پېښور هايکورټ مرکزي او صوبايي حکومت ته حکم کړی، افغان هنرمندان دې په زوره ونه باسي، مرکزي حکومت دې يو افسر په ځای کړي، د افغان هنرمندانو د پناه خواستونو باندې دې په دوو مياشتو کې فيصله وکړي.
د جون میاشت کې بیا پېښور کې فعالیت کوونکې څېړنیزې علمي ادبي اؤ کلتوري ادرې مفکورې، د موسیقارانو هنري ټولنې او دغه شان ځینو نورو فعالانو د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو ته په ګډه یو خط لیکلی ؤ چې رباب دې د پښتنو د زړې موسیقۍ د آلې او ۳۱مه مې دې د رباب د نړیوالې ورځې په توګه ومنل شي
د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په بريکوټ ګورتۍ کې زېږېدلی د خواريکښو، مزدورانو د تحريک مزاحمتي ولسي شاعر صابر احمد صابر د 78 کالو په عمر کې په کراچۍ کې په حق رسېدلی دی.
د ستمبر 23مه د پښتون کلتور نړيواله ورځ نمانځل کيږي، پښتانه پوهان او سياستوال وايي، خوشاله دي چې په 2015م کې اعلان شوې د پښتون کلتور ورځ هر راتلونکي کال نوره په جوش او جذبې سره نمانځل کيږي.
نور کتل