال کې 23.4 فیصدي وه.

همدا شان ویل شوي چې محصولات سیوا کیدای شي اؤ د معیشت 15.4 فیصدي ته رسیدای شي چې تېرکال 12.6 فیصدي وؤ.

د آي ایم ایف په رپورټ کې اټکل شوی چې پاکستان کې د ګرانۍ اوسط کچه د 23.4 فیصدي نه راکوزه شوې اؤ د 9.5 فیصدي پاتې کېدو امکان دی.

رپورټ کې ویل شوي چې د بې روزګارۍ کچه د 8 فیصدي نه 7.5 فیصدي ته راکوزیدای شي .

همدا شان آي ایم ایف اټکل کړی چې د پاکستان د بجټ خساره د 6.8 فیصدي نه 6.1 فیصدي ته راتلی شي.

خو په دې رپورټ کې به آي ایم ایف د حکومت په ذمه د ورپورې پورونو د کچې لوړېدو اندېښنه ښودلې ده.

رپورټ وایي چې روان مالي کال کې د خام زدمبادله ذخیرې سیوا کیدای اؤ 12.75 اربه ډالرو ته رسیدای شي.

د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف اجراییه بورډ تېره اوونۍ پاکستان ته د 37 میاشتو لپاره د 7 اربه ډالرو د پور منظوري ورکړې وه چې د پاکستان د اسټيټ بینک تر مخه د دغو پيسو نه د وړومبي قسط په توګه یو ارب، 2 کروړه اؤ 69 لکه ډالر اوړمه ورځ پاکستان ته ورکړل شوي دي.

تېره ورځ لندن کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شریف ویلي، آي ایم ایف استازي منلې ده چې پاکستان د ترقۍ په لوري روان شوی، د ګرانۍ بوج پکې په کمېدو دی اؤ اقتصادي وده پرمخ روانه ده.

پروسکال داسې ګنګوسې راپورته شوې وې چې ګنې پاکستان به په اقتصادي توګه سقوط وکړي خو بیا تېرکال د جولاي میاشت کې آي ایم ایف پاکستان سره د پور په تړون اتفاق وکړو اؤ داسې د اقتصادي سقوط ګواښ پشا شو.

د آي ایم ایف اؤ پاکستان تر منځ د پور له تړون وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ دا باید د پاکستان له لوري آي ایم ایف څخه وروستی د پور پروګرام وګڼل شي.

اقتصاد پوهان وايي د اي ایم ایف له خوا ددې قرضې لپاره اېښودل شوي شرطونه ډير ګران دي او د دې عملي کولو سره به په پاکستان کې ګراني سېوا شي.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان د پورونو د پيسو سره د سود بيرته ورکولو موده رانزدې ده، پاکستان دا وخت د زیاتو پورونو د بوج لاندې دی خو بيا هم د پور د پاسه نور پورونه اخلي ځکه چې بله لار هم نه ويني.

د اقتصادي چارو خبریال طاهر امین وي او اې ډیوه ته وایي ,,دا مونږه نوې قرضې اخلو چې زړې قرضې ورباندې ستنې کړو ځکه چې زمونږه برآمداتو کې اضافه نه کیږي او هم دغه شان زمونږ د ټیکسونو هدف هم نه پوره کیږي او دا د تشویش وړ خبره ده،،

نړيواله مالياتي اداره وايي پاکستان له به د ټېکسونو جال خورول، په سرکاري ادارو کې اصلاحات کول او د سرمايه کارۍ په لار کې د پرتو خنډانو لرې کولو ترڅنګ د بجلۍ په څانګه کې خساره راکمول وي۔

خو اقتصادي پوهان وايي که حکومت نور ټېکسونه ولګوي نو دې سره به په ولس د ګرانۍ بوج زيات شي۔

د خبریال طاهر امين په وینا "آي اېم اېف غواړي چې پاکستان د ټېکسونو جال خور کړي او په وړو دوکاندارانو به يا چرته چې ټېکسونه نه وي لګېدلي هلته به ټېکسونه لګوي، آي اېم اېف دا هم وايي چې د ځمکو په کاروبار او زراعتو ټېکسونه ولګوې او امکان لري چې په راتلونکي وخت کې وړوکی بجټ راشي او نور ټېکسونه ولګي".

د پاکستان د ټېکسونو مرکزي ادارې دا امکان رد کړی دی چې روان مالي کال 2024-25 کې نور ټېکسونه ولګوي.

د ټېکسونو اداره وايي په مالياتي نظام کې ضروري بدلونونه راولي چې د فایلر يا نان فایلر ترمېنځه فرق ختم کړي۔

روان مالي کال د پاره مرکزي حکومت د ټېکسونو هدف 12 زره 900 او 77 اربه روپۍ ټاکلی خو اداره وايي د روان مالي کال په ړومبیو دوو مياشتو کې د ټېکسونو راټولو هدف سل اربه روپۍ خسارې سره مخ دی.

شهباز شریف:هیواد د اقتصادي سقوط له خطره وتلی اؤ د پرمختیا لیکې ته سم شوی دی

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي هیواد یې له اقتصادي سقوط ژغورلی اؤ د پرمختیا لیکې ته یې سم کړی دی.

لندن کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي شریف ویلي، د آي ایم ایف استازي پخپله لیکلي دي، چې پاکستان د ترقۍ په لوري روان شوی، د ګرانۍ بوج پکې په کمېدو دی اؤ اقتصادي وده پرمخ روانه ده.

د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف اجراییه بورډ تېره اوونۍ پاکستان ته د 37 میاشتو لپاره د 7 اربه ډالرو د پور منظوري ورکړې وه چې د پاکستان د اسټيټ بینک تر مخه د دغو پيسو نه د وړومبي قسط په توګه یو ارب، 2 کروړه اؤ 69 لکه ډالر اوړمه ورځ پاکستان ته ورکړل شوي دي.

وزیراعظم شهباز شریف وویل د سعودي عرب، متحده عرب امارات اؤ چین مرستې که نه وای نو پاکستان ته به د آي ایم ایف د پور دا پروګرام نه ؤ ترلاسه شوی.

وزیراعظم د پاکستان د پوځي سرلښکر ستاینه هم وکړه اؤ وي ویل چې آي ایم ایف نه د پور پروګرام ترلاسه کولو کې د پوځ سر لښکر هم مهم کردار لوبولی دی.

هغه هیله وښودله چې دا به د آي ایم ایف څخه د پور اخستو وروستی پروګرام ثابت شي.

پروسکال داسې ګنګوسې راپورته شوې وې چې ګنې پاکستان به په اقتصادي توګه سقوط ورکړي خو بیا تېرکال د جولاي میاشت کې آي ایم ایف پاکستان سره د پور په تړون اتفاق وکړو اؤ داسې د اقتصادي سقوط ګواښ پشا شو.

د آي ایم ایف اؤ پاکستان تر منځ د پور له تړون وروسته هم د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ دا باید د پاکستان له لوري آي ایم ایف څخه وروستی د پور پروګرام وګڼل شي.

اقتصاد پوهان وايي د اي ایم ایف له خوا ددې قرضې لپاره اېښودل شوي شرطونه ډير ګران دي او د دې عملي کولو سره به په پاکستان کې ګراني سېوا شي.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان د پورونو د پيسو سره د سود بيرته ورکولو موده رانزدې ده، پاکستان دا وخت د زیاتو پورونو د بوج لاندې دی خو بيا هم د پور د پاسه نور پورونه اخلي ځکه چې بله لار هم نه ويني.

ښاغلي شهباز شریف وویل له سیاسي ثبات پرته اقتصادي ثبات نه شي راتلی اؤ پاکستان ته به د اقتصادي ثبات لپاره د ټیکسونو جال پراخول وي.

هغه وویل عام وګړی د تېرو اویاؤ کالو راهسې قربانۍ ورکړي خو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اوس وخت رارسیدلی دی چې اشرافیه قربانۍ ته راوړاندې شي.

د پاکستان سټېټ بینک وایي روان مالي کال پاکستان د قرضو د ستنولو په مد کې 26.5 اربه ډالرو ته اړتیا لري او د یاد بینک په وينا امکان دی چې په دې ترڅ کې د 12.3 اربه ډالره قرضو موده وغوځولی شي.

تر دې وړاندې د خزانې وزارت د قامي اسمبلۍ قايمه کمیټې ته ویلي وو په راتلونکو پینځوؤ کالو کی پاکستان ته 100 اربه ډالره قرضې واپس کول یا ستنول دي.

خو مالیاتی اداره اي ایم ایف وایي په روان کال 2024 کې په قامي پرمختیا کې 2.4 فیصده ښه والی راغلی، د ګرانی رفتار کم شوی او د غیر ملکي زرمبادلې ذخیره کې استحکام لیدل کیږي، پوهان وایي پاکستان له به اقتصادي اصلاحات عملي کول وي.

نړيواله مالياتي اداره وايي پاکستان له به د ټېکسونو جال خورول، په سرکاري ادارو کې اصلاحات کول او د سرمايه کارۍ په لار کې د پرتو خنډانو لرې کولو ترڅنګ د بجلۍ په څانګه کې خساره راکمول وي۔

خو اقتصادي پوهان وايي که حکومت نور ټېکسونه ولګوي نو دې سره به په ولس د ګرانۍ بوج زيات شي.

باجوړ:د پولیسو په ګاډي بمي برید کې درې عسکر ژوبل شوي

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې د پولیسو په ګاډي بمي برید شوی چې د چارواکو په وینا درې پولیس پکې ژوبل شوي دي.

د باجوړ خار د پولیسو ډي ایس پي عبدالعزیز خان رسنیو ته ویلي دا چاودنه د خالي - شنبې په ورڅ د ښار سره نزدې په بهاي چینه سیمه کې د لویې سم تاڼې د ایس ایچ او شاه پور خان په ګاډي شوې ده.

هغه ویلي چاودنه هغه مهال شوې چې پولیسو په ګاډي کې د معمول ګزمه یا ګشت کولو .

د پولیسو وینا ده چې چاودیدونکي مواد د سړک پغاړه د پولیسو ګاډي ته اېښودل شوي وؤ.

ډي ایس پي عبدالعزیز ویلي په چاودنه کې ایس ایچ او شاه پور خان ته کوم زیان نه دی رسیدلی خو درې نور پولیس ژوبل شوي چې د علاج لپاره د خار هسپتال ته رسول شوي دي.

له پېښې وروسته په ګڼ شمیر عسکر سیمې ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي دی.

په سمدستي توګه د دې چاودنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې باجوړ کې په امنیتي ځواکونو،سیاسي اؤ قامي مشرانو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري داعش اؤ وسله والې ډلې ټي ټي پي پغاړه اخستې ده.

په باجوړ اؤ نورو قبایلي ضلعو کې په دې وروستیو کې په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو بریدونه چټک شوي اؤ د ستمبر په ۱۲مه نیټه د باجوړ خلکو سیمه کې د ناامنۍ په ضد دوه ورځنی احتجاج هم کړی ؤ.

احتجاج کوونکي د باجوړ او دير په لويه لاره ناست وؤ اؤ په سیمه کې یې د امن پځای کولو غوښتنه کوله.

دا احتجاج له هغې وروستو پېل شوی ؤ چې په باجوړ کې په څلیریشتو ساعتو کې دننه په دريوؤ بريدونو کې دوه امنيتي عسکر او يو د پوليو رضا کار ووژلی شول اؤ پينځه عسکر ژوبل شوي وو۔

چارواکي وایي کورمه کې اوربند وشو او مورچې خالي کړی شوې، جګړه کې 50 کسان وژل شوي

په کورمه کې د انتظامیې مشر ډیپټي کمېشنر جاوید مسید وايي، نن په نهمه ورځ اوربند وشو او مورچې خالي کړل شوې او د علاقې امنیت پولیس او امنیتي ځواکونو ته وسپارل شو. د ضلعې روغتیا څانګه وايي نښتو کې 50 کسان وژل شوي او 120 زخمیان دي.

په کورمه قبایلي ضلعه کې د روانو فرقه یزه خونړیو نښتو په بشپړه توګه د ودرولو لپاره د مشرانو په منځګړیتوب هڅې روانې دي.

د انتظامي او پولیس چارواکو په وینا، په کوزه کورمه کې اوربند ترسره شوی، خو په نورو سیمو کې د اوربند لپاره خبرې روانې دي.

د امنیتي چارواکو په خبره، دا مهال بره او منځنۍ کورمه کې نښتې روانې دي، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، په تېرو اتوؤ ورځو کې د نښتو پرمهال تر دې دمه ۴۸ کسان وژل شوي او ۱۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د نښتو له کبله کورمه ضلعه کې د خلکو ژوند سخت اغېزمن شوی او د امنیت وضعیت مخ په خرابېدو دی.

یو ځايي خبریال، ناصر حسین وي او اې ډيوه وویل چې پرون راهیسې حکومتي او پوځي چارواکو د اوربند هڅې پیل کړې دي او د جګړې په سیمو کې امنیتي عسکر ځای پر ځای شوي دي.

هغه زیاته کړه چې نښتو د کورمې ټولې د تګ راتګ لارې تړل شوې دي، او بازارونه او مارکېټونه بند دي.

خلکو ته د خوراکي موادو او نورو ضروري شیانو رسېدنه ډېره محدوده شوې ده، او په سیمه کې د ژوند چارې ټکنۍ شوي دي.

د سیمې یو مدني فعال، ندیم حیدر طوري، وویل چې په کورمه کې د روانو نښتو له کبله د خلکو ژوند تقریباً شل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د نښتو له امله د خلکو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي، او په خاصه توګه د انټرنیټي خدماتو ځنډول هم د سیمې خلکو لپاره د نورو مشکلاتو لامل شوی دی.

د کوهاټ ډویژن کمېشنر، متصم بالله، رسنیو ته ویلي چې دواړه ډلې اوربند ته راضي شوې دي، او په کوزه کورمه کې مورچې خالي شوې دي، کومې چې اوس امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړې چې د سیمې مشران نورو لرې پرتو سیمو ته تلي دي، او تمه ده چې تر نن ماښام پورې به په ټوله کورمه ضلعه کې اوربند پرځای شي.

کمېشنر ویلي، کله چې په ټوله ضلعه کې اوربند ترسره شي، نو د تګ راتګ لارې او بند بازارونه به بېرته پرانیستل شي، او سیمه به د عادي حالت په لور بیرته راوګرځي.

په کورمه کې دا فرقه ېیزې شخړې له اوږدې مودې راهیسې د سیمې د امنیت پر وړاندې یو لوی ګواښ بلل کېږي.

په پرله پسې روانو دې نښتو کې تر اوسه په لسګونو خلک وژل شوي دي.

ځايي خلک غوښتنه کوي حکومتي چارواکي دې هڅه وکړي چې د دواړو ډلو تر منځ تل پاتې امن ته د رسېدو لپاره موثرې لارې چارې پیدا کړي، ترڅو په راتلونکي کې د دې ډول نښتو مخنیوی وشي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG