لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وایي کورمه کې اوربند وشو او مورچې خالي کړی شوې، جګړه کې 50 کسان وژل شوي


په کورمه کې د انتظامیې مشر ډیپټي کمېشنر جاوید مسید وايي، نن په نهمه ورځ اوربند وشو او مورچې خالي کړل شوې او د علاقې امنیت پولیس او امنیتي ځواکونو ته وسپارل شو. د ضلعې روغتیا څانګه وايي نښتو کې 50 کسان وژل شوي او 120 زخمیان دي.

په کورمه قبایلي ضلعه کې د روانو فرقه یزه خونړیو نښتو په بشپړه توګه د ودرولو لپاره د مشرانو په منځګړیتوب هڅې روانې دي.

د انتظامي او پولیس چارواکو په وینا، په کوزه کورمه کې اوربند ترسره شوی، خو په نورو سیمو کې د اوربند لپاره خبرې روانې دي.

د امنیتي چارواکو په خبره، دا مهال بره او منځنۍ کورمه کې نښتې روانې دي، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، په تېرو اتوؤ ورځو کې د نښتو پرمهال تر دې دمه ۴۸ کسان وژل شوي او ۱۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د نښتو له کبله کورمه ضلعه کې د خلکو ژوند سخت اغېزمن شوی او د امنیت وضعیت مخ په خرابېدو دی.

یو ځايي خبریال، ناصر حسین وي او اې ډيوه وویل چې پرون راهیسې حکومتي او پوځي چارواکو د اوربند هڅې پیل کړې دي او د جګړې په سیمو کې امنیتي عسکر ځای پر ځای شوي دي.

هغه زیاته کړه چې نښتو د کورمې ټولې د تګ راتګ لارې تړل شوې دي، او بازارونه او مارکېټونه بند دي.

خلکو ته د خوراکي موادو او نورو ضروري شیانو رسېدنه ډېره محدوده شوې ده، او په سیمه کې د ژوند چارې ټکنۍ شوي دي.

د سیمې یو مدني فعال، ندیم حیدر طوري، وویل چې په کورمه کې د روانو نښتو له کبله د خلکو ژوند تقریباً شل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د نښتو له امله د خلکو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي، او په خاصه توګه د انټرنیټي خدماتو ځنډول هم د سیمې خلکو لپاره د نورو مشکلاتو لامل شوی دی.

د کوهاټ ډویژن کمېشنر، متصم بالله، رسنیو ته ویلي چې دواړه ډلې اوربند ته راضي شوې دي، او په کوزه کورمه کې مورچې خالي شوې دي، کومې چې اوس امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړې چې د سیمې مشران نورو لرې پرتو سیمو ته تلي دي، او تمه ده چې تر نن ماښام پورې به په ټوله کورمه ضلعه کې اوربند پرځای شي.

کمېشنر ویلي، کله چې په ټوله ضلعه کې اوربند ترسره شي، نو د تګ راتګ لارې او بند بازارونه به بېرته پرانیستل شي، او سیمه به د عادي حالت په لور بیرته راوګرځي.

په کورمه کې دا فرقه ېیزې شخړې له اوږدې مودې راهیسې د سیمې د امنیت پر وړاندې یو لوی ګواښ بلل کېږي.

په پرله پسې روانو دې نښتو کې تر اوسه په لسګونو خلک وژل شوي دي.

ځايي خلک غوښتنه کوي حکومتي چارواکي دې هڅه وکړي چې د دواړو ډلو تر منځ تل پاتې امن ته د رسېدو لپاره موثرې لارې چارې پیدا کړي، ترڅو په راتلونکي کې د دې ډول نښتو مخنیوی وشي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG